د پاکستان بلوچستان صوبه او د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې تراوسه پورې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن نه دی پيل شوی. پاکستان کې پرون د 16م دسمبر راهسې د 22م دسمبر پورې د پوليو ضد قامي کمپېن پيل کړل شوی دی.
پرون د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کرک او بنو کې د پوليو ټيمونو پر ضد دوه بریدونه شوي، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی او دوه د پوليو مخنوي پروګرام کارکوونکي ژوبل شوي وو.
د کورمې ضلعې د چارواکو په خبره، د ضلعې په درې واړو تحصيلونو کې د خراب امنيت وضعيت له امله يو ځل بيا د روان پوليو وايرس په ضد مهم د ځنډ ښکار شوی دی او د زرګونو شمېر کې ماشومان د پوليو وايرس ضد څاڅکو نه محرومه پاتې شوي دي.
د کورمې ضلعې د روغتيا يا صحت محکمې مشر ډاکټر قېصربنګش وي او اې ډیوه ته وويل، په کورمه کې امنيتي وضع خرابه ده او په داسې حال کې پوليو مهم پېلول ممکن نه دي.
نوموړي وويل، د کورمې سيمې خواوشا 1,24,241 ماشومان چې عمرونه یې د پينځو کالو نه کم دي، د پوليو ضد څاڅکو نه محرومه پاتې شو.
هغه زياته کړه، دا دويم ځل دی چې په سيمه کې پوليو وايرس ضد مهم ځنډول کېږي او دې خبرې ويره زياته شوې چې ماشومان د دغه وايرس ښکار نه شي.
د ډاکټر قېصربنګش په خېره، په کورمه کې د 2011م کال راهسې د پوليو يوه پېښه هم نه ده رپوټ شوې، او که دغه ډول مهم ځنډول کيږي نو په افغانستان او اورکزو ضلع کې چې تازه د پوليو وايرس پېښې رپورټ شوي، دلته هم دغه وايرس منتقل کېدی شي او ماشومان ترې اغېزمن کېدی شي.
هغه زياته کړه، د ټل پاړاچنار لارې د خلاصېدو سره او د امن په ځای کېدو سره سم به پوليو ضد مهم په سيمه کې پېلوي.
پاکستان کې سږ کال د پوليو ضد څاڅکو وروستی کمپېن پرون په 16م دسمبر پيل شوی تر 22م دسمبر به روان وي. پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو 63 پېښې رپورټ شوي دي.
د پوليو د مخنيوي په برخه کې د وزيراعظم فوکل پرسن عايشه رضا فاروق وويل، د روان کال دا وروستی کمپېن به د 16م دسمبر نه تر 22م پورې د ملک په 143 ضلعو کې روان وي، 44 ميلينه ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.
د پاکستان بلوچستان صوبه کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي، د کارمندانو د بايکاټ له امله په صوبه کې د پوليو ضد کمپېن نه دی پيل شوی، ښیې د راتلونکې راهسې پيل شي.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې په رپورټ شوو 63 پېښو کې تر ټولو زياتې 26 پېښې په بلوچستان صوبه کې، 18 په خېبرپښتونخوا صوبه کې، 17 په سیند صوبه کې، يوه يوه په پنجاب او اسلام اباد کې معلومې شوي دي.
د کورمې ضلعې يو ځايي خبريال عدنان حېدر وايي، د پوليو مهم ځنډېدو ترڅنګ په پاړاچنار بازار کې په مارکيټونو کې دوايانې خلاصې شوي دي.
هغه وايي په صحت مرکزونو کې هم ناروغان د سهولتونو د نيشتوالي او ضروري داروګانو د کمي سره مخ دي او په تېرو څو ورځو کې د سختې يخنۍ او په روغتونونو کې د اکسيجن د نيشتوالي د لاسه ماشومانو د نمونيا نه مړه شوي دي.
ډاکټر قېصر بنګش دغه خبره تايدوي او وايي په پاړاچنار کې موسم بدل شوی او زياتره ماشومان د سينې، ټوخي، نمونيا او نورو ناروغيو سره مخ شوي دي.
نوموړي وويل، د تېرو 48 ورځو راهسې لارې بندې دي، په مارکيټونو او د صحت مرکزونو کې هم داروګان خلاص شوي او اکسيجن سخت کمی
جوړ شوی دی.
د يوې پوښتنې په ځواب کې ډاکټرقېصر بنګش وويل، د اکتوبر وړومبی نېټې نه تر اوسه پورې 29 ماشومانو ترڅنګ نور ناروغان هم په صحت مرکزونو کې مړه شوي او لوی علت يې د دوايانو نيشتوالی او اکسيجن نه ترلاسه کېدل دي.
په کورمه کې د اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوي، ټل۔پاړاچنار لاره تړلې پرته ده او د21م نومبر راهسې په بېلابDلو پېښو کې 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي دي.
Forum