لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په مهال د ذهني اؤ بدني تشدد نه د ښځو اؤ ماشومانو د ژغورلو تګلاره جوړه شوې


د قدرتي افتونو په مهال خېبر پښتونخوا کې د نظم دولتي ادارې پي ډي اېم اې د ملګرو ملتونو د ابادۍ څانګې سره په ګډه يو داسې فريم ورک يا تګلاره جوړه کړې چې مقصد يې د قدرتي او انساني افتونو په وخت ښځې، ماشومان او نور بې وزله خلک د تشدد او جنسيت په اساس توپيري چلند څخه خوندي کول دي.

د پې ډي اېم اې لخوا راجوړې شوې دستورې ته وينا کوونکو ویلي، د دغه فرېم ورک عملي کولو د لارې به د ښځو، ماشومانو او نورو بې وزله خلکو پرضد د بېړني حالاتو په وخت د بدني، ذهني او د تشدد دنورو پېښو مخنيوی کېدای شي.

د حکومتي ادارو چارواکي وايي خېبرپښتونخوا صوبې په وړومبي ځل د يوه داسې فرېم ورک يا تګلارې جوړولو د لارې هڅه کړې چې په بېړنيو حالاتو کې د ښځو، ماشومانو او نورو وروسته پاتې خلکو حقونه خوندي کړل شي او د هغوي پرضد د تشدد او ظلم مخنيوی وکړي.

د خېبر پښتونخوا د ابادکارۍ محکمې سيکرټري عنايت الله وسيم وایي په ټولنه کې عموماً وروسته پاتې خلک د قدرتي افتونو په مهال د سهولتونو ترلاسه کولو نه محرومه پاتې کیږي اؤ په سختو مشکلاتو کې ژوند کوي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي " دلته چې کومې ښځې دي، ماشومان دي او بيا که په ټولنه کې روستو پاتې شوي خلک دي که هغه بدني معذورتيا سره مخ تنان دي نو دې ټولو خلکو ته چې په عادي ژوند کې سهولتونه نه وي نو هم مشکل سره مخ وي".

هغه زیاتوي " بيا په بېړنيو حالاتو کې خو دغه خلک د سهولتونو ترلاسه کولو نه محرومه پاتې کېږي کوم چې ورته په عام ژوند کې هم په سختۍ سره ترلاسه کیږي نو د دې فرېم ورک يا تګلارې سره مونږ هڅه کړې ده چې دغه خبره په مخکې بوځو".

د پي ډي اېم اې له خوا په راجوړه شوې دستوره کې په رسمي توګه په قدرتي او انساني افتونو کې د ښځو او ماشومانو پرضد د هر ډول تشدد د مخنيوي په لړ کې په رسمي توګه د فرېم ورک يا تګلارې پرانسته وشوه .

وينا کوونکو په دې مهال ووېل خېبرپښتونخوا صوبه کې ښځې او ماشومان تل د قدرتي او انساني افتونو په وخت د ګڼو ستونزو ښکار کيږي.

د ښځو وضعيت په اړه د جوړ کمېشن پخوانۍ مشره ډاکټره رفعت سردار وایي،کله چې قدرتي افت راشي، که هغه زلزله وي، بارانونه،طوفانونه اؤ یا سیلابونه وي نو مونږ کتلي دي چې ښځې بيا په داسې وخت کې ډېر مشکل سره مخ کېږي.

هغه وایي "زمونږ په ټولنه کې عموماً ښځې په کور دننه د ژوند کولو عادت وي او کله يې چې په افتونو کې کور راوغورځېږي نو هغي ته ووېل شي چې کېمپ ته به ځې نو ښځې بيا په داسې حال کې نورې هم د زيان ښکار شي".

يادې دستورې ته وينg کونکو وویل د قدرتي او انساني افتونو په وخت بايد د دغه فرېم ورک د لارې ادارې يو بل سره همکاري وکړي او د ښځو پرضد دې د هر ډول تشدد مخه ونیسي.

څانګه کې د ملګرو ملتونو کارمندې ډاکټرروبينه علي، وایي مېرمنې اکثره د بهرنيو خلکو تر څنګ د خپلې کورنۍ د غړو او مېړه له خوا هم د تشدد ښکار کېږي "او تاسو ته مالومه ده چې افت او بېړنيو حالاتو کې خلک ډېر څه د لاسه ورکړي او په هغوي کې خفګان نور ډېر زيات شي".

هغه وابي "نو ډېر ځل داسې کېږې او دا خبره د مطالعو او سروی نه ښکاره شوې چې په داسې وخت کې تشدد زياتيږي او بيا په خصوصي توګه کورنی تشدد نور زياتيږي".

څېړنیز رپورټونه اؤ نظر پوښتنې ښایي چې پاکستان کې په کال ۲۰۰۷م کې د راغلې زلزلې، بیا د ترهګرۍ د پېښو، پوځي عملیاتو، کرونا وایرس اؤ سیلابونو له امله ګڼ شمیر ښځې اؤ ماشومان اغېزمن شوي اؤ ددې تر څنګ زیات شمېر ښځې اؤ ماشومان په دغه هیواد کې د ذهني اؤ بدني تشدد ښکار شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG