لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا اسمبلۍ د ټول په ټوله غړو کمیټې پرېکړه کړې چې د پښتون قامي جرګې غوښتنې به اړونده اړخونو سره راپورته کوي


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ټول په ټوله غړو نه جوړې کمیټې پخپله وړومبۍ غونډه کې د پښتون قامي جرګې په غوښتنو د پرمختګ لپاره په تګلاره جوړولو غور کړی دی.

د ایوان د غړو کمیټې پرېکړه کړې ده چې د پښتون قامي جرګې په غوښتنو د پرمختګ لپاره به اسمبلۍ کې موجودو د ټولو سیاسي ګوندو په غړو مشتمله یوه ذیلي کمیټه جوړولی شي .

تېرکال په 13م اکتوبر د پښتون تحفظ موومنټ لخوا خېبر کې رابلل شوې درې ورځنۍ پښتون قامي جرګې پخپلو پرېکړو اؤ غوښتنو کې پوځ اؤ وسله والو ډلو ته ویلي وؤ چې باید په دوؤ میاشتو کې دننه له صوبې اوځي.

د پښتون قامي جرګې په غوښتنو کې یوه دا غوښتنه هم شامل ده چې د پښتونخوا د قبایلي ضلعو وګړو ته دې بجلي بیخي ویړیا اؤ د نورو ضلعو اوسیدونکو ته دې یو یونټ په پینځه روپۍ ورکول کیږي.

وروسته د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه کې د پښتون قامي جرګې ټولې غوښتنې اییني ګرځول شوې وې اؤ په هغې د عمل کولو لپاره د اسمبلۍ د ټولو غړو نه جوړه یوه کیمټي جوړه کړل شوې وه.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ټول په ټوله غړو ددې کمیټې وړومبۍ غونډه د نهې - سه شنبې په ورځ په پېښور کې د صوبې د وزیراعلا علي امین خان ګنډا پور په مشرۍ شوې ده.

د غونډې په اړه د خپور کړل شوي سرکاري بیان له مخې په غونډه کې د صوبایي اسمبلۍ اسپیکر، مرستیال اسپکر د اپوزیشن ګوندونو مشر اؤ د اسمبلۍ نورو غړو ګډون درلود.

د اعلامیې له مخې غونډه کې تېرکال د اکتوبر په میاشت کې خېبر کې د راجوړ کړل شوې درې ورځنۍ پښتون قامي جرګې په غوښتنو د پرمختګ لپاره د تګلارې په جوړولو غور شوی اؤ فیصله شوې ده چې ددغو غوښتنو په وړاندې د بوتللو لپاره به د پارلیمان دغړو یوه بله ذیلي کمیټي جوړولی شي.

اعلامیه وایي چې پارلیمان کې د موجودو ټولو سیاسي ګوندونو په غړو راجوړه دا کمیټي به په یوه اونۍ کې دننه د پښتون قامي جرګې په ۲۷ نکاتو اؤ غوښتنو د پرمختګ لپاره خپل وړاندیزونه پېش کوي اؤ بیا به دغه وړاندیزونه د صوبایي پارلیمان د ټول په ټوله غړو د کمیټې مخې ته اېښودل کیږي.

د اعلامیې له مخې د پارلیمان د ټولو غړو کمیټه به د مرکزي حکومت د اړوند ستونزو هواری لپاره دغه معاملې وفاق ته لېږي اؤ کومې معاملې یا ستونزې چې صوبایي حکومت پسې تړاؤ لري هغه به د صوبایي حکومت مخې ته ږدي.

په حکومتي بیان کې د پوځ یا کومې بلې ادارې له نوم اخستلو پرته ویل شوي چې د نورو ادارو اړوند مسلې به دغو ادارو ته لېږل کیږي .

په غونډه کې پرېکړه شوې چې د پښتونه تحفظ مومنټ د کالعدم ګرځول کېدو په پرېکړه د نظرثانۍ لپاره به دا فیصله یو وارې بیا د وفاق سره راپورته کولی شي.

د پاکستان حکومت تېرکال په شپږم اکتوبر پي ټي اېم یو غېر قانوني تنظیم بللی اؤ بندیز یې پرې لګولی دی اؤ پي ټي ایم وایي چې دغه حکومتي پرېکړه یې په عدالت کې چیلنج کړې ده.

څېړونکي وایي که څه هم تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په رابلل شوې جرګه کې مخې ته راغلي وړاندیزونه ټول په ټوله د پاکستان ریاست لپاره د منلو نه دي خو بیا هم امکان شته چې د جرګې ځېنې وړاندیزونو اؤ غوښتنو ته به حکومت غاړه کښیږدي.

پېښور کې میشت وتلی صحافي محمد فهیم وي او اې ډیوه ته په دې وروستیو کې ویلي "کله چې هم مونږ د مذاکراتو خبره کوؤ، د مطالبو خبره کوؤ نو کله هم یو فریق چې خپلې مطالبې مخې ته ږدي نو هغه ته دا اندازه وي چې د هغه ټولې مطالبې به نه منل کیږي ځکه نو اکثره د پښتنو په جرګو کې خلک د خپل ضرورت نه زیاتې غوښتنې ونیسي خو کله چې بیا دواړه خواوې کښیني اؤ په دغو مطالبو خبرې کوي نو هغې کې بیا ځېنې مطالبې داسې وي چې دواړه خواوې پرې ځان غلی کولی شي"

هغه وایي د 22 غوښتنو مطلب دا بیخي نه دی چې ګنې پي ټي ایم به پخپلو دې22 واړو غوښتنو باندې په کلکه ولاړ وي بلکې ارو مرو به د مذاکراتو په وخت څه لچک یا نرمښت ښیي.

د محمد فهیم په خبره دې کې په دوؤ میاشتو کې دننه د پوځ اؤ طالب وتل،یا قبایلو ته د ویړیا بجلۍ ورکول اؤ نوره صوبه کې په پینځه روپۍ یونټ ورکول، په پوله بې ویزې اوښتل اؤ افغانستان سره ازاد تجارت هغه مطالبې دي چې پي ټي ایم یې هم په ارزښت پوهه دی اؤ ریاست ته یې منل ډير اسانه نه ي.

خو هغه وایي دا بیا د خوښۍ ځای دی چې دې مطالبو ته د خیبر پښتونخوا د حکومت سرپرسي هم ترلاسه ده اؤ تر دې وړاندې که پي ټي ایم ته د کالعدم تنظیم په نظر کتل کیدل خو اوس یې غږ په موثره توګه تر ډير لرې پورې اوریدل کیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG