د بلوچستان په قلات سیمه کې ښځینه حمله کوونکې د اېف سي پر قافله ځانمرګی برید کړی او چارواکو ویلي په حمله کې یو عسکر وژل شوی او څلور ټپیان شوي دي.
د قلات د پولیس چارواکو په وینا حمله د ګل، دوشنبې، د ورځ په ماسپښین شا اوخوا درې بجې د قلات د مغلزۍ په سیمه کې د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار هغه مهال وشوه چې د اېف سي 61 وینګ کمانډر قافله له سیمې څخه تېرېدله.
د پولیس چارواکي د نوم نه ښولو په شرط ډیوہ ته وویل لومړي معلومات څرګندوي چې ښځینه حمله کوونکې برید کړی دی چې له امله یې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. د یو عسکر حالت نازک ښودل شوی دی.
د قلات مرستیال کمشنر بلال شبیر و رسنیو ته تایید کړې چې دا ځانمرګی برید یوه ښځینه بریدګرې ترسره کړی.
هغه وویل په برید کې د وینګ کمانډر ته زیان نه دی رسېدلی خو یو عسکر وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د برید زمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې. بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د حملو ذمه واري مني.
Forum