د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي، "بدقسمتي ده چې د تيرو وختونو د غلطو پريکړو په سبب نن د ښاغليو ميندو اولادونه د هغو غلطيو قيمت په خپلو وينو ادا کوي". څيړونکي وايي د بلوچستان د مسلې حل پوځي عمليات نه دي.
شهباز شریف ويلي، د پاکستان په تاريخ کې کله هم د دومره د اتفاق او وحدت ضرورت نه و پېښ شوی لکه نن چې څومره ضرورت دی. نوموړي دغه خبرې نن د کوټې په سفر کې کړي دي.
د 31مې جنورۍ په شپه د بلوچستان په بلوڅ سيمه قلات منګوچر کې په يوه ډله ييز بريد کې د ټپي شوي وو، په ياد بريد کې د ايف سي ځواک اتلس عسکر وژل شوي او د دې بريد زمه واري نا قانونه ګرځول شوې بلوڅ وسلوالې ډلې بي ايل اې (ازاد) منلې وه.
وزير اعظم سره له مرکزي وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو نن په درېيمه فرورۍ د بلوچستان سر ښار کوټې ته تللی او هلته يې په پوځي روغتون سي ايم ايچ کې د ټپي شويو عسکرو پوښتنه کړې ده.
د پاکستان پوځ دعوه کړې وه د قلات د بريد په ځوابي عملياتو کې يې په قلات کې دولس وسلوال بريد ګر وژلي او د هم دې عملياتو په تړاو کې يې د بلوچستان په پښتني سيمه هرنايي کې هم يولس وسلوال وژلي وو.
خو پوځ په خپل بيان کې د وژل شوو شناخت او نور تفصيل نه وو ورکړی.
څيړونکي وايي، څو پورې چې د بلوچستان سياسي، اييني، اقتصادي او ټولنيزې ستونزې نه وي حل کړل شوي، يواځې امنيتي ګامونه يا پوځي عمليات په صوبه کې امن نه شي په ځای کولی.
خبريال او څيړونکی افتخار شېرازي وايي، "بلوچستان کې ځمکني حقيقتونه ډېر د پرېشانۍ وړ دي، دې کې هيڅ شک نشته، بلوڅانو کې دا احساس شتون لري، چې د ډېر وخت راهسې محرومه ساتل شوي، هلته تحریکونه روان دي، بلوڅانو سره د لسيزو راهسې روانو زیاتو حل پکار دی".
څيړونکي وايي، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک اکثره پروژې بايد بلوچستان کې وای، يواځې سړک نه، هلته د ټولنې د پرمختيا دپاره اقتصادي هلې ځلې پکار وې، چې د دغه شاته پاتې سيمې د خلکو غربت یې راکم کړی او د دوی د محرومۍ احساس یې راکم کړی وی، خو د بده مرغه د پاکستان رياست داسې نه دي کړي.
خبريال او څيړونکی سيد علي شاه وايي، "د سي پېک پروژې په اړه د بلوچستان د خلکو او ځانګړې توګه د ګوادر او مکران د خلکو خپلې اندېښنې دي، د سي پېک تر ټولو مهمه پروژه د ګوادر بندر دی، خو دغلته د ځايي خلکو دپاره د څښلو اوبه نشته، ځکه خلک د اربونو ډالرو په خرڅ کولو پوښتنې راولاړوي چې ځايي خلکو ته یې کومه ګټه ده؟".
د پاکستان ناکراره بلوچستان صوبه د خېبرپښتونخوا پس د ملک دويمه برخه ده چرته چې د ناامنۍ پېښې زیاتې کيږي.
د روان کال 2025م تر درېيمې فرورۍ پورې بلوچستان کې څلورو لویو او ډله ييزو بريدونو، چاودنو او هدفي وژنو کې شاوخوا 23 پاکستاني عسکر وژل شوي او تر شلو زيات ټپي شوي دي.
د بلوچستان د کورنيو چارو محکمې رپورټ دی، په صوبه کې په کال 2024م کې تر 733 زياتې د نا امنۍ پېښې شوې چې پکې د زياتو امنيتي عسکرو په ګډون تر 271 زياته تنه مړه يا وژل شوي دي.
د غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس ترمخه، د جنورۍ په میاشت کې خېبرپښتونخوا پسې په دویم نمبر زيات وسله وال بريدونه په بلوچستان صوبه کې شوي، ويل شوي لږ تر لږه په 24 بریدونو کې د 28 امنيتي عسکرو په ګډون 55 کسان وژل شوي دي.
په وروستيو کې د برتانيې [دي ګارډين ورځپاڼې] ويلي، اسلام اباد کې د چين سیاسي سيکټري وانګ شينګجي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک په وړاندې خطرونو په اړه غېر معمولي سختې نيوکې کړي، او د چين د اربونو ډالرو پانګونو پروژې سي پېک د راتلونکي په اړه یې "سنجيده اندېښنې" څرګندې کړې وې.
چين او پاکستان د ورځپاڼې خبر ناسم بللی دی.
په 26مه جنورۍ د سي پېک د امنيت او راتلونکې په اړه خپور شوي خبر کې د شينګجي له قوله ويل شوي، "پاکستان کې امنيت نه ښه کيږي څوک به په داسې حالاتو کې دلته کار له څنګه راشي؟، بلوچستان او ګوادر کې د چينايانو ضد کرکه ده، ځينې دښمن قوتونه د سي پېک ضد دي او دا ناکامه کول غواړي".
شهباز شريف وايي، ترهګر د بلوچستان د امن، پرمختيا او خوشالۍ دښمنان دي، خو د شرخوښو کړنې به د پرمختيا مخه ونه نيسي، د سي پېک په بشپړېدو په تېزۍ سره کار روان دی، ګوادر به د منځنۍ اسيا، جنوبي ختيځې اسيا او پاتې نړۍ سره د پاکستان د د رابطې دپاره مهم کردار وګرځي.
Forum