په کوز جنوبي وزیرستان کې احمدزي وزیرو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د انګور اډې د تجارتي لارې پرانستو اعلان کړی خو وایي لاره به یوازې د تجارت لپاره خلاصه وي اؤ د دوی احتجاجي پرلت به هم هغه شان دوامداره وي.
د انګور اډې تجارتي لاره احمدزیو وزیرو د تېرو ۱۶ میاشتو راهسې د احتجاج په ډول تړلې وه وروسته له هغې تړلې وه حکومت په پوله د اوښتو را اوښتو لپاره خلکو ته د ویزې اؤ پاسپورټ شرط کېښودو.
څېړونکي وایي چې د انګور اډې لاره د دوه اړخیزه تجارت او سیمهییز اقتصاد لپاره ډېر اهمیت لري.
د احمدزي وزیرو مشران او د سېمې تاجران وایي د انګور اډې د لارې پرانستلو اعلان یې وروسته له هغې کړی چې د پولې تړل کېدو له امله نه یوازې تجارتي فعالیتونه بند شوي، بلکې د زرګونو خلکو ژوند او روزګار هم اغېزمن شوی دی.
د دوی په وینا د پولې د تجارتي لارې د تړل کېدو په وخت کې هره ورځ په کروړونو روپۍ تاوان شوی او ځایي خلک یې د خېر په غوښتو مجبور کړي دي.
ځایي تجار ارشاد وزیر ډیوه سره خبرو کې وایي، "د پولې تړلو زموږ اقتصاد ته ډېر زیان اړولی دی. هره ورځ مزدور لږ تر لږه پنځه زره روپۍ ګټلې، او لویو تجارانو یو لک روپۍ پورې عاید درلود، خو د لارې تړل کېدو کبله موږ ته په میلینونو تاوان رسېدلی".
په سپټمبر ۲۰۲۳ کې احمدزئ وزیر قبیلې وروسته له هغې د پولې تړلو پرېکړه وکړه، کله چې حکومت په پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرطونه ولګول.
د احتجاج پرمهال د قبایلي مشرانو غوښتنه دا وه چې دغه شرطونه دې ختم شي، او په سیمه کې یې د موبایل اؤ انټرنیټ د اسانتیاؤ پځای کولو ترڅنګ د ښوونځیو، کالجونو، او روغتونونو جوړولو په ګډون ۱۸ نکاتي ایجنډه وړاندې کړه.
احتجاج کونکی تاج وزیر ډیوه ته وایي دوي تل د امن، پرمختګ، ښوونځیو، سړکونو او کالجونو غوښتنه کړې ده، خو د دوي هېڅ غوښتنه نه ده منل شوې. هغه وایي" لاره خلاصه شوه خو زموږ احتجاج لا هم روان دی".
د پولې بیا پرانیستلو سره سره، چارواکو لا هم د تګ راتګ لپاره سخت شرایط په ځای ساتلي دي. د حکومتي چارواکو په وینا، درې میاشتې وروسته به د ویزې او پاسپورټ شرطونه بیا عملي شي.
یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته وویل د قام دا پریکړه د ستایلو وړ ده او د لارې پرانستلو لپاره ټولو اړوند ادارو ته لارښونه شوې چې د تګ راتګ لپاره اسانتیا پر ځایی کړي.
سیاستوال ایاز وزیر وایي، د پولې پرانستل د اقتصاد لپاره یو ښه ګام دی، خو که د خلکو لپاره نور روزګار پیدا نه کړل شي، نو په سیمه کې د ناامنۍ پېښې بیا زیاتېدای شي.
د پولې بیا پرانستل د خلکو او تجارتي حلقو له خوا یو مثبت ګام ګڼل شوی دی اؤ تاجران وایي چې دا پرېکړه به دوه اړخیزه تجارت او سیمهییز اقتصاد ته په ودې ورکولو کې مرسته وکړي.
د تجار ارشاد وزیر په خبره،د تجارتي فعالیتونو بیا پیل به د سیمې معیشت ته اډاڼه ورکړي، او د لارې پرانستو سره به نه یوازې د علاقې کاروبار روان شي بلکې ګراني به هم قابو شي "بل موږ داسې ګامونو ته اړتیا لرو چې کاروبار ته اوږدمهاله زمینه برابره کړي"
د سیمې د خلکو یوه مهمه غوښتنه دا وه چې پرته له اسنادو پر پوله آزادانه تګ راتګ ته باید اجازه ورکړل شي، خو په دې اړه هیڅ پرمختګ نه دی شوی. چې له امله به یې پرامن احتجاجي پرلت روان وي .
د ددوی په وینا که د خلکو غوښتنې په پام کې ونه نیول شي، نو د احتجاج غځولو امکان بیا شته.
Forum