لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي ښځې اؤ ماشومان د موسمي بدلون د بدو اغېز ښکار کیږي


څېړونکي وايي د موسمي يا اقليمي بدلون اثرات په ټولنه او بيا د خلکو په ژوند هره ورځ کېږي او ښځې او ماشومان هم د دې د بدو اثراتو ښکار کېږي.

دوي وايي د موسمي بدلون له امله د واورې ګټان يا ګليشير په تېزۍ سره ویلي کېږي، د اوبو کچه لاندې غورځېږي، بارانونه بې وخته او کمېږي او د کر زمکې د يوې ورځې نه بلې ته زیاتې اغېزمنې کېږي.

د څېړونکو وینا ده چې د موسمي يا اقليمي بدلون د بدو اغېزو له امله ښځې او ماشومان د هجرت کولو په وخت، اوبو د کمي، خوراکي توکيو د خونديتوب، روغتيا او ځينو نورو ستونزو سره مخ کیږي.

دوي وايي د دې بدلون د اغېزمنو شوؤ خلکو په اړه له بده مرغه حکومتي ادارو سره هم کره شمېره نشته.

د پېښور پوهنتون د پلاننګ او پرمختيا د څانګې مشره ډاکټر بشره خان وایي،کله چې د اقليمي بدلون اثرات زيات شي نو په هغې کې دوه څېزونه ډېر مهم دي چې يو په کې د اوبو کمی راځي او اوبه هر يو انسان ته پکار دي .

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل "اوس د اوبو کمی چې راځي نو هغې سره تړلې خبره دا هم ده چې هلته د خوراک د خوندي کولو مشکل هم بيا مخې ته راځي او کر کرونده اوبو سره تړلې ده نو د دې اثر بيا په ښځو هم کېږي".

کارپوهان وايي په موسم کې د بدلون په اړه به راتلونکو لسو کالو کې ځينې اساسي ګامونه اوچتول وي چې په هغې کې څېړنې کول، پوهاوی پيدا کول او داسې لارې چارې خپلول دي چې له امله یې د دې منفي اثرات کمېدای شي.

دوي وايي که د موسمی بدلون د بدو اغېزو د مخنيوي د پاره په وخت ګامونه اوچت نه کړی شول نو دا به ټولنې ته نور زيان ورسوي.

پېښور پوهنتون کې د چاپېريال د څانګې استاد ډاکټر حزب الله وایي ،مخکې به زمونږ خلکو نه منله خو اوس يې ومنله او مونږ ګورو چې د اوبو کمی راغلی دی، کر سم نه کېږي، تودوخه زياته شوې ده او د بارانونو ترتيب کډوډ شوی دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "نو د دې غټ اثرات راغلي دي او هغه دا چې د اوبو کچه لاندې روانه ده اؤ د دې لويه وجه دا ده چې بارانونه هغه وخت کې ونه شي کوم وخت کې چې دغه کچه اوچتېږي او اوس لکه د پشکال بارانونه راروان دي نو که بارانونه وشي نو دې وخت دغه کچه په خپله بره ځي نو هيڅ ګټه نه کوي".

پېښور پوهنتون کې د جون په ۱۳مه د اقليمي بدلون د بدو اثراتو او ددې د مخنيوي په موضوع یو سیمینار راجوړې شوی ؤ اؤ دغه سیمینار ته حکومتي وزيرانو پخپلو ویناګانو کې ویلي د ټولنې ټول وګړي به د موسمي بدلون د بدو اغېزو نه د ټولنې په ژغورلو کې خپل کردار لوبوي او په خصوصي توګه د ځوانانو کردار په دې حواله زیات مهم دی.

د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند بېرسټر محمد علي سیف وویل،په پاکستان کې د ماحولياتو د تحفظ قانون شته او د هغې لاندې ادارې هم جوړې شوې دي او زه دا ويلی شم چې په دې وخت کې په پاليسۍ عملي کولو کې مشکل شته.

هغه وویل "مونږ ته د قوانينو عملي کولو په لړ کې نور ګامونه اوچتول پکار دي خو دې د پاره ترڅو پورې چې خلک مرسته ونه کړې نو حکومت يوازې دا کار نه شي کولی او نه حکومت بيا په موثره توګه دا عملي کولی شي".

د حکومتي ادارو شمېرې ښيي په پاکستان کې د ۲۰۲۲ کال سختو بارانونو او سېلابونو څه ۳۳ملينه خلک اغېزمن کړي وو چې په کې لوی شمېر کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG