لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکی: د خالي په ورځ به امدادي قافله د ټل-پاړاچنار په لاره پاړاچنار ته روانېږي


په دې تصویر کې د پاړا چنار یو بازار ليدل کېږي. مقامي اوسېدونکي وايي د پاړا چنار لار د بندېدو په سبب په ښار کې د دوایانو او د خوراک کمی پېدا شوی دی
په دې تصویر کې د پاړا چنار یو بازار ليدل کېږي. مقامي اوسېدونکي وايي د پاړا چنار لار د بندېدو په سبب په ښار کې د دوایانو او د خوراک کمی پېدا شوی دی

د خېبرپښتونخوا د حکومت یو چارواکي ویلي د خالي، شنبې، په ورځ به یوه قافله د ټل-پاړاچنار په لاره پاړاچناز ته روانېږي او د سیمې خلکو دپاره به ځینې خوراکي شیان وړي.

د صوبې د اطلاعاتو د محکمې يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د جمعې په ورځ وي او ای ډيوه ته وویل سبا به کانوايي د ټل-پاړاچنار په لاره روانېږي او په دې کې به د عامو خلکو ترڅنګ خوراکي شايان هم پاړاچنار او نورو ځايونو ته وړل کېږي.

چارواکي د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل تراوسه دا پته نه لګي چې کانوايي به د پېښوره او که د ټل سيمې نه پاړاچنار ته روانېږي ولې چې دا مالومات له هغوى ته هم نه دي ترلاسه شوي.

د خيبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې د امن دپاره په کوهاټ ضلع کې له تېرو څو ورځو راهسې د شيعه او د سني ټولنو ترمنځ روانه جرګه د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده او دواړو فريقينو د امن لوظنامه لاسليک کړه چې فریقېن په کې په مستقل ډزبندۍ متفق شوي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټر سېف دوه ورځې وړاندې رسنيو ته ويلي ؤ د لوظنامې ورووسته به د هر خالي شنبې په ورځ په ځمکنۍ لاره کانوايي تک او راتګ کوي.

په کورمه کې د امن د لوظنامې وروسته هم د کوزې کورمې په بګن او په پاړاچنار کې احتجاجي پرلتونه اوس دوام لري.

د کوزې کورمې د بګن سيمې اوسېدونکو په بګن بازار کې له تېرې يوې اونى راهسې پرلت پېل کړى او په 22م نومبر بګن بازار او کورونو ته د تشدد په مهال رسېدلي د جاني او مالي نقصان د معاوضې غوښتنه کوي. احتجاج کوونکي وايي تر څو چې ورته معاوضه نه وي ملاؤ شوې او په تشدد کې د ککړو تنانو په ضد ګامونه نه وي اخستل شوي نو تر هغې به احتجاجي پرلت نه ختموي.

deewa
deewa


د بګن بازار يو پرلتوال، رحمت الله وى او اې ډيوه ته وايي دغه پرلت يې د خپلو غوښتنو د منلو د پاره پېل کړى او تر څو پورې د کورونو او دوکانونو سوځېدو معاوضه نه وي ورکړل شوې نو تر هغې به پرلت روان وي.

نوموړى وايي په 22 نومبر شرخوښو په بګن بازار او کورونو باندې يرغل کړى وو او په لویه کچه يې جاني او مالي نقصان کړی دی.

هغه زياتوى سبا نه په ټل-پاړاچنار لاره کې پوخ احتجاجي ناستې کوي او خيمې به وهي چې غوښتنې يې ومنل شي.

بلخوا د پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي خبريالانو ته ويلي په بګن بازار د يرغل وروسته 800 پورې کورونه او 450 دوکانونه سوځول شوي وو او دې سره په کورمه کې په انښتو کې121 تنان وژل شوي او 175 نور ژوبل شوي دي.

په پاړاچنار کې هم له تېرو 14 ورځو راهسې د ټل-پاړاچنار لار د تړل کېدو په ضد احتجاجي پرلت دوام لري او پرلتوال غوښتنه کوي د لارې خلاسېدو پورې به يې دغه پرلت روان وي.

د پاړاچنار اوسېدونکى او پرلتوال ذيشان حېدر وى او اې ډيوه ته وايي په کور کې يې واړه ماشومان ناروغه دي او د سختې يخښنى د لاسه يې سينې خرابې شوي او بل خوا نه په روغتون او نه په مارکيټ کې دوايانې ملاوېږي

هغه وايي په بازار کې په مشکله سره خوراکي شايان ملاوېږي او بيعې يې ډېرې لوړې شوي ولې چې لاره نژدې له تېرو دريو مياشتو راهسې بنده ده.

ذيشان زياتوي په بازار کې په اې ټي اېم ماشينونو کې پيسې خلاسې شوي او د پيسو راويستلو بله هيث لاره نشته.

په کورمې سيمه کې داکتوبر په دولسمه په کنج عليزۍ کې په کانوايي د نامالومه وسله والو له خوا د بريد وروسته انښتې زياتې شولې او د ټل-پاړاچنار لاره له تېرو86 ورځو راهسې تړلې پرته ده او په دغه لاره افغانستان سره تجارت هم په مکمله توګه بند دى

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG