د بلوچستان د خضدار ښار سره نږدې په زهري بازار کلي کې وسله والو په ډله ییز بريد کې د ليویز یوه تاڼه، د نادرا دفتر او یو غېر حکومتي بانک سوځولې دی. کالعدم تنظیم بي اېل ای په سوشل ميډیا د حملې ذمه واري منلې ده.
د قلات ډويژن کمشنر محمد نعیم بازي د تلیفون له لارې رسنیو ته وویلي له بريد ورستو پوليس، ايف سي او اې ټي ايف ځواک وسلوال پر شا تمبولي او د هغوی پر ضد په شاوخوا غرنيځې سيمو کې عمليات روان دي.
د خضدار ضلعي د ليويزیو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل په زهري بازار کې تر ۶۰ زیاتو وسله والو د لیویز په تاڼه، د پاکستان د شناختي کارډونو جوړولو په دفتر او په یو غېر حکومتي بانک اول په ولکه کې واخيستلو، بيا يې ځينې سامانونه له ځان سره واخيستل او ودانیو ته یې اورونه ور واچول.
زهري بازار د خضدار نه قریباً د ۳۵ کلومېټرو په فاصله دی.
د پوليسو د يو چارواکي په وينا، له څو ساعتو د تېرېدو وروسته وسلوال له سيمې څخه وتښتېدل او ياد دفتروونه ضلعي انتظاميې او امنيتي ادارو په خپله ولقه کې واخیستل.
د ليويز چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ډيوه ته وويل حمله کوونکو کسانو ځان د بلوڅ وسلوال تنظيم غړي بلل.
د ليويز د چارواکو په قول حمله کوونکي مسلح وو، په لاس، پر اوږو، موټر او په موټر سايکل يې د تنظيم بيرغونه وو."
د لیویز چارواکي وویل حمله کوونکو له ځان سره تر اتهه زيات موټر سايکلونه، دوه موټران، ځينې کمپيوټر، د بانک پېسې او نور سامانونه یوړل.
د ليويز چاراوکي په وينا، د حملې وروسته د وسلوالو پر ضد په سيمه کې عمليات دوام لري. د عملیاتو په مهال د ايف سي پر ګاډي د سړک غاړې ښخ بم چاودېدلی او يو د ايف سي عسکر په کې ټپي شوی دی.
ناقانونه ګرځول شوي وسلوال بېلتون غوښتونکي تنظيم بي ايل اې پر ټولنيزو رسنيو په زهري بازار کې د بريد زمه واري منلې ده او ويلي دي چې دوی د پوليسو تهاڼه په پوره توګه سوځولې ده۔
په هم نن ورځ د بلوچستان د پښتيني سيمې قعله سيف الله او ږوب تر ميان د ګوال سمالزی په سيمه کې نا معلوم وسلوالو يو ځوان وژلی او يو ځوان يې له ځان سره تښتولی۔
د قلعه سيف الله ليويز يوه چارواکي په وينا، پېښه د ضلع قلعه سيف الله په حدود کې شوې ده. د ښاغلي په وينا، د قلعه سيف الله د ګوال سمالزي په سيمه کې ځايي ميډيکل سټور دی چې ياد دواړه ځوانان پکې ناست وو او په هم دې وخت کې ځينې ناپېژانده کسان ورته راغلي او هغه يې له ځان سره بولي او ورستو يې په لاره کې د مسعود په نامه تن وژلی او د جمعه رحيم کاکړ په نامه تن يې له ځان سره وړی.
د ږوب ځايي خبريال علي خان مندوخېل په وينا، تيښتول شوی تن د ږوب ښار اوسېدونکی او د ږوب د مشهور ډاکټر محمد امين کاکړ کشر ورور دی.
مندوخېل وايي د پېښې پر ضد د ږوب کوټې تر ميان لوی سړک و ږوب ښار ته نېږدې بي ار سي کالج سره د ټرافيک لپاره د احتجاج په توګه له نن ماځيګر څخه بند دی.
دا احتجاج د ټول ګونديز اتحاد يا ال پارټيز له طرفه کېږي او دوی سبا ورځ په ږوب ښار کې د احتجاجي لاريون او جلسې کولو اعلان هم کړی دی.
د قلعه سيف الله مرستيال کميشنر سعيد احمد دومړ و رسنيو ته ويلي د اغواکارانو د نيولو او د اغوا شوي تن د خوندي را خلاصولو لپاره د دوی پوره پوره هڅې روانې دي۔
Forum