لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د ترهګرۍ او هدفي وژنو په ضد د سیمې خلکو احتجاجي پرلت پېل کړی


د پښتونخوا په قبایلي ضلع خېبر کې د ترهګرۍ او هدفي وژنو د پرله پسې پېښو په ضد قامي مشرانو او د سياسي ګوندونو احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

د جرګې مشرانو او سياسي ګوندونو فعالانو حکومتي ادارو ته پينځه ورځې مهلت ورکړی چې د خبریال خليل جبران په وژنه کې ککړ کسان باید ونیول شي ګنې دوي به تر نامعلومې مودې پورې خپل احتجاجي پرلت وغځوي.

د پرلت برخه والو غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې دې د ترهګرۍ د پېښو مخه ونیول شي او د امن د ټينګښت لپاره دې جدي ګامونه اوچت کړی شي .

د خالي یا شنې په ورځ د خېبرلنډيکوتل سيمه کې د ناامنۍ په ضد جوړ شوي دې احتجاجي پرلت ته وينا والو ویلي په سيمه کې د خلکو ژوند په خطر کې دی او د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي.

قامي مشر ملک عبدالرزاق اپریدي پخپله وینا کې وویل، قام دې د ترهګرۍ مخې ته نیغ ودریږي اؤ د امن غوښتنه دې وکړي.

د هغه وینا وه "که طالب دی او که بل څوک ،مونږ هغوي سره هم خبرو ته کښېنو چې تاسو ولې په دې سيمه کې بدامني جوړوئ".

هغه وویل دا پرلت به تر هغې پورې روان وي ترڅو پورې چې سیمه کې امن نه وي په ځای کړی شوي".

په خېبر سيمه کې داحتجاجونو لړۍ وروسته له هغې پېل شوې چې په دې وروستیو کې په سيمه کې د هدفي وژنو یو شمیر پېښې مخې ته راغلې او د جون په ۱۸مه ځايي خبريال خليل جبران هم په یو هدفي برید کې ووژل شو.

احتجاجي پرلت ته د سياسي ګوندونو غړو پخپلو ویناګانو کې ویلي چې د ترهګرۍ د پېښو مخنيوي لپاره به ټول قام يو کېږي ګني دغه ډول پېښې به دومداره وي.

د جماعت اسلامي ګوند د لنډيکوتل امير مراد حسین وویل "مونږ چې دا څومره هم هلې ځلې کوؤ نو دې لپاره يې کوؤ چې په حکومت فشار واچوؤ او خپلې ذمه وارۍ ور وښايو،
مونږ حکومت ته وايو چې دا ستا ذمه واري ده چې خلکو ته تحفظ ورکړې او ته خپلې زمه وارۍ نه غافله يې او تاسو د پيسو د ګټې په چکر کې يئ ".

قامي مشرانو احتجاجي پرلت ته په خپلو وينا ګانو کې وویل ترڅو چې په سيمه کې د امنيت ټينګښت لپاره جدي ګامونه اوچت نه کړی شي نو دغه هلې ځلې به روانې وي .

د احتجاجي پرلت منتظیم شاکر اپریدي وویل "زه سوال درته کوم چې امن درنه غواړم او سل ځل يې درنه غواړم، زر ځل يې درنه غواړم او دا کومې وينې چې توئ شوې نو دا درته معاف کوم ".

په خېبرپښتونخوا، قبایلي ضلعو اؤ ګرد پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې او هدفي وژنې وروسته هغې نه زياتې شوې دي کله چې په اګست کال ۲۰۲۱م کې افغان طالبانو په کابل کې واک ترلاسه کړو.

پاکستاني چارواکي وايي د ټي ټي‌ پي وسله وال په افغانستان کې پناه ځایونه لري، اؤ افغان طالبانو ورته د فعالیت ازادي ورکړې ده خو افغان طالبان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي په افغانستان کې هیڅ یوه وسله واله ډله نشته.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG