لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي: په تورخم تجارت لپاره ځانګړې اجازت نامې به راتلونکي کې د منځنۍ اسیاء هیوادونو سره تجارت لپاره هم کارول کیدای شي


د پاکستان حکومت او افغان طالب چارواکي په تورخم سرحدي لار د تګ راتګ لپاره پاکستاني او افغان ډرايورانو ته د يوې اجازت نامې په ورکولو سلا شوي.

تر دې وړاندي د پاکستان له لوري د ويزو او پاسپورټ د اېښودل شوي شرط له امله په تورخم دوه اړخيزه تجارت او ټرانزټ تجارت څو وارې د ځنډ ښکار شوی ؤ خو اوس پاکستاني چارواکي وایي په راتلونکي کي به د ټيډ په نوم اجازت نامه د وسطي اېشيايي هيوادونو سره د تجارت د پاره هم کارول کيدای شي.

د روان کال په مارچ مياشت کې د پاکستان د حکومت يو لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و اوهلته افغان طالب چارواکو سره له ناستې وروسته ډرايورانو ته د ويزې پرته د ځانګړې اجازت نامې په ورکولو باندې سلا شوي وو.

پيښور کي د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ د تجارت په اړه راجوړې شوې یوې ته حکومتي چارواکو وویل افغان سوداګر په کابل کې د پاکستان سفارت نه او پاکستاني ډرايوران په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ نه دغه اسناد ترلاسه کولی شي

پېښور کې د ټرانزټ تجارت ډایريکټرجنرل ارباب قيصرحميد په دغه موقعه ډیوه سره خبرو کې ویلي"زما په خپله، د پاکستان د حکومت او د ملګرو هم دغه اندازه ده چې دې نه اسانه نوره نه شي کېدای او ان شاالله په اوله کړۍ کې به دا (اجازت نامه) دصاداراتو او وارداتو د پاره کارول کېږي او بيا به ټرانزټ تجارت کې هم کارول کېږي"

هغه وایي"دې سره سره به زمونږ چې کوم نور د منځينۍ ايشيايي هېوادونه دي لکه ازربایجان، تاجکستان، ازبکستان او د نورو ملکونو سره وړاندې نه زمونږ لوظنامې شوې دي نو بيا به پاکستاني ګاډي په دې اسنادو يا ټېډ باندې دغو هېوادونو ته هم تلی شي"

د پاکستان حکومت په داسې وخت کې افغان ټرانسپوټرانو ته په تجارتي لارو د تګ راتګ د پاره ځانګړي اسناد ورکول پېل کړي چې په تېرو وختونو کې څو وارې ډريورانو سره د ويزو د نيشتوالي له امله په پوله تجارت ودرېدلی ؤ.

ټرانسپوټرانو د دواړو هېوادونو له له لوري اخستل شوی دغه ګام ستايلی او ويلي يې دي دې سره به تجارتي هلې ځلې وده وکړي.

پېښورکې د افغان کونسلګرۍ ټرانسپورټي اتاشه سید محمد فایز وایي،که دغه پروسه کاميابه شي او مخ په وړاندې لاړه شي نو هغه هیله لري چې د دوه اړخيزه تجارت تر څنګ به ازاد تجارت ته هم لاره هواره شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "د پاکستان به مرکزي اېشيايي هېوادونو ته لاره ازاده شي او هم دغه ډول به دا نورو ځايونو ته وغځول شي نو دا يوه بهترينه پروژه ده او دواړو هېوادونو تجارت به ورسره ښه شي او پرمختګ به وکړي"

د تجارتي چارو کار پوهه ضياالحق سرحدي وایي ،تمه شته چې د ډرايورانو کومه ستونزه ده دا به د ځانګړې اجازتنامې له امله تر څه حده پورې حل شي .

هغه وایي" مونږ څو څو وارې ويلي وؤ چې تاسو خو دوه اړخيزه تجارت د پاره دا کار وکړو خو مونږ دا خبره کوؤ چې په دې کې تاسو د افغان ټرانزټ تجارت ډرايوران هم شامل کړئ چې هغوئ ته راپېښ مشکل هم حل شي"

د پاکستان او افغانستانو سوداګرو يره څرګنده کړې چې تراوسه پورې تر ۳۰۰ؤ کمو ډرايورانو ځانګړي اسناد ترلاسه کړي او دوی نه ګڼي چې ډرايوران به ورکړل شوي وخت کې اسناد ترلاسه کولو کې بريالي شي اؤ له دې امله تجارتي هلې ځلې يو ځل بيا د ځنډ ښکار کېدای شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG