لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"غدار څوک دی؟" د عمران خان له یو ټویټ وروسته پر پوځ بحث


په زندان کې د بندي عمران خان د پلویانو او د پوځ پلوه فعالانو تر منځ په سوشل مېډیا د سیاسي بیانیې جګړه نزدې هره ورځ لیدل کېږي.

په سوشل مېډیا روانه دغه جګړه کې عمران خان هم کله کله نېغ په نېغه، برخه اخلي.

وروستی مثال یې، په ظاهره د هغه د خپل اېکس پاڼې نه هغه بیان دی چې وايي هر پاکستانی باید د حمود الرحمان کمېشن رپوټ ولولي او معلومه کړي چې د هغه وخت پوځي واکمن یحیا خان او که د بنګال سیاسي مشر شېخ مجیب الرحمان غدار وو؟

څيړونکي او ليکوالان وايي عمران خان په خپل ټويټ کې د پاکستان پوځ نېغ په نېغه په هدف کړی او ورته يې ويلي چې ستاسو نظرياتي بيانيه غلطه ده، ‏تاسو په خلکو غلط تورونه لګولي بلکې په تاسو کې خپله هم غداران شته.‏

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټرعرفان اشرف وايي، اوس بيا د عمران خان له خوا داسې ټويټ کول يا پوسټ کول نو عمران خان هڅه کوي ‏چې کومه بيانه پوځ د هيواد د محافظ په توګه خپله کړې وه او دا يې د هر هغه سړي په ضد کارولې ده چې کومو د ملک او د خپلو خلکو د حقوقو خبره کړې ‏ده.‏

‎"نو عمران خان هڅه کوي چې هغه بيانيه واپس د پوځ په ضد وکاروي او دا بيانيه لکه څنګه چې عمران خان کاروي هم دغه ډاول اوس مونږ ګورو چې قامپاله ګوندونه يې هم کاروي."

د پاکستان پوځ د عمران خان دغه ټويټ ته کوم ځواب ویلی نه دی خو ځېنو اوسنیو، پخوانیو وزیرانو او ناقدیدنو ویلي عمران خان په اصل کې دا ویل غواړي چې لکه څنګه پخوا شېخ مجیب الرحمان ته په ټاکنو کې د کامیابۍ باوجود حکومت ورکړل شوی نه وو نو دغه ډول عمران خان هم دا ګڼي چې تېرې ټاکنې یې ګټلي خو حکومت نه بهر ساتل شوی دی. څېړونکي وايي عمران خان په دې خبرو خپل ځان او دریځ مضبوطول غواړي.

‎د پېښور پوهنتون د سيمه ييزه زده کړو د څانګې استاد ډاکټرشفيع اپريدی وايي، کېدی شي د عمران خان هغو خطاګانو او غلطيانو ته اشاره وي په هغه ‏وخت کې او بايد دغه غلطيانې په راتلونکي کې مونږ ونه کړو.‏

‎"ولې چې پنځوس کاله وشو او پنځوس کالو کې چې مونږ څه نه زده کوؤ نو يو نسل خو لاړو او يو نسل څلوېښت کاله وي نو بيا به کله دوئ زده کړه کوي."

‎هغه زیاتوي، زما خپل فکر دا دی چې که حکومت وي او که اېسټبلشمنټ يا پوځ وي چې ځواب ورته ورکړي.

‎په کال ۱۹۷۱ کې د پاکستان د ماتېدو او بنګله دېش جوړیدلو په اړه د پلټنو لپاره حمود الرحمن کميشن په خپل رپورټ کې د دى پړه د هغې وخت پوځي مشرانو او استخباراتي ادارو باندى اچولى وه.

‎څېړونکي وايي عمران خان دغه تریخ تاریخ ته په اشاره کولو سره داسې نه ښکاري چې ګني هغه په هېواد او حکومتي چارو کې د پوځ د رول پر ضد دی او نه به کله د پوځ احتساب وغواړي.

ډاکټر عرفان اشرف وايي، عمران خان خو هڅه کوي چې ځان خلاص کړي او په پوځ کې هغه ډله چا چې هغه دننه کړی په هغې ګوزار وکړي.‏

‎"خو عمران خان زړه نه دا نه ګنړي چې ګني پوځ کې غداران دي او هغوئ احتساب دې وشي او هغوئ په ضد دې ګامونه اوچت کړئ شي. عمران خان که سبا راووځي نو هغه په پاکستان کې سټرکچرل يا بنيادي بدلون نه غواړي او نه د پوځ احتساب غواړي."

‎د پاکستان د سیاست څارونکي د ډېرې مودې راهیسې وايي چې په سوشل مېډیا او بیا په ځانګړې توګه اېکس پاڼه (یا پخواني ټوېټر) باندې د بیانیې جګړه کې عمران خان او دهغه پلویان يو څه وړاندې دي خو په دې وروستیو کې د هغه مخالفین هم اوس په ټوېټر او سوشل مېډیا ځوابي بریدونو ته تیار ناست وي.

دوی د عمران خان د وروستي ټویټ په ځواب کې په سوونو ځله د عمران خان هغه زړې ویناوې اچولي چې د پاکستان د پوځ ستاینې کوي.

د پاکستان پوځ د عمران خان ټويټ په اړه څه نه دي ويلي خو د پوځ مطبوعاتې څانګې آی اېس پي آر څو وارې د عمران خان او هغه پلويانو بيانيه په ټولنيزو ‏رسنيو په خبري غونډو کې د پاکستان ضد بللې ده.‏

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG