لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د منتخب چيرمېن او فعالو ضد مقدمه درج کړل شوې


د خېبرپښتونخوا ناامنۍ سره مخ بر جنوبي وزیرستان ضلعه کې د سب ډويژن منتخب چيرمېن په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم د فعالو پرضد مقدمه درج کړل شوې ده.

ياده مقدمه د مکین تاڼې پولیسو د اېس ایچ او تیمور خان په مدعیت کې د ترهګرۍ د مادو لاندې درج شوې، د سروېکۍ تحصیل منتخب چيرمېن شاه فیصل غازي، پي ټي اېم مخکښ عالمزیب مسید، د کلي منتخب چیرمېن اسحاق شمیرۍ، او پي ټي ایم رابطه کار شیرزاده مسید نومونه شامل دي.

‎دا مقدمه د ۳۰ دسمبر په ورځ په مکین کې د مسید قبیلې د لویې قامي جرګې وروسته درج شوې، چیرته چې ادعا کیږي، دغو کسانو د ملک نصیر کوکي خېل پر ضد مقدمه درج کوونکي رسول محمد ته د خطرناکو پایلو ګواښونه ورکړي دي.

‎په مقدمه کې ویل شوي، د جرګې پر مهال یادو کسانو رسول محمد ته د کور ورانولو او له سیمې د شړلو ګواښونه کړي دي.

‎رسول محمد هغه کس دی چې د نصیر احمد کوکي خېل پر ضد یې د سراروغه پولیسو په تاڼه کې مقدمه درج کړې وه.

د رسول محمد په وینا، هغه د سراروغه بازار کې په خپل موبایل د انټرنېټ له لارې یو ویډیو کتله، چې پکې نصیر کوکي خېل خلک د ریاست پر ضد بغاوت ته هڅول.

ځايي خلک وايي، سراروغه تر دې وخته د انټرنیټ له اسانۍ بې برخې ده.

‎د دسمبر په ۳۰مه مکین سیمه کې د مسیدو لویې قامي جرګې د سیمې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت سخت غبرګون څرګند کړ او د امن د بحالۍ لپاره یې زر تر زر د موثره ګامونو غوښتنه وکړه. د جرګې ګډونوالو وویل چې دوی بیا د خپلو کورونو پرېښودو او د سیمې خالي کولو ته تيار نه دي.

‎د جرګې مشرانو په نصیر کوکي خېل درج مقدمه د ټول پښتون ولس سپکاوی وبلله او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

‎ملک نصیر کوکي خېل دا وخت په زندان کې دی او پر هغه د سراروغه تاڼې د مقدمې نه علاوه نورو پخوانيو مقدمو کې نوم شامل کړل شوی دی.

‎پولیس وايي په دې مقدمه کې د ویلج چیرمین اسحاق شمیرۍ نیول شوی دی، خو نور تورن کسان لا تر اوسه نه دي نیول شوي، او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.

په مقدمه کې نومول شوی د سروېکۍ تحصیل منتخب چیرمین شاه فیصل غازي دا مقدمه د پښتنو د جرګو او ولسي استازو د غږ غلي کولو یوه هڅه وبلله.

هغه وویل، د جګړه ځپلو زرګونو خلکو منتخب استازی دی، او دا مقدمه د دوی د ستونزو د راپورته کولو د حق څخه د بې برخې کولو یو سازش ده.

‎عالمزیب مسید وویل، پر ده د دې ډول سلګونه مقدمې درج شوې دي چې په عدالتونو کې ختمې شوې دي. هغه زیاته کړه دا ډول کړنې د امن غوښتنې پر ضد نه شي بریالي کېدی، بلکې د دوی مبارزې ته نوره پراختیا ورکوي.

‎شېرزاده مسید ادعا وکړه چې د جرګې په وخت، هغه نه یوازې مکین بلکې د ټولې صوبې څخه بهر وو.

‎سیاسي او ټولنیزو تنظیمونو پر دې مقدمه کلکې نیوکې کړې دي.

‎د ملي جمهوري غورځنګ یو ځايي مشر ګلبندین مسید وویل چې دا ډول مقدمې د ریاست له لوري د پښتنو د وېشلو ناکامه هڅې دي.

هغه زیاته کړه، د پاکستان تحریک انصاف ګوند صوبایي حکومت دوه مخی سیاست کوي، په مذاکراتو کې د خلکو غوښتنې مني، خو د خلکو پرضد بيا مقدمې جوړوي.

د عوامي نیشنل ګوند ځایي مشر ایاز وزیر خبرداری ورکړ، چې د دې ډول کړنو له کبله د فاټا انضمام پر ضد غږونه راپورته کېدلی شي. هغه وویل چې فاټا په سخت جدوجهد سره د آيين برخه ګرځېدلې، خو د ریاست دا چلند خلک له آيين او قانون څخه ناهیلي کوي.

د سپریم کورټ وکیل شاه فهد انصاري دا مقدمې سیاسي وبللې او وویل چې قانون کې یې هېڅ وړتیا نشته.

هغه زیاته کړه، پولیس د دې ډول مقدمې درج کولو اختیار نه لري او دا یوازې خلک ځورول دي، دا د آيين او قانون خلاف عمل دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG