د تورخم لويه لار د جمعې په سهار خلاصه شوې او هر ډول تګ راتګ او کاروبار پرې بيا پيل شوی
په شپږم ستمبر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ غټه لاره، د تورخم تړل شوې پوله نن په اوومه ورځ هم بنده پرته ده، عام خلک، سوداګر او ګاډي چلوونکي وايي د پولې بندېز ورته سخت مشکل جوړ کړی، مالي تاوانونه ورته اړوي.
پاکستاني او طالب چارواکي په خبرو بوخت دي خو د تورخم لاره په دريمه ورځ هم تړلې پاتې ده
اقتصاد پوهان او کاروباريان وايي د يو شمېر ستونزو له سؤبه د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت کال په کال کميږي د اقتصادي چارو پوهان او سوداګر وايي افغانستان ته د پاکستان نه د صادراتو يا اېکسپورټ په لړ کې هغوی له مشکل سره مخ دي او د ځينو پاليسيانو د لاسه يې دوه اړخیزه تجارت اغېزمن شوی دی.
استاذان وايي د پښتونخوا سرکاري پوهنتونونه د مالي ستونزو سره مخ دي، زده کونکي وايي فيسونه سېوا کول به دوی د لوړو زدکړو نه بې برخې کړي
ګراني په هر مخ روانه ده او د مخنيوي څه نخښې نښانې يې نه ښکاري د پښتونخوا په بيلا بيلو ښارونو او مارکيټونو کې د داروګانو بيعې لوړې شوي او ورسره سم ځينې داروګان د مارکيټونو نه ورک شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، صوبه کې د ماشومانو سره د جنسي تيريو پېښې زياتې شوي، مخنيوي دپاره یې بايد چټک ګامونه پورته کړی شي.
د څيړونکو په وينا، په اوله کې د پاکستان پوهانو او خبريالانو ګڼله چې افغان طالبان به د پاکستان په ګټه تماميږي او چې کومې تمې ترې پاکستان لري نو هغه به هم پوره شي خو داسې ونه شوه او دا ټولې خبرې د دې برعکس وختې.
د خېبر باړې سياسي ګوندونو او ځايي خلکو له خوا د اګست په ۱۲مه په باړه بازار کې د امن په نوم ولسي پاڅون راجوړ کړی وو. پاڅونوالو ویل چې په سيمه کې د امن په ځائ کولو، هدفي وژنو او د کلنګ د غوښتلو په پېښو کې د زياتوالي پرضد دې ګامونه پورته کړای شي. تفصیل د فرید شینواري په راپور کې.
څيړونکي: که څه هم په خېبرپښتونخوا کې ترهګريز بريدونه زیات شوي خو پوليسو هم د دغو بريدونو د ناکامه کولو هڅې کړي دي. دوی وايي پوليسو ته په ځینو سيمو کې جديده وسله ورکړل شوې خو بايد دغه وسله په ټولو سيمو کې ورکړل شي چې هغوی د وسلوالو مخالفینو مقابله وکړي.
د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر په تيرا سیمه کې په اېف سي ځواک وسله وال برید شوی، دوه اهلکار پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د برید زمه واري منلې ده.
د افغانستان سره په پوله پرتې خېبر ضلعې په تيرا مېدان کې د باړې سياسي اتحاد او ځايي خلکو د امن دپاره ولسي پاڅون کړی، د پوځ، مرکزي او صوبايي حکومت نه یې په کلکه د امن په ځای کولو، هدفي وژنو او قلنګ د مخنيوي غوښتنې کړي دي. نن د خېبر په جمرود کې يو ځانمرګی بريد شوی يو پوليس افسر پکې وژل شوی دی.
څېړونکي: په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې باید د ترهګرو پرضد کوټلي ګامونه پورته شي څېړونکي وايي، په تېرو څو ورځو کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې په پرلپسې توګه د ترهګرۍ په پېښو کې زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او باید چې اوس د ترهګرو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړای شي.
د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ کې د خوندي او پاک خوراک نړيواله ورځ د جون په اوومه لمانځل کېږي چې خلک له ناپاکو خوراکونو څخه ډډه وکړي او د بېلابېلو رنځونو ښکار نه شي. څېړونکي وايي، د صفا خوراک نه ترلاسه کولو د لاسه خلک د خيټې، معدې او ځينو نورو ناروغیو سره مخامخ کېږي او په روغتونونو بار جوړېږي.
په تورخم د افغانستان سره دوه اړخيزتجارت او تګ راتګ ډېرې ستونزې لري په تورخم کې تېره ورځ د پاک افغان د پولې چارواکو ترمينځه په غونډه کې د دوه اړخيزه تجارت ترڅنګ د ټرانسپوټرانو په ستونځو بحث شوی دی.
متحده قامونه: په پاکستان د خوراک کمی راتلی شي څېړونکو د ملګرو ملتونو د ډبليو ايف پي او ايف ای او له خوا په ورکړل شويو راپورونو کې په پاکستان کې د خوراکي توکيو په ممکنه کمېدو انديښنه ښودل شوې او وايي د دې د حل لپاره د ګامونو اوچتول پکار دي۔
په پاکستان کې د روانو احتجاجونو په لړ کې په مړو شویو کسانو کې یو تن د لواړګي بلال شینواری و چې د مې په لسمه په چرګانو چوک کې په سینه په ګولۍ لګېدلی او مړ شوی دی. د بلال کورنۍ وايي، چې هغوی انصاف غواړي. تفصیل د فرید شینواري په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا نګران حکومت په روانه مياشت کې د اساسي قانون يا ايين ترمخې خپل درې مياشتې وخت پوره کړی او تر اوسه پورې يې په صوبه کې ټاکنې نه دي ترسره کړي.
نور کتل