لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کډوالو نړیوالې ادارې پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته ډاډ ورکړی چې ستونزې یې هواروي


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يو اېن اېچ سي آر په پېښور کې د کډوالو نړيواله ورځ لمانځلې او په پاکستان او پښتونخوا کې مېشتو افغان کډوالو ته يې ډاډ ورکړی چې ټوله نړۍ تاسو سره ده، ستاستو د ستونزو نه خبره ده او د حل لپاره یې هم لګيا ده .

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار له خوا پېښور کې د کډوالو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل شوې چې په دې وروستیو کې افغان کډوال په پاکستان او خېبرپښتونخوا کې له يو شمېر ستونزو سره مخ شوي دي.

د يو اېن اېچ سي ار چارواکي وايي د افغان کډوالو د مشکلاتو حل کولو لپاره هڅې کوي.

د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي آر وياند وسیم احمد ډیوه ته وایي" که په خصوصي توګه زه د دې کال په نړيواله ورځ خبره وکړم نو د يو اېن اېچ سي ار پېغام دا دی چې دوي(کډوالو) سره مونږ يووالی وښايو او دوي ته د ورپېښو ستونزو يو تل پاتې حل ولټوؤ ".

هغه وویل يو اېن اېچ سي ار په دې موقعه د پاکستان حکومت مرستې هم ستايي چې د تېرو څلوېښتو کالو نه زيات وخت نه يې د افغان کډوالو مېلمستيا وکړه او دلته يې وساتل .

په پېښور کې د يو اېن اېچ سي ار او افغان کمشنرېټ له خوا په ګډه راجوړه شوې دې غونډه کې د افغانانو له اړخه د لاسو د جوړوکلتوري توکو سټالونه هم لګول شوي وو.

د افغان کډوالو لپاره کارکوونکو ادارو په راجوړه شوې غونډه کې وویل په خېبرپښتونخوا کې مېشتو افغانانو د مالي، طبي، تعليمي او نورو ستونزو حل لپاره کار کوي.

د افغان کمشنریټ ډایريکټر فضل ربي وویل،د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو د ویستلو په دویم پړاؤ کې په زوره هیواد نه د کډوالو ويستلو او لېږلو پرېکړه نه ده شوې.

هغه وویل که کوم کډوال ته داسې څه تکليف وي او څوک يې تنګوي نو هغوي کمشنریټ، يو اېن اېچ سي ار او نورو ادارو ته شکايت کولی شي او مونږ د هغوي مرستې لپاره ۲۴ ساعته چمتو يو.

د يو اېن اېچ سي ار شمېرې ښيي دا مهال په پاکستان کې پي او اړ کارډ لرونکي ۱۳ لکه او افغان سټيزن کارډ يا زيړ کارډ لرونکي ۸،۴۰۰۰۰ افغان کډوال مېشت دي.

دغه شمېرې ښیي چې تر ټولو زيات ۵۲ فيصده افغان کډوال په خېبرپښتونخوا کې اوسېږي.

د يو اېن اېچ سي ار وياند وسیم احمد وویل، مونږ پاکستان حکومت ته ويلي چې کوم په ناقانونه توګه مېشت افغانان تاسو خپل وطن ته ستنوئ نو په دې کې ډېر داسې خبريالان، د بشري حقونو فعالين او ډير داسې کسان هم شته چې هغوي په تېرو وختونو کې په حکومت کې کار کړی نو که دغه خلک بېرته لاړ شي هلته یې په افغانستان کې ژوند ته خطر دی.

"مونږ حکومت ته ويلي وؤ چې تاسو يو پلان مخې ته راوړئ او مونږ سره يې شريک کړئ نو يو اېن اېچ سي ار په دې لړ کې مالي او تکنيکي مرستې ورکولو ته تيار دی".

په پاکستان کې لنډمهاله حکومت تېر کال په ۲۰۲۳ کې په هېواد کې په ناقانونه توګه مېشتو افغانانو ته د نومبر وړومبۍ نېټې پورې وخت ورکړی ؤ چې په خپله خوښه دې له پاکستانه وځې ګني په زوره به ويستل کېږي.

حکومتي شميرې ښيي تراوسه پورې پینځه نیمو لکو نه زيات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG