لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د مارخور د ناقانونه ښکار په تور درې تنه نيول شوي


په بلوچستان کې د سلېمان مارخور د غرني پسه په ناقانونه ښکار درې تنه نيول شوي، دوه پکې سرکاري نوکران دي. د بلوچستان سر ښار کوټې ته نزدې پروت غره تکتو کې د نايابه نسل غرني پسه چې په مار سلیمان مارخور مشهور دی ښکار شوی دی.

د ضلع پښين مرستيال کيشنر زاهد خان وي او اې ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وويل، " درې تنه ښکاريان له وژل شوي مارخور سره پر موقع نيول شوي دي، په کوم ټوپک چې ماخور وژل شوی هغه ټوپک او د دوی د استعمال موټر هم ځينې نيول شوی، د دوی پر ضد مو مقدمه درج کړې ده، او قانوني سزا به ورکول کېږي".

مارخور د نايابه او قيمتي نسل غرنی پسه دی چې په تکتو او شاوخوا غرونو کې يې پر هر ډول ښکار بنديز دی.

تکتو د کوټې، پښين زيارت ضلعو تر مينځ پروت غر دی چې پکې د مارخور تر څنګ نور غرني ځناور او ژوي هم شته.

د پښين د کاريزات مرستيال کمشنر امير حمزه بيلو په وينا، نا قانونه ښکار د پښین ضلعې د بوستان سیمې په تکتو غريیزه سیمه کې شوی دی، چې پر حکومتي کچه دغه سيمه د خوندي ساحې په توګه ټاکل شوې ده.

د نوموړي په خبره، د لیویز د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې د لیویز ځواکونو په مرسته د غېر قانوني ښکار خلاف بریالي عملیات ترسره کړي هغه دا لويه لاس ته راوړنه و بلله.

هغه وويل، "په نیول شويو کې دو تنه سرکاري ملازمين دي، چې د يوه شناخت د پولیس ملازم اظهار احمد بازی، او بل د واسا محکمې کارمند مصور جان دی، درېیم تن صدام خان نومیږي، چې د دوی کوربه دی، د دې مارخور د ښکار لپاره اووه لکه روپۍ و صدام خان ته ورکول شوې دي".

د مرستيال کمشنر زاهد خان په وينا، دنيول شوو ښکاريانو پر ضد يې د بلوچستان وايلډ لایف ایکټ، يا ځنګلي حيات قانون 2014 ماده نهه، 16 بي لاندې مقدمه مقدمه درج کړې ده، چې نور به د ځنګلات او ځنګلي حيات محکمه دغه مقدمه پر مخ ګوري.

د ځنګلاتو او ځنګلي حياتو محکمې د بلوچستان مشر نياز خان کاکړ په وينا، نيول شوو کسانو ته لږ تر لږه لس کاله سزا او له يو لک روپيو نيولې تر کروړ روپۍ پورې جرمانه لګېدلی شي.

د يادې سيمې ځينې فعالانو د نومونو د نه ښکاره کولو په شرط ډيوه ته ويلي، چې په کال 2024م کې په تکتو غره کې تر 25 زياته ماخور پسه په ناقانونه توګه ښکار شوD چې د پسونو په شمېر کې ورځ تر بلې کمي راځي.

خو نياز خان کاکړ دا تورونه رد کړي او وې یې ويل، "د موسمي بدلون، او نارغيو له وجې څلور يا پينځه پسونه مړه شوي خو د دومره لوی ښکار خبره درسته نه ده، البته موږ په لوی شمېر کې د ښکار په نيت غره ته تلونکې ښکاري پارټۍ پر وخت را ګرځولې دي او د غره خونديتوب کوو".

د نيازخان کاکړ په خبره مارخور د پاکستان قومي ځناور دی، نو يو چا ته په ناقانونه توګه اجازت نه ورکوي چې ښکار وکړي.

هغه زیاته کړه، "سلیمان مارخور یو ډېر کميابه او قیمتي حیوان دی، چې د نړۍ پر کچه د هغه نسل د ورکيدو له خطر سره مخ دی، په خبره يې چې نړیوالو ادارو لکه (ای یو سی این او سي، ای، ټي، ای، ايس) ڼړيوالو ادارو د ورکيدو له خطر سره مخامخ ځناورو په نوم لړ کې اچولي او د دې د خونديتوب غوښتنه کوي".

هغه وويل، چې تېر کال په بلوچستان قلعه سيف الله کې د مارخور پر قانوني ښکار يا ټرافي هنټنګ درې کروړه او دا کال دوه کروړه روپۍ اخيستل شوې دي، چې د دې پيسو اتيا فيصده و ځايي خلکو ته او شل فيصده په سرکاري خزانه کې جمع کېږي، په چترال کې څه موده وړاندې په اووه کروړه روپۍ ښکار شوی وی.

د کاکړ په وينا په کال 2023 کې په تکتو غره کې د غرني پسو يا مارخور شمېر تر 800 زيات وو او اوس تازه رپورټ دی چې د دې شمېر تر دولس سوه پورې رسېږي.
پر ټولنيزو رسنيو د مارخور پر وژنه خفګان ښوول شوی خو د ښکاريانو پر نيولو خوښي خوښول شوې او له حکومت څخه د ياد غره د خونديتوب لپاره د جدي ګامونو پورته کولو غوښتنه شوې ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG