په پاکستان کې د فرورۍ په میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې 73 فيصده زياتوالی راغلی، د ترهګرۍ په 54 بېلابېلو پېښو کې 121 کسان وژل شوي او 103 نور ژوبل شوي دي. د پاکستان انسټيټويټ فار پيس سټډيز نومي ادارې رپورټ وایي تر ټولو زيات اغېزمن بلوچستان دی چې د دې پېښو 62 فيصده مرګ ژوبله یواځې په دې صوبه کې شوې ده.
په بلوچستان کې د نا امنۍ ورستيو پېښو د صوبې د اوسېدونکيو ويره يو په دوه زیاته کړې ده. د کوټې اوسېدونکی بشير خان کاکړ وایي، ”دومره ويره چې نن د جمعې ورځ ده موږ دا سوچ کاوه چې نن په بازار کې ارامي ده، پټ پټ په داسې کوڅو کې ځو چې هلته د انسان نوم نه وي، ځکه چې خپلو بچانو ته روژمات په وخت کې مو بچانو ته وينې، جنازه او تابوت ولاړ نه شي“
د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ (پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز) د فرورۍ میاشتې امنیتي راپور خپور کړی، چې پکې ویل شوي په بلوچستان کې د بېلابېلو بلوڅ وسله والو بېلتون پالو په بريدونو کې زیاتوالی راغلی دی.
رپورټ زياتوي د فرورۍ په مياشت کې په ټول پاکستان کې د نا امنۍ په پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر 121 ته رسېږي، چې پکې 56 امنیتي سرتېري، 37 ولسي وګړي، او 28 وسله وال بريدګر شامل دي.
په 121 وژل شوو کسانو کې په بلوچستان کې په 23 جلا جلا پېښو کې 75 وژل شوي او 45 ټپيان شوي دي. په دې کې دوه لوی خونړي بريدونه يو د صوبې په بلوچ ميشته سيمه قلات کې د فرورۍ پر لومړۍ نېټه شوی، چې اتلس د ايف سي ځواک عسکر پکې وژل شوي وو.
بل بريد پر نولسمه فرورۍ د بارکان ضلعې په رکڼۍ سيمه کې شوی و چې له مسافر بسونو څخه کښته کړل شوي له پنجاب سره تعلق لرونکي اووه تنه له شناخته پس په ډزو وژل شوي وو.
د کوټې اوسېدونکی اورنګ شاه خلجی وایي، ”ملک دا دی له تباهي سره مخامخ دی، په پېښور کې څه حال دی، په بلوچستان کې څه حال دی، تر کراچۍ پورې چې ځې راځې ژوندی ځان نه بولې، دا څه حال دی؟ دا څه ژوند دی، داسې ژوند تر اوسه په پاکستان کې راغلی دی؟ دا ژوند دې حکمرانانو او زمه وارانو خراب کړی دی“.
د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ رپورټ ليکلي چې په 23 بریدونو کې د 22 ذمه واري ناقانونه ګرځول شويو بلوڅ بيلتون خوښو ډلو، بي ايل اې، بي ايل ايف، بلوچ ريپبليکن ګارډ، بي ايل اې (ازاد) منلې دي. وايي یو برید د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان منلی دی، چې پکې یو کس وژل شوی دی.
د بلوچستان وزیراعلی مير سرفراز بګټی وایي، ”نو دا په بلوچستان کې اول وار دی چې په ناامنۍ کې زياتوالی راغلی؟ ايا تاسو ته په 2009 کې په نظر نه وو راغلی؟ نو له وخت سره حکومت پر لاندې کچه د عملياتو کولو ته روان دی، نو حکومت په مشکوکو سيمو کې په احتياط سره استخباراتي، مستقيمه فزيکي او او غير فزيکي عمليات تر سره کوي“.
رپورټ وايي د فررورۍ په مياشت کې پر دويم نمبر زياته پېښې په پښتونخوا صوبه کې شوې چې د نا امنۍ په دېرش پېښو کې 45 تنه کسان وژل شوي او 58 نور ټپي شوي دي. د یادو بریدونو تر شا د تحريک طالبان پاکستان حافظ ګل بهادر ډلې، لشکر اسلام، داعش خراسان او نامعلومو وسله والو لاس ښول شوی دی.
د سيند صوبې په مرکز کراچۍ کې یو بريد شوی او په پنجاب صوبه کې د فرورۍ په میاشت کې هیڅ ترهګر برید نه دی ثبت شوی.
د کوټې اوسېدونکی عدنان وایي، ” امن غواړو لکه په پنجاب کې چې امن دی هغه تره امن غواړو“.
رپورټ ليکي چې د کال 2025م د فرورۍ/فروري د میاشتې د ټولو ترهګریزو بریدونو 68 فيصد هدف امنیتي سرتېري ګرځېدلي دي.
رپورټ زياتوي چې د فرورۍ په میاشت کې امنیتي ځواکونو 20 لوی عملیات کړي، چې ۱۹ یې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې او یو یې د بلوچستان په هرنایي سیمه کې کړی چې پکې 131 وسله وال او د وسلوالو په ځوابي ډزو کې 6 امنیتي عسکر پکې وژل شوي دي.
څېړونکي وايي که د بلوچستان، پښتونخوا او نورو ناامنه سیمو امنیتي حالت ته سنجیده پام ونه شي، نو د نا امنۍ په پېښو کې نور زياتوالی را تللی شي، خو چارواکو په بيا بيا ويلي چې د ترهګرو پر ضد عملیات به نور هم پراخوي چې امن راولي.
Forum