لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ټي ټي پي په اړه د پاکستان غوښتنې په نړۍ څومره اثر کولی شي؟


د ملګروملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي ښاغلي منیر اکرم د تحريک طالبان پاکستان ډله د نړۍ د پاره يوه خطره بللې او غوښتنه يې کړې چې ملګري ملتونه باید په دې اړه پلټنې وکړي چې ټي ټي پي ته جديده وسله له کوم ځایه په لاس ورغلې ده.

څېړونکي وايي د پاکستان دا غوښتنه به په داسې غونډه کې په نورو هېوادونو هيڅ تاثير ونه لري او نه به په دې اړه ملګري ملتونه څه ګام پورته کړي.

د څېړونکو په وینا د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې تحريک طالبان پاکستان ته د جديدې وسلې او پيسو ترلاسه کېدو په اړه نه تحقيق کولی شي او نه په سمدستي توګه په افغان طالبانو فشاراچولی شي .

دوی وايي پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ځکه دا غوښتنه کړې چې داسې نه خلک د پاکستاني ادارو په اهليت یا وړتیا پوښتنې راولاړې کړي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاذ ډاکټر خورشید خان وي او ای ډیوه ته وایي په موجوده شرایطو کې ملګري ملتونه په افغان طالبانو په دې اړوند هیڅ فشار نه شي راوړلی.

هغه وایي "زما خپل فکر دا دی چې يو اېن په دې وخت کې داسې هيڅ ډاول زور نه شي راوړلی او هلته چې کوم غټ طاقتونه دي نو هغوي لپاره د پاکستان دغه خبره هيڅ معنا نه لري او نه ارزښت لري".

نوموړی وایي پاکستان موجوده حالاتو کې په خپله دومره کشالو او ستونزو سره مخ دی چې د نړۍ د هغو مهمو هیوادونو په لیکه کې ځان نه شي ودرولی چې خبرې ته یې باید غوږ ونیول شي.

دهغه په خبره دپاکستان دا غوښته "زما په فکر د پروپېګنډې ترهده خو سمه ده او مطلب یې د هغو خلکو په خوله کې يو شی وراچول دي کوم چې د امن په اړه سودالونه اوچتوي".

د مارچ په شپږمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د یوناما د کار د مودې غځولو او په افغانستان کې د وضعيت په اړه غونډه رابلل شوې وه .

پاکستاني استازي په دې غونډه کې د ملګروملتونو د امنيت شورا نه غوښتنه وکړه چې په افغان طالبانو دې فشار واچوي چې ټي ټي پي سره اړيکې پرې کړي .

افغان طالبانو د ټي ټي پي د سرپرستۍ په اړوند د پاکستان تورونه تل رد کړي او ويلي يې دي پاکستان دې په خپل کور کې دننه د ترهګرۍ ستونزه هواره کړي.

خبريال محمود جان بابر ډیوه ته وایي،دهغه په فکر دا مسله ټوله د افغانستان د لنډمهاله حکومت په لاس کې هم نه ده او سل په سله ټي ټي پي سمول د افغان طالبانو د وس کار نه دی او هغوئ د پاره هم مشکل شته .

هغه وایي "په افغان طالبانو کې ټول مشران يوه خوله نه دي او کوم خلک چې په حکومت کې دي نو هغه يې مني، خو کوم چې بهر دي نو هغه وايي ټي ټي پي په پاکستان کې مونږ سره ډېر ملاتړ کړی و او مونږ ته چې کوم مشکل په افغانستان کې و نو ټي ټي پي راسره مرسته کړې وه او هغوي اوس په دې وخت کې مونږ يوازې نه شو پرېښودی".

په ياده غونډه کې د پاکستان استازي اندېښنه ښکاره کړې چې په افغانستان کې موجود ترهګر تنظيمونه د ګاونډيو هېوادونو د امنيت د پاره يو ګواښ ګرځيدای شي .

څېړونکي وايي د پاکستان له خوا په داسې غونډه کې د ټي ټي پي او افغان طالبانو په اړه غوښتنې حيرانوونکې دي.

د پېښورپوهنتون د جرنلزم څانګې مشر ډاکټر فېض الله جان وایي ،د افغاستان طالبان د پاکستان په حوالې سره په ډېر کمزوري پوزېشن کې دي او هغه ځکه چې دا ویل کيږيد زیاتره افغان طالب مشرانو کورونه په پاکستان کې دي یا یې هم کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلی فېض الله جان وایي افغان طالبان چې کله هم بهر نړۍ ته سفرونه کوي نو په هغې کې هم دپاکستان مرستې شاملې وي نو پوښتنه دا پېدا کیږي چې د دې هرڅه باوجود پاکستان څنګه ملګروملتونو ته دغه خبره وړي ده؟

په افغانستان کې د طالبانو واکمن کېدو سره سم په پاکستان کې څيړنيزو ادارو په خپلو رپورټونو کې ويلي د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا په هېواد کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او په کال ۲۰۲۳ کې د ترهګرۍ پېښو کې ۵۳ فيصده زياتوالی راغلی او په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ ۷۸۹ پېښې مخې ته راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG