لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو پر وطن د ناامنۍ په ضد پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند جرګه او اين ډي ايم جلسه کړې


په پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ وروستیو پېښو ته په پام پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند د خپلو جرګو په لړۍ کې تازه په پښین سیمه کې جرګه پیل کړې او د محسن داوړ په مشرۍ نېشنل ډیموکرېټک موومنټ په لورالای کې لویه ولسي غونډه کړې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دسمبر په ۲۸مه په پښین کې د جرګې په غونډه کې وویل چې پاکستان له سختو حالاتو سره مخ دی او د امنيت ټينګښت د ریاست په ذمه واریو کې دی.

هغه څرګنده کړه چې د حکومت اور رياست ذمه واري ده چې خلکو سر او مال خوندي کړي، ”د ریاست له خوا باید د خلکو سر او مال خوندي شي، او په دې لاره کې پارلیمان د خلکو د ارادې سرچینه وي“.

نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتوالی او د خلکو د ژوند له خطر سره مخامخ کېدل پراخې پاملرنې ته اړتیا لري۔

اڅکزي په بلوچستان او ر پښتونخوا کې د ناامنۍ د حالاتو پر لا خرابېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل، ”د کویلې د صنعت په کارکووونکو باندې بریدونه کېږي، خلکو ته د خپلو کورونو پریښودلو امر کیږي او د تښتونې پېښې زیاتېږي، د پښتنو په سیمو کې نا امنۍ او بې قانونۍ د ختمولو لپاره باید ټول پښتانه یو ځای شي“.

محمود خان اڅکزي د وزيرستان په باب د خبرو پر وخت وويل، “ډېر سخت وختونه را روان دي، د عملیاتو پر نامه خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ باسي، بیا پرې بمباري هم کېږي.” نوموړي زیاته کړه چې پښتون باید خپل ملي حقوق او خپله صوبه ترلاسه کړي، او دا یې د پښتنو د بقا او پرمختګ لپاره اړین وبلل.

د اڅکزي په خبره “پاکستان باید د ټولو قومونو د حقونو درناوی وکړي، او د پښتنو لپاره ځانګړی صوبه جوړه شي۔“

د جرګې په ترڅ کې، ګډونوالو پر دې ټینګار وکړ چې ترڅو پښتانه خپله ګډه صوبه ونه لري، دغه جرګې به د پارلیمان کار کوي.

د نېشنل ډيموکريټګ ګوند يا ملي جمهوري غوځنګ له لوري د جمعې په ورځ د بلوچستان په پښتني سيمه لورالايي کې جلسه شوې. په جلسه کې عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ ، او پي ټي ایم مشرانو هم ګډون کړی دی.

د ګوند د مرکزي جنرل سېکرېټري مزمل کاکړ په وينا، ”په ټول پښتانه وطن کې د روانې ناامنۍ پر ضد دغه جلسه وه، او مقصد یې د پښتنو د حقوقو د دفاع لپاره یووالی او د بلوچستان د پښتني سيمو د ناامنۍ او بریدونو پر ضد غږ پورته کول وو“.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ په خپله وینا کې وویل، ”د پښتنو په سیمو کې روانه نا امني باید پای ته ورسیږي، او د پښتنو حقونه باید خوندي شي۔“
د هغه په خبره پښتانه په شريکه سره د دې ستونزو او روانو حالاتو مقابله کولای شي او له دې پرته بله لاره نه لري.

دواړ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير او نورو سياسي قيديانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه، ” علي وزیر او نور سياسي ملګري چې بندي دي، دا د ریاست ناکامي ښیي، دوی له یو عام سړي ویره لري۔“

د بلوچستان په پښتني سيمو کې په تيرو مياشتو کې چې د وسلوالو کوم فعاليت ليدل کېده د هغه په باب داوړ وويل:

”په جنوبي پښتونخوا [د بلوچستان پښتني سیمو] کې چې طالبان یا بل څوک راغلي دي، موږ ته پکار ده چې خپل دریځ واضح کړو، موږ باید د دې خلکو پر وړاندې خپله بیانیه واضحه کړو او د امريکا او پاکستان پلانټيډ پروژې رد کړو “.

ښاغلي داوړ د افغانستان په باب وويل، ”په افغانستان کې چې قابضه ډلې تعلیم، سیاست، جلسې او غونډې بندې کړې دي، دا ټول په لاس ورکول شوی بشپړ ترتیب دی چې دوی ته ویل کیږي، ”داسې باید وکړئ“ د ځوانانو اوپيغلو تعلیم بند کړی دی، دوی دې ته د ثواب وايي، دا د پښتنو د رسم و رواج او پرمختګ ختمولو پلان دی۔“

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG