لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې د امن د ټېنګښت لپاره لویه جرګه د نهې په ورځ بیا پیل کیږي


د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند ښاغلي بېرسټر سیف رسنیو ته ویلي وؤ چې جرګه کې د امن په تړون اتفاق شوی خو یوازې په څو نکتو د سوچ لپاره یو فریق دوه ورځې مهلت غوښتی اؤ شونې ده چې د نهې په ورځ د امن تړون باندې لاسلیکونه وشي.
د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند ښاغلي بېرسټر سیف رسنیو ته ویلي وؤ چې جرګه کې د امن په تړون اتفاق شوی خو یوازې په څو نکتو د سوچ لپاره یو فریق دوه ورځې مهلت غوښتی اؤ شونې ده چې د نهې په ورځ د امن تړون باندې لاسلیکونه وشي.

د خېبر پښتونخوا په جګړه ځپلې قبایلي ضلعه کورمه کې د حکومت اؤ انتظامیې له سیوري لاندې لویه جرګه نن د نهې په ورځ بیا پیل کیږي اؤ چارواکي هیله ښیي چې نن به په جګړو بوختې خواوې په یو تړون اتفاق ته ورسیږي.

تر دې د مخه په کورمه کې د دایمي امن د ټينګښت، د وسلو څخه ددغه سیمې د پاکولو،د فریقینو د مورچو رانړولو اؤ د مرکزي سړک په ګډون د ټولو لارو د پرانستلو اؤ خوندي کولو په غرض د کوهات د کمشنر د کمشنر دفتر کې لویه جرګه وروسته دخالي په ورځ شوې وه.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند ښاغلي بېرسټر سیف رسنیو ته ویلي وؤ چې جرګه کې د امن په تړون اتفاق شوی خو یوازې په څو نکتو د سوچ لپاره یو فریق دوه ورځې مهلت غوښتی اؤ شونې ده چې د نهې په ورځ د امن تړون باندې لاسلیکونه وشي.

د هغه وینا وه چې د سولې په تړون فریقین د رایو عمومي اتفاق ته رسېدلي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د سیمې نه سرچینو ډیوه ته ویلي وؤ لویه جرګه کې د اپیکس کمیټې د پرېکړې له مخې د 14ؤ څخه په 12 نکتو فیصله شوې ده خو د وسلو حکومت ته په سپارلو، د سړکونو اؤ لارو په پرانستلو د خالي یا د شنبې د ورځې تر ماښامه اختلافات هم هغه شان پځای وؤ.

د سرچینو په وینا د سنیانو یا اهلسنت شپږ قبیلې دریځ لري چې اپیکس کمیټه کې پرېکړه شوې ده چې تر ټولو وړاندې باید له فریقینو وسلې راټولې کړل شي اؤ له هغې وروسته دې ټولې مورچې ونړول شي اؤ بندې لارې اؤ سړکونه دې پرانستل شي چې ددغه پرېکړې له مخې هغوي په تړون لاسلیک ته تیار دي.

له جرګې د باخبره سرچینو وینا ده چې د شیعه ګانو طوري قبیله وایي تر ټولو مخکې دې لارې پرانستل شي اؤ له هغې وروسته دې پړاؤ په پړاؤ د مورچو ړنګولو اؤ وسلو راټولولو عمل پېل کړل شي.

د سرچینو د وینا له مخې،د اهلسنت شپږ قبیلې د طوري قبیلې دغه موقف سره اتفاق نه لري.

د سیمې نه ترلاسه شوي اطلاعات وایي چې طوري قبیلې د خپل دریځ له مخې په تړون لاسلیک کړی دی خو د اهلسنت د شپږو قبیلو مشران پخپل دریځ ولاړ دي اؤ په تړون یې د لاسلیک کولو څخه انګار کړی دی.

لویه جرګه د اختلافونو ختمولو لپاره په هڅو بوخته ده.

په کورمه کې د حالاتو خرابېدو سره سم له تېرو 85ؤ ورځو څخه لارې اؤ سړکونه تړل شوي چې خلک یې د سختو مشکلاتو سره مخ کړي اؤ د پاکستان په یو شمیر سیمو کې دا مهال د لارو تړل کېدو په ضد احتجاجي پرلتونه روان دي.

ډان نیوز د یو ځایي رجسټرډ مدني تنظیم له خولې د ګل -دوشنبې په ورځ ویلي چې د لارو تړل کېدو له امله په سیمه کې د دارو درملو سخت کمی رامنځته شوی اؤ د روغتیاي اسانیو د نشتوالي له امله د 128 ماشومانو په ګډون تر 200 پورې کسان مړه شوي دي.

تر دې د مخه هم په پاکستاني مطبوعاتو کې کورمه کې له 100 د زیاتو ماشومانو د مړینې دعوې مخې ته راغلې وې خو د صوبایي حکومت ترجمان بېرسټر سېف دا دعوې بې اساسه اؤ د حقیقت نه لرې بللې وې.

ښاغلي سېف رسنیو ته ویلي وؤ چې حکومت سیمې ته د سرکاري هیلي کاپټر له لارې دارو درمل رسوي اؤ د حالاتو په ښه کېدو به پړاؤ په پړاؤ تړل شوې لارې بېرته پرانستل شي.

د پاړه چنار اؤ پېښور تر منځ غځېدلی سړک اؤ د بره کورمې لارې نزدې د دوه نیمو میاشتو څخه تړل شوې دي اؤ بره کورمې ته هر رقم سپلایي یا د توکو رسد بند دی.

پاړه چنار کې د ګډوډ امنیتي وضعیت خلاف د کورمې د پریس کلب مخې ته د لسو ورځو نه احتجاجي پرلت روان اؤ د ښار نورو پينځوؤ سیمو کې هم خلک په پرلتونو بوخت دي.

په پېښور اؤ کراچۍ کې هم د پاړه چنار د وضعیت په ضد احتجاجي پرلتونه روان دي.

په 23م دسمبر د خېبرپښتونخوا د صوبايي کابينې په غونډه کې ويل شوي، د صوبې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې، کورمې ته د ځمکنۍ لارې بحالولو په لړ کې به د پاړاچنار روډ خوندي کولو دپاره ځانګړی پوليس ځواک جوړولی شي.

له دغې يوه ورځ وړاندې د کورمې په مسله د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د پاړاچنار د سړک خوندي کولو دپاره د ځانګړي پوليس ځواک جوړولو پرېکړې شوې او دغې مقصد دپاره به 399 پوليس اهلکار بهرتي کولی يا ګمارلی شي.

ویل شوي، د سړک خوندي کولو دپاره به اول عارضي پوستې، او په راتلونکې کې مستقل پوستې جوړولی شي. دغه ډول د دواړو فريقېنو ترمنځ د تړون وروسته به سړک پرانستلی شي، کرکه خورونکي د ټولنيزو رسنيو اکاونټونه به تړل کيږي.

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG