د خېبر پښتونخوا په جګړه ځپلې قبایلي ضلعې کورمه کې د حکومت اؤ انتظامیې له سیوري لاندې لویه جرګه د نهې، سه شنبې تر ماسخوتن پورې په کوهاټ کې ناسته وه او سبا د شورو ، چهار شنبې په ورځ به بيا جرګه کېښني او يوه حتمي فیصله به کوي.
د جرګې يو منځګړي غړي عزت ګل اورکزی وي او اې ډيوه ته ویلي:” چې جرګه نن ټوله ورځ روانه وه او د سنيانو ځينې مشران ناوخته راغلل او ځينې به سبا رارسي او په شوې پریکړه به دستخطونه کوي“.
ښاغلي ګل وویل چې جرګه نن دوه ورځې ځنډ وروسته بيا پېل شوه او اهلسنت فريق د خپلو خلکو سره سلا کولو د پاره دوه ورځې وخت غوښتى ؤ.
په جرګه کې برخه اخیستونکى د شيعه فريق يو مشر جواد علي وي او اې ډيوه ته وویل : ”هغوى 33 واړو تنانو د ډسېمبر په 28مه لوظنامه لاسليک کړې او د سنيانو له خوا يو څو تنان د لوظنامې لاسليک کولو باندې راضي نه دي خو بيا هم د دوی اکثريتي مشران په شوې پرېکړه راضي دي او اوس دغه لوظنامه لاسليک کوي. “
په کوهاټ کمشنر دفتر کې دغه حکومتي جرګه د کورمې د شيعه او سنيانو ترمنځ د روانې شخړې د هوارى د پاره د هنګو، اورکزۍ اوکوهاټ مشرانو په منځګړيتوب روانه ده چې په کې پوځي چارواکي هم ګډون کوي.
د جرګې يو بل غړي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل چې: ”دواړه ډلې د پرېکړې زياتره شرطونو باندې سلا شوي چې په کې د وسلې کېښودو، مورچې ړنګولو، د ځمکو شخړې حل کولو، مري کې شوې موافق نامه عملي کولو ترڅنګ ځينې نورې نکتې شاملې دي. “
د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف د ګل په ورځ رسنیو ته ویلي وؤ چې جرګه کې د امن په تړون اتفاق شوی خو یوازې په څو نکتو د سوچ لپاره یو فریق دوه ورځې مهلت غوښتی اؤ شونې ده چې د نهې په ورځ د امن تړون باندې لاسلیکونه وشي.
بېرسټر سېف خبريالانو ته وویل: ”زه په دې کې يوه خبره کول غواړم چې حکومت کار امن راوستل دي او هرڅه به عملي کوي خو مونږځکه غواړو چې دوی دغه درنه وسله حکومت ته حواله کړي ولې چې ترڅو پورې دوی وسله نه وي حواله کړې نو حکومت خپل کردار نه شي لوبولی. “
د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف زیاته کړه : ”چې دوی وسله کېږدي نو ان شاالله حکومت به د امن پورا ضمانت ورکوي. “
هغه زیاته کړه : ”په دې کې دا يوه بنيادي خبره ده چې څو پورې تاسره په لاس کې ټوپک وي نو زه تا سره د امن خبره نه شم کولیاو چې دواړه فريقين يو بل ته په لاس کې ټوپک نيسي نو بيا د روغې خبره نه شي کېدی او دوی به ټوپک ږدي “.
تر دې د مخه په کورمه کې د دایمي امن د ټينګښت، د وسلو څخه ددغه سیمې د پاکولو،د فریقینو د مورچو ړنګولو اؤ د مرکزي سړک په ګډون د ټولو لارو د پرانستلو اؤ خوندي کولو په غرض د کوهات د کمشنر دفتر کې لویه جرګه وروسته د خالي په ورځ شوې وه.
په کورمه کې د حالاتو خرابېدو سره سم له تېرو 85ؤ ورځو څخه لارې اؤ سړکونه تړل شوي چې خلک یې د سختو مشکلاتو سره مخ کړي اؤ د پاکستان په یو شمیر سیمو کې دا مهال د لارو تړل کېدو په ضد احتجاجي پرلتونه روان دي.
ډان نیوز د یو ځایي رجسټرډ مدني تنظیم له خولې د ګل -دوشنبې په ورځ ویلي چې د لارو تړل کېدو له امله په سیمه کې د دارو درملو سخت کمی رامنځته شوی اؤ د روغتیاي اسانیو د نشتوالي له امله د 128 ماشومانو په ګډون تر 200 پورې کسان مړه شوي دي.
تر دې د مخه هم په پاکستاني مطبوعاتو کې کورمه کې له 100 د زیاتو ماشومانو د مړینې دعوې مخې ته راغلې وې خو د صوبایي حکومت ترجمان بېرسټر سېف دا دعوې بې اساسه اؤ د حقیقت نه لرې بللې وې.
بلخوا په کورمې صده کې بېګاه شپې نامعالومه کسانو د بره کورمې پاړاچنار اوسېدونکى يو عيسايي تن وژلى او د صدې پوليس يو چارواکي وي او اې ډيوه ته ويلي دغه عيسايي نوم نديم ؤ او ويل کېږي هغه د پاړاچنار نه د دوايانو وړلو د پاره صدې ته راغلى ؤ او په صده کې نا پېژندلو کسانو ترې سر غوڅ کړى دى.
Forum