د بلوچستان سر ښار کوټه کې د پنجابي راجپوت کورنۍ 14 کلنه پاکستاني نژاده امریکايي نجلۍ د 27مې جنورۍ په شپه شاوخوا 11 بجې د ښار بلوچي سټریټ سيمه کې په ډزو ويشتل شوې ده.
د کوټې د ګوالمنډۍ پولیس یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، "د حرا انوار په نوم 14 کلنه نجلۍ د خپل کور و مخ ته ډزو ویشتل شوې، دا له خپل پلار سره د مالي باغ په لور روانه وه، خو د ډزو پر وخت یې پلار ورسره نه وو، حرا یې په کوڅه کې منتظره کړې وه او خپله کورته تللی وو چې پر هم دې وخت هغه ویشتل شوې ده".
له پېښې سمدستي وروسته حرا انوار د کوټې سېول روغتون ته وړل شوې، د روغتون د چارواکو په وینا هغه څلور مرمۍ ویشتل شوې چې يوه یې پر لاس او درې یې پر سینه لګېدلې وې.
د پولیسو په وینا حرا انوار د امریکې اوسېدونکې او د پلار سره پاکستان ته راغلې وه، بیرته به امریکې ته تلله.
پولیس وایي اول یې د نجلۍ د پلار انوار الحق په مدعیت کې د نامعلومه کسانو پر ضد مقدمه درج کړې خو له لومړیو معلوماتو تر لاسه کولو پس یې د نجلی پلار او د هغې یو ماما نیولی او تفتیش ځینې کوي.
د ګوالمنډۍ پولیسو اېس ایچ او بابر بلوچ وویل، د پېښې د ځای څخه ټول شواهد او شاهدانو سره له خبرو وروسته، د پلار او کورنۍ نورو غړو پر وړاندې شکونه زیات شوي وو.
بابر بلوچ د ټیلي فون له لارې ډیوہ ته وویل، "په لومړیو تحقیقاتو کې شکونه د جینۍ په کورنۍ باندې راڅرګند شول، پولیسو د شواهدو او د شاهدانو بیاناتو پراساس د نجلۍ پلار او د نجلۍ ماما د تحقیقاتو لپاره نیولي او دغه کېس د سیریس کرايم انوسټيګېشن څانګې ته سپارل شوی دی".
د پولیسو د معلوماتو له مخې، انوار الحق پولیسو ته ویلي، هغه او لور یې د مالي باغ سیمې ته د خپل اوښي ( نجلۍ ماما) کور ته روان وو، چې په دغه دوران کې ناڅاپه پر حرا انوار ډزې وشوې.
د ایف آئی آر په متن کې انوار الحق ويلي، "کله چې زه کور ته داخل شوم، ناڅاپه مې د ډزو غږ واورېد، کله چې بیرته راوتلم، ما خپل لور په وینو کې پرته حالت کې ولیده".
له پولیسو سره په درج شوي ایف ای آر کې لیکل شوي، انوارالحق او د هغه کورنۍ شاوخوا 28 کاله مخکې امریکا ته تللي او هلته ژوند کوي، هغه په 15مه جنورۍ د خپلو اولادونو سره له امریکا کوټې ته راغلی وو.
د پولیس چاراکو په وینا د انوارالحق دوه نورې لوڼې او کور ودانه (د حرا مور) لا هم په امریکا کې دي، خو څو ورځې وړاندې حرا او د هغې پلار د پاکستان لاهور ښار ته او بيا کوټې ته راغلي وو.
پولیس وايي، "مونږ هر اړخ ګورو اوس لا د تحقیقاتو لومړی پړاو دی، هر څه به وروسته معلوم شي، په دغه پېښه کې امریکایي سفارتخانې هم د تحقیقاتو لپاره له اړونده چارواکو سره اړیکه نیولې ده".
د پولیس په وینا د انوارالحق د کورنۍ نور غړي او د حرا ماما ګان له لسیزو په کوټه کي آباد دي، دلته یې کاربارونه دي او په خټه پنجابي راجپوت دي.
Forum