د خېبر پښتونخوا ناکلاره قبایلي ضلعې کوز جنوبي وزیرستان کې نامعلومه وسلهوالو په دوه بېلا بیلو پېښو کې د کسټم محکمې دوه افسران، یو ډاکټر او د جنوبي وزیرستان چېمبر اف کامرس مشر تښتولی، د سیمې تاجرانو او مشرانو دا پېښې غندلي دي.
پولیس پېښې تاييد کړي او ویلي یې دي، دا پېښې د افغانستان سره پولې ته جوختې بېرمل تحصیل په شولام او اعظو ورسک سیمو کې شوي دي.
د دوی په وینا کسټم سپرنټنډنټ نثار علي، کسټم انسپکټر خوشحال خان، او د وزیرستان چېمبر آف کامرس مشر سیف الرحمان هغه مهال تښتول شوي، کله چې دوی د افغانستان سره په پوله د انګور اډې د کسټم دفتر د معاینې وروسته بيرته د ضلعې مرکزي ښار وانا ته روان وو.
پولیس چارواکي وایي، تښتوونکو د شولام په سیمه کې کمین نیولی وو، او کله چې د کسټم افسران ورسېدل، نو وسلهوالو هغوی سمدستي له موټره راښکته کړل او نامعلومه ځای ته یې یووړل.
ځايي سرچینې وایي، تښتوونکو ډېر منظم پلان جوړ کړی وو او چا ته یې د مزاحمت موقع ور نهکړه.
له پېښې وروسته پولیسو او امنیتي ادارو د سیمې محاصره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي، خو تر اوسه د تښتول شوو کسانو د موندلو په برخه کې پرمختګ نهدی شوی.
له دې پېښې وړاندې له اعظم ورسک سیمې څخه د پاکستان رېډ کریسنټ سوسایټي یو ډاکټر، نعمان خټک، هم نامالومه کسانو تښتولی دی.
د اعظم ورسک تاڼې چارواکي وایي، ډاکټر نعمان د شریف کوټ روغتیایي مرکز کې د وړیا طبي کېمپ پر مهال د نامالومو وسلهوالو لهخوا هغه وخت تښتول شوی. چې د ناروغانو طبي معاینه یې کوله، د وسلې په زور یې نامعلومه لوري ته یووړ.
ځايي خلکو ویلي، دا پېښه هم د کسټم افسرانو له تښتونې ډېر لږ مخکې شوې ده، او داسې ښکاري چې دواړه پېښې له وړاندې پلان شوې وې.
د کوز جنوبي وزیرستان پولیسو مشر، ډي پي او آصف بهادر ویلي، د تښتول شوو کسانو د موندلو او خوشي کولو لپاره یې د لټونې عملیات پیل کړي دي.
نوموړي وویل، "پولیس هڅه کوي چې زر تر زره تښتول شوي کسان راخوشي کړي، خو تر اوسه هیڅ پرمختګ نهدی شوی".
تر دې دمه کومې ډلې د دغو پېښو زمه واري نه ده منلې، خو پولیس چارواکو ویلي، د پېښې پلټنې روانې دي.
په سیمه کې په سوداګرو او عامو خلکو کې له دې پېښو وروسته ویره او اندېښنه خوره شوې ده. د وزیرستان چېمبر آف کامرس غړو او سیمې سیاسي اتحاد د یوې بېړنۍ غونډې پر مهال دا پېښه وغندله او له حکومته یې وغوښتل، چې د تښتول شویو کسانو د زر تر زره خوشې کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
یو ځايي سوداګر تاج محمد وویل دا ډول پېښې د دوی کاروبارونه له خطر سره مخ کوي. که امنیتي ادارې چټک ګامونه پورته نهکړي، نو خلک به اړ شي چې خپل کاروبارونه بند کړي.
سیاست مدار او په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند مشر ایاز وزیر وویل، ښکاري په سیمه کې حکومتي واکمني ختمه شوې چې په رڼا ورځ خلک تښتول کیږي په داسې کې چې دغلته د پولیسو ترڅنګ په زيات شمېر ملیشا ځواک او د پوځ عسکر موجود دي.
هغه وویل دې پېښو په ځایي خلکو او په ځانګړي ډول د خېر ښېګړې مرستندویه ادارو په کارکونکو کې سخته ویره خوره کړې چې تر مخه خلکو ته طبي ستونزې جوړې کړي دي.
په جنوبي وزیرستان کې دا لومړی ځل نهدی چې دولتي مامورین او طبي کارکوونکي تښتول کېږي. له دې وړاندې هم د کسټم افسرانو او طبي کارکونکو د تښتولو پېښې شوي، خو تر اوسه دې پېښو په تړاو څوک نهدي نیول شوي.
Forum