لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د پاکستان هوايي حملو په "لسګونه ملکي" کسان وژلي دي


د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان حافظ ضیا احمد د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په کابل کې د پاکستان نګران سفیر ته احتجاج وکړی شو او "پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌ مسوولیته کړنې حتما عواقب لري
د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان حافظ ضیا احمد د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په کابل کې د پاکستان نګران سفیر ته احتجاج وکړی شو او "پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌ مسوولیته کړنې حتما عواقب لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل "باوري" رپورټونه يې ترلاسه کړي دي چې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني ځواکونو په هوايي حملو کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي کسان وژل شوي دي."

یوناما په سوشل میډیا خپور کړی شوي بیان کې وویل "نړیوال قوانین پوځي ځواکونه اړباسي چې د عملیاتو پر مهال د نظامي او ملکي کسانو د توپیر ترڅنګ باید د اړتیا وړ مخنیونکي اقداماتو څخه کار واخلي ترڅو ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي."


د ملګرو ملتونو د بیان نه یوه ورخ مخکې د افغانستان واکمنو طالبانو وویل د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په بمبارۍ کې تر ۴۶ پورې کسان وژل شوي دي. طالبانو ګواښ وکړو چې د پاکستان دغه ګام به "عواقب" ولري.

پاکستان په پکتیکا کې د بریدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو امنیتي چارواکو مطبوعاتو ته د شناخت د نه څرګندولو په شرط په افغانستان کې د عملیاتو خبره کرې ده.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهره بلوچ د معمول په خبري غونډه کې وویل د افغانستان سره په پوله " ځينې پېښې شوي دي" خو دا تايد او یا ترديد یې ونه کړو چی ایا پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري کړې ده؟

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه په پکتیکا کې د پاکستان د بريدونو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۵ کلیزې په مناسبت کابل کې یوې غونډې ته وویل چې پاکستاني چارواکي دې د شوروي د یرغل پر وړاندې د افغانانو له دریدلو څخه درس واخلي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان حافظ ضیا احمد د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اېکس یو پېغام کې وویل په کابل کې د پاکستان نګران سفیر خارجه وزرات ته رابلل شوی وو او د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په سیمه کې "ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځي الوتکو د بمبارد له امله ورته د خپل شدید احتجاج‌ لیک" ورکړی شو.

احمد په اېکس خپل یو بیان کې وویل "پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌ مسوولیته کړنې حتما عواقب لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وي او ای اشنا څانګې ته د ایمېل دلارې په پکتیکا کې د پاکستان د بریدونو په اړه وویل "مونږ له پاکستان غواړو چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې یې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي". همداشان طالبان یې وهڅول ترڅو "ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه ترهګریز بریدونه ونشي."

پاکستاني چارواکي وايي د هېواد د غېرقانوني ټاکل شوي ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او د افغان خاورې څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي. افغان طالبان دا خبره ردوي، وايي پاکستان دې په امنیت کې د خپلې ناکامۍ پړه په افغانستان نه وراچوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG