د امریکا منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د نهې یا سه شنبې په ورځ په خپل فلوریډا ملکیت کې په یوه پراخه خبري غونډه کې په مختلفو مهمو بهرنیو پالیسیو او مسلو باندې خبرې وکړې.
ښاغلي ډونالډ ټرمپ په ډیره سختۍ سره وویل چې د اسرایل هغه یرغمل شوي کسان باید خوشې شي چې له یو کال نه زیات وخت مخکې د حماس وسله والې ډلې نیولي وو. ټرمپ ډیر په کلکه په شپږ ځله دا تکرار کړل: “که دا کار ونه شي، نو هر څه به خراب شي.”
د امریکا منتخب صدر ډونالډ ټرمپ خبردارې ورکړی، په منځني ختیځ کې به قیامت وي، که د ده د صدارت د سوګند پورې حماس یرغمل شوي کسان نه وي خوشې کړل شوي.
ښاغلي ډونالډ ټرمپ وویل: که دغه یرغمل شوي کسان بیرته راستانه نه شول، زما دفتر ته تر د ننوتلو یا صدر جوړیدلو پورې که دوي بیرته راستانه نه شول. په منځني ختیځ کې به قیامت شي. دا به د حماس د پاره ښه نه وي، دا به د چا د پاره هم ښه نه وي بلکه تباهي به جوړه شي.
د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ استازي، چې څو شېبې وړاندې د هغه سره په غونډه کې ولاړ و، خبریالانو ته وویل چې د سیمې د لوړو کچو خبرو اترو په اړه یې معلومات ورکړي دي. هغه وویل: “موږ د یوې معاملې د ترلاسه کولو په درشل کې یو.”
ټرمپ د استازي سټیو ویټکوف ته وویل: “زه نه غواړم ستاسو خبرې اترې زیانمنې کړم، خو که دوی بېرته را ونه ګرځي مخکې له دې چې زه خپل کار پیل کړم، نو په منځني ختیځ کې به هر څه خراب شي، او دا به د حماس لپاره ښه نه وي، او په رښتیا سره د هیڅ چا لپاره به ښه نه وي.”
هغه د روس د صدر سره د ملاقات لیوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د یوکراین شخړه به حل کړي. خو هغه تر اوسه دا نه دي روښانه کړي چې دا به څنګه کوي.
کله چې د یوکراین د سولې پلان په اړه وپوښتل شول — چې د نېټو غړیتوب ته د یوکراین د داخلېدو غوښتنه کوي — ټرمپ وویل: “زما نظر دا دی چې دا تل روښانه و چې یوکراین به د امنیت په تړون کې شامل نه شي.
ښاغلي ټرمپ په کنېډا او مېکسیکو باندې د ټېکسونو د ګواښونو تکرار وکړ او وویل چې کنېډا باید د امریکا یو ریاست/سټیټ شي. هغه د “مېکسیکو خلیج” د نوم بدلولو وړاندیز هم وکړ، ویې ویل: “موږ به د دې نوم ‘د امریکا خلیج’ کړو.
Forum