لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د خلکو د ځمکو کمپیوټري ریکارډ جوړیږي


په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوو پخوانیو قبايلي سيمو کې د پاکستان د حکومت او د امريکې د پرمختيایي ادارې يو اېس اېډ په مرسته د ځمکو د ريکارډ ساتنې او ډيجټیلایز کولو په لړ کې يوه پروژه پېل شوې ده.

په دغه پروژه کې کارکوونکي وايي په پخوانیو قبايلي سيمو کې د زياتره ځمکو ريکارډ نه و او دې پروژې سره به هرڅه ډيجيټلایز یا کمپیوټري کړی شي .

په دې اړه تېره ورځ په پېښور کې يوه دستوره راجوړه شوې وه چې پکې د قبایلي ضلعې خلکو ته د ځمکو د ریکارډ جوړولو اؤ کمپیوټر ته د خېژولو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

په دغه دستوره کې برخه لرونکو وویل بايد په هره يوه قبايلي سيمه کې داسې پروګرامونه راجوړل او د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شي.

دستوره کې شریک د باجوړ سید خلیل الرحمان ډیوه ته وویل،ځينې خلک داسې دي چې هغوي ځکمې ارزانې اخستي دي او اوس ګرانې شوي دي او چې ځمکه چا نه اخستل شوې نو پخوا خو په ژبه هرڅه کېده او کاغذ نه ؤ او که ؤ هم نو هيڅ حثيت يې نه وو.

هغه وایي که سل کاله مخکې کاغذ ليکل شوی نو هغه اوس ختم شوی دی او زما خپل فکر دا دی چې دا کار دې داسې وشي چې کومو خلکو سره ځمکه په ولکه کې ده هغو ته دې واړولی يا دې دهغوي په نومونو کړی شي.

پخوانۍ قبايلي سيمې په کال ۲۰۱۸ کې د ۲۵م ايني ترميم په رڼا کې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې شوې وې خو د تېرو اوياؤ (۷۰) کالو راهسې په ياده سيمه کې د زياتره ځمکو ريکارډ یا سرکاری کاغذونه نشته .

د دغې دستورې راجوړونکي وايي د اولس راغونډولو مقصد يې دا و چې هغوئ د ځمکو ډيجټیلائز کولو دې عمل نه خبر کړی شي او حکومتي ادارې سره مرسته وکړي.

د يو اېس اېډ پروژه کې کارکونکی ښاغلی عرفان یونس ډیوه سره خبرو کې وایي،قبایلي سیمو کې د ځکمو د ریکارډ جوړیدو سره به ډیرې شخړې هوارې شي.

په دغه دستوره کې د قبايلي سيمې خلکو ته د يوې ډرامې د لارې وښودلی شوه چې د ځمکو ثبت کول يا رجسټرېشن څومره مهم دی او څه ارزښت لري ؟

تحصيلدار سلطان بهادر وایي د ځمکو ريکارډ سره به ځمکې خوندي شي، ريکارډ به يې جوړ شي او ملکيت به يې سم شي او خپل به په يو ټک باندې خپله ځمکه کتلی شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "د کر ځمکه به دې شي، ټرېکټر به ګرځولی شې، حکومت نه به پور پرې اخستی شې، سوزوکۍ پرې رايستې شې او کميايي خاوره هم پرې اخستئ شې".

په قبايلي سيمو کې د مودو راهسې د ځمکو ريکارډ نشته اؤ له دې امله اکثره د ځمکو د ملکیت پسر د خلکو، خېلونو اؤ قبيلو ترمينځ شخړې رامنځته کیږي اؤ په دې شخړو کې تر اوسه ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG