په تورخم کې موجود يو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي پولې د تړل کېدو نه پس د خالي شنبې او ګل په ورځ هم په تورخم کې د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ناسته شوې خو د لارې خلاصېدو په اړه نه دي صلاح شوي
د خالې يا شنبې شپې راهسې په تورخم لاره د مال وړونکو يو ګاډي ته هم د پاکستان او افغانستان غاړې نه د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې ډرايوران وايي که په وخت تورخم لاره خلاصه نه شوه نو هغوئ ګمان کوي چې له ډېر تاوان سره به مخ شي او ستونزې به يې له زياتې شي.
د پېښور د ورسک روډ ډويژن اېس پي ارشد خان وي او ای ډيوه ته ويلي تراوسه پورې چې کومې نخښې نخښانې ته ترلاسه شوي نو داسې لګي چې دغه سېلګري په خپله ځان مړ کړی دې
د کال 2021م د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه پس په زرګونو شمېر کې هغو افغانانو د خپل وطن نه کډې وکړې کومو چې امريکې او نورو هېوادونو سره په افغانستان کې کار کړی وو
له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د وتلو لړۍ دوام لري او د پنجاب، اسلام اباد، پېنډۍ، ټېکسلا او نورو سیمو نه کډې راروانې دي په تورخم کې د حکومتي ادارو چارواکي وايي په ستنېدونکو افغانانو کې زياتره هغه خلک دي چې په پنجاب، اسلام اباد او نورو سيمو کې مېشته وو. نور حال فرید شینواري وړاندې کوي
د حکومت له خوا جوړ کړی شوي عارضي مرکز ته د خبريالانو په ورتګ باندې د امنيتي ځواکونو له اړخه بندېز لګول شوی او هيڅ څوک هم نه پرېښودل کیږي چې له دغه ځایه سنېدونکو کډوالو سره خبرې وکړي یا د هغوي په هکله خپرونې رابرابر کړي.
د خیبر ضلعې په لواړګي سیمه کې له پاکستانه د ویستل کېدونکو افغانانو په عارضي کمپ کې کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه ویستل شوي افغانان دغه کمپ ته وړل کېږي چې هلته یې نوم لیکنه او ریجسټرېشن وشي.
پاکستاني چارواکو ويلي د نومبر له لومړۍ نېټې به افغانستان ته د تورخم له لارې ټرانسپورټرانو ته د تګ راتګ دپاره ويزه لازمي وي د حکومتي فيصلې په اړه ټرانسپورټران او کاروباريان وايي د ويزې شرط به ډرايورانو ته ستونزې جوړې کړي او له دې سره به تجارت هم اغېزمن شي. نور حال فرید شینواری په راپور کې.
پاکستاني چارواکي وایي، هره ورځ تر سلو زیاتې افغان کورنۍ د تورخم له لیارې افغانستان ته ستنېږي افغان کډوال وایي، په پاکستان کې د مودو راهیسې اوسېدل او هلته یې کاروبارونه لرل اوس د پاکستان د حکومت لخوا د ستنېدو له اعلان وروسته خپل هېواد ته روان شوي خو د وتلو لپاره یې ورته ډېر لږ وخت ورکړی.
د پاکستان پښتون ملت پالو او مذهبي ګوندونو د هیواد بېلابېلو برخو کې په غېرقانوني توګه د مېشتو خلکو، په ځانګړې توګه دافغانانو په ضد روان عمليات له بشري حقونو سرغړونه بللې ده او ويلي یې دي بايد افغانان په زوره ونه ويستل شي.
نړيوال بېنک په خپل تازه رپوټ کې د پاکستان په اقتصاد ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي پاکستان بايد په کر کيله، رييل سټېټ يا د ځمکو په سوداګريز کاروبار ټيکس ولګوي او خپل مصرفونه راکم کړي.
نور کتل