د قلات مرستیال کمشنر بلال شبیر و رسنیو ته تایید کړې چې دا ځانمرګی برید یوه ښځینه بریدګرې ترسره کړی
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي، "بدقسمتي ده چې د تيرو وختونو د غلطو پريکړو په سبب نن د ښاغليو ميندو اولادونه د هغو غلطيو قيمت په خپلو وينو ادا کوي". څيړونکي وايي د بلوچستان د مسلې حل پوځي عمليات نه دي.
څورلس کلنه پاکستاني نسله امريکايي نجلۍ حرا انوار څو ورځې وړاندې په کوټه ښار کې وژل شوې، پوليسو یې د وژنې په تور پلار او ماما نيولي، وايي دا د "غيرت" په نوم قتل دی، خو مدني او د انساني حقوقو فعالان پر داسې وژنو نيوکې کوي. نور حال د حفيظ الله ستوري شېراني په رپورټ کې:
د بلوچستان سر ښار کوټه کې د پنجابي راجپوت کورنۍ 14 کلنه امریکايي نژاده جينۍ د 27مې جنورۍ په شپه شاوخوا 11 بجې د ښار بلوچي سټریټ سيمه کې په ډزو ويشتل شوې ده.
په بلوچستان کې تر يو نيم لک زيات معذوران دي، د معذورانو لپاره کارکوونکي تنظيمونهوايي معذوران دلته له ټولو بنيادي اسانتياوو بې برخې دي. معذوران له حکومته د خپلو حقوقو غوښتنه کوي. نور تفصيل د ډيوه د همکار حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
په بلوچستان کې په دوو جلا جلا مرګونو پېښو کې د کولې له کانونو څخه د 13 خواريکښو مړي را ايستل شوي، د يو خواريکښ مړی تر څلور ورځو تيريدو پس هم لا نه دی را ايستل شوی. صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره وايي د بند پاتې مړي را ايستلو دپاره عمليات دوام لري.
د جنورۍ پر اوومه د ږوب او قلعه سیف الله ضلعو منځنۍ سيمه ګوال اسماعیلزۍ څخه دوه تنه تښتول شوي وو، د ليويز چارواکو په وينا چې د وسلوالو ترهګرو اغوا کارانو له لوري يو تن په هم هغه مازيګر وژل شوی او یو تښتول شوی تن په 24 ساعتونو کې ژغورل شوی دی.
د سيکانو د لسم مذهبي پېشوا ګورو ګوبند سينګ د زوکړې په تړاو په کوټه کې لمانځغونډه شوې چې د سيکانو تر څنګ د نورو مذهب منونکو هم په ګڼ شمېر پکې ګډون کړی او د يووالي او انسانيت پيغام يې وړاندې کړی دی. نور حال د ډيوه همکار حفيظ الله ستوری شېرانی راکوي:
د قلات ډويژن کمشنر محمد نعیم بازئی د تلیفون له لارې رسنیو ته وویلي له بريد ورستو پوليس، ايف سي او اې ټي ايف ځواک وسلوال پر شا تمبولي او د هغوی پر ضد په شاوخوا غرنيځې سيمو کې عمليات روان دي
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې موبايل سګنلز په نامعلومه وجه بند دي، خو دا سنګنلز په داسې وخت کې بند کړل شوي، چې د صوبې د حلقه پي بي 45 په 15 پولينګ سټېشنو د انتخابي نتيجو پر ضد جمعيت اسلام ګوند په صوبه کې احتجاجونه کوي.
په بلوچستان کې د سلېمان مارخور د غرني پسه په ناقانونه ښکار درې تنه نيول شوي، دوه پکې سرکاري نوکران دي. د بلوچستان سر ښار کوټې ته نزدې پروت غره تکتو کې د نايابه نسل غرني پسه چې په مار سلیمان مارخور مشهور دی ښکار شوی دی.
حالات که هر څومره ستونزمن وي خو د انسان د لوړې حوصلې مخته همېشه خنډ نه شي جوړېدی. د کوټې ښار بيوټمز پوهنتون د فراغت مراسمو کې تر 700 زياتو نارينه او ښځينه زده کوونکو سندونه تر لاسه کړي، حفيظ الله ستوري شيراني له دوو زده کونکو سره خبرې کړې او دا رپورټ ورباندې تيار کړی:
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې يو غير سرکاري اداره افغان کډوالو او ځايي ښځو ته هنرونه ور زده کوي، چې د ګرانۍ په دې وخت کې هغه د ځان او کور مالي ستونځې د دې هنر له لارې اسانه کړي. نور حال د ډيوه د همکار حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
د بلوچستان په کوټه ښار کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي او په دې باب د پوهې لپاره یوه جرګه شوې او ګډونوالو یې له انکاري مور پلار غوښتي، خپلو ماشومانو ته دې د پوليو ضد څاڅکي پر خپل وخت ورکوي چې له معزورۍ و ژغورل شي. تفصل د ډيوه د خبريال حفيظ الله ستوري شيراني په رپورټ کې:
نور کتل