په کورمې ضلعې کې د پرون راهسې د حکومتي جرګې وروسته په بېلابيلو سيمو کې ډزبندي شوې، چارواکي دعوه کوي د پرون راهسې په سيمه کې امن په ځای شوی، خو غټې لارې هم بندې دي.
انتطامي چارواکي وايي د ځايي خلکو له خوا مورچې خالي شوي او اېف سي ځواک ته سپارل شوي دي.
چارواکي وايي په تېرو دوو ورځو کې د کورمې بېلابيلو سيمو نه مرګ ژوبله نه ده رپوټ شوې او امن په ځای کړی شوی دی.
د کوزې کورمې سدې اوسېدونکی او په جرګو کې برخه اخستونکی حاجي سليم خان وي او اې ډيوه ته ويلي، د جرګې وروسته په سيمه کې امنيت په ځای شوی، او ډزې په مکمله توګه ودرېدلي دي.
هغه وايي، "په کوزه کورمه کې په بګن، عليزۍ، بالش خېل، مندوري، اوچت، بادشاه کوټ او نورو سيمو کې خلک د مورچو نه راکوز شوي دي".
نوموړی وويل، "پرون نه د سدې، بګن او نور واړه مارکيټونه خلاص شوي او دې ځای پورې لاره هم خلاصه ده خو د موبايل نېټ ورک او انټرنېټ لا هم بند دی".
د کورمې پاړاچنار اوسېدونکی او ځايي خبريال عدنان حېدر وي او اې ډيوه ته وويل، په برنۍ کورمه کې هم ډزې ودرېدلي دي او خلک مورچو نه راکوزي شوي او امنيتي عسکر په کې دي.
هغه وايي، "11 ورځې پس تعليمي ادارې نن د دسمبر په دويمه خلاصې شولې خو په بازار کې د خوراکي توکيو، تېلو، داروګانو او نورو څيزونو سخت کمی دی".
نوموړی زياته کړه، د ټل پاړاچنار لاره باندې تګ راتګ په مکمله توګه بند دی او دې ترڅنګ په خرلاچي پوله افغانستان سره هم تجارت په ټپه ودرېدلی دی.
خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف په حکومت د کورمې په اړه نیوکې کېدې، چې ځان یې د کورمې په امنيت غلی کړی دی.
خو د خېبرپښتونخوا ويلي، پرون وزيراعلا علي امين ګنډاپور د کورمې په اړه د غټې جرګې د غړو سره ليدلي، او د کورمې د معاملې په پرامنه ډول حل کولو کې یې د صوبايي حکومت د پوره مرستې ورکولو باور ورکړی.
ويل شوي، د غټې جرګې غړي به کورمې ته ورځي او د فريقېنو سره به خبرې پيلوي.
د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي هم پرون په کوهاټ کې جرګه راجوړه کړې، د سیاسي او قبايلي مشرتابه سره لیدلي دي.
ګورنر ويلي، د سیاسي مشرتابه سياسي اختلافات کېدی شي خو د صوبې د ګټې دپاره ټول يو دي، ټولو له په ګډه به د صوبې دښمنان په ګوته کول وي.
په 21 م نومبر کورمه کې د مسافرو په ګاډو د وسله والو ډزو کې د 52 کسانو له وژل کېدو وروسته سیمه کې د شیعه ګانو او د سنيانو تر منځ فرقه ییزه نښتې پیل شوې وې.
د نومبر په 22مه دکوزې کورمې د عليزۍ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل کړی وو او په کې يې 35 پورې کسان وژل شوي او د 100نه زيات یې ژوبل شوي وو.
د کورمې انتظاميې او ځايي خلکو تاييد کړې، چې په دې پېښو کې د 200پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او 500نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.
د بګن اوسېدونکو ويلي وو، د 22نومبر د يرغل وروسته د بګن، اوچت، مندوري او بادشاه کوټ سيمو څخه څه 1000پورې کورنيو ټل، هنګو، کوهاټ او په لږ شمېر کې خلکو پېښور ته کډې کړي دي.
د ځايي انتظاميې چارواکو د کډه شوو خلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي خو د کوزې کورمې اوسېدونکو ويلي، خلکو خپل کورونه پرېښودي او خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولي دي.
Forum