لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار کې د پاکستان د هوایي ځواک الوتکه غورځېدلې، پایلوټ پکې مړ شوی


د پاکستان د هواي ځواک یوه تربیتي الوتکه د خېبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې د الوت په مهال لوییدلې اؤ تباه شوې ده چې پکې د دغه الوتکې پایلوټ مړ شوی دی.

دا پېښه د نهې - سه شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې چې د پاکستان د هوایي ځواک تربیتي الوتکه K8 د هوایي ځواک د اصغر خان اکیډمۍ رسالپور کې څخه پورته شوه اؤ بیا لږه شېبه وروسته د رن وې څخه په څه فاصله په پټو کې وغورځېده.

د پېښې په اړه مخې ته راغلي معلومات ښیي چې په دې پېښه کې د الوتکې پایلوټ، سکواډرن لیډر احمد میا پځای مړ شوی دی.

د پېښې سره سم مرستندویه ډله،د هوایي ځواک لوړ پوړي افسران اؤ پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي ، په الوتکه بل شوی اور وژل شوی اؤ پېښه کې د مړ پایلوټ جسد هسپتال ته رسول شوی دی.

د پېښې د علت معلومولو لپاره د هوایي ځواک چارواکو پلټنې پیل کړي خو تر دې دمه نه ده معلومه شوې چې دا الوتکه د کومو علتونو له امله غورځېدلې ده.

په پاکستان کې وخت په وخت د هوایي ځواک د تربیتي الوتکو د راغورځېدو پېښې مخې ته راځي اؤ تر دې وړاندې تېرکال په اتم اکتوبر د خېبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې به ګدون امازو سیمه هم یوه تربیتي الوتکه راغورځېدلې اؤ تباه شوې وه.

په دغه پېښه کې دوه پایلوټان ژوندي پاتې شوي وؤ خو تر هغې وړاندې بیا په مارچ 2022م کې د پېښور سره نزدې د هوايي پوځ د تربيتي الوتکه غورځېدلې وه اؤ دغه په پېښه کې دواړه پایلوټان مړه شوي وؤ.

د کال2021م د ستمبر په مياشت کې هم د پاکستان د هوايي ځواک تربيتي الوتکه د مردان سره نزدې غورځېدلې وه.

له دغې پېښې وړاندې په 6م اګست د پنجاب صوبې په اټک ضلع کې يوه بله تربیتي الوتکه غورځېدلې خو هغه وخت ويل شوي وو، په الوتکه کې دواړه پايلټان خوندي پاتې شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG