د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ټانک، لکي مروت، او ډېره اسماعیل خان کې درېو بیلا بیلو پېښو کې د ماشومانو او ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښې د ټانک په ګره بډ لکي مروت میجېوتله او ډېره اسماعیل خان په ږوب سړک ګنډي عاشق سیمه کې شوې چرته چې د وړاندې نه د ناامنۍ پېښې په زیاتېدو دي.
ټانک
ټانک کې دوه وروڼه په هدفي برید کې وژل شوي دي.
د ټانک ضلعې پولیس وايي د ښار سره جوختې ګرا بډه سړک په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو دوه وروڼه، قاري اسحاق او مفتي ادریس، په ډزو وژلي دي. دواړه د سیمې دیني عالمان وو او خلکو کې یې ځانګړې درناوی درلود.
د ځايي خلکو په وینا، بریدکونکي له پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي او په دې پېښه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
پولیس وايي د پېښې ځای څخه شواهد، پلټنې او عمليات پيل کړل شوي، خو تر اوسه د هیڅ کوم بریدګر نيولو نه دي ويل شوي.
لکي مروت
لکي مروت کې د بینک په ګاډي برید شوی دی.
د لکي مروت په منجیوالا سړک د یو شخصي بېنک په ګاډي برید شوی، په نتیجه کې یې د شخصي امنیتي کمپنۍ یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
پولیس وايي ژوبل ساتونکی په فوري توګه د لکي مروت ضلعې مرکزي ته انتقال شوی، خو د هغوی روغتیایي حالت مرګونی دی، او تر اوسه د بیان ورکولو توان نه لري.
پولیسو ویلي تراوسه مالومه نه ده چې دا پېښه د لوټ مار هڅه وه که بل کوم هدف یې درلود.
ډېره اسماعيل خان
ډېره اسماعیل خان کې د مسافر په بس ډزو کې د زنانو او دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
پولیس وايي د ډېره اسماعیل خان او ږوب ترمینځ د درابڼ تحصیل په ګنډي عاشق سیمه کې تېره شپه د لوټ مار په یوه پېښه کې وسلهوالو د مسافرو په یو بس ډزې کړي، چې په نتیجه کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي، او دوه نور مسافر پکې ژوبل شوي دي.
پولیسو ویلي، د ډاکوانو د شپې په دې پېښه کې څو موټرې لوټلي، او د مسافرو د مزاحمت په جواب کې یې ډزې کړې دي.
د سیمې اوسیدونکو ویلي چې دا سړک د دوی لپاره په مسلسل ډول د خطر یوه نخښه ګرځېدلې، او د ورځې په رڼا کې هم پرې تګ راتګ نه کوي.
د سیمې اوسیدونکو په دې پېښو ژوره خواشیني څرګنده کړې او له حکومت او امنیتي ادارو څخه یې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د ډېره اسماعیل خان ځايي اوسېدونکي وايي د ډي آی خان سره تړاو لرونکی وزیر اعلا علي امین ګنډپور او د تحریک انصاف ګوند دریځ لري چې دوی به هیواد له غلو پاک کړي، خو د دوی په خپله سیمه کې د غلو واکمني روانه ده.
د پولیسو چارواکو ویلي، د درې سره پېښو پلټنې روانې دي او د مجرمانو نیولو لپاره عملیات ګړندي شوي دي.
تر دې وخته دې پېښو زمه داري چا نه ده منلې او د ډېره اسماعیل خان د پېښې څخه تحریک طالبان پاکستان لاتعلقي څرګنده کړې ده.
Forum