لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي


څېړونکي وايي، په پاکستان کې د تېرو دوو کالو راهسې پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو باندې وسلوال بریدونه زیات شوي او مخالف وسلوال جدیده وسله کاروي.

دوی وايي، که څه هم د ترهګرو پرضد پوځي عملیات پيل شوي خو د هغوی تنظیمي جوړښت او مشران په ځای پاتې دي.

د پښتونخوا پوليسو پخوانی مشر سيد اخترعلي شاه په دې اړه ډیوې ته وویل، داسې ښکاري چې د ترهګرو مشران په خوني ځای کې دي او دلته یې ځالې او خوندي ځایونه هم شته.

هغه وړاندې وویل،

"دا وخت درې قسمه ډلې په ترهګرۍ کې ککړې دي چې يو ته مونږ تحريک طالبان پاکستان وايو، بل داعش خراسان او دريم په بلوچستان کې بلوچ لېبرېشن ارمي ده او هغوی هلته فعاليتونه کوي. خو دلته زمونږ په پښتونخوا سيمه کې تحريک طالبان پاکستان او داعش ډله ده او د دې بنيادي وجه دا ده چې تنظيمونه په خپل ځائ ولاړي دي او مشران يې هم شته نو هغوئ چې کوم وړلو راوړلو يا سپلايي چېن دئ هغه هم هغه شان دی."

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې (سي ټي ډې) په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د ترهګرو له خوا په پوليسو ۵۹ بريدونه شوي دي.

دغه رپورټ زياتوي په دغو بريدونو کې ۴۹ پوليس مړه شوي او ۶۸ نور ژوبل شوي دي.

څېړونکي وايي د ترهګرۍ ستونزه په نېږدو ورځو کې نه شي حل کېدای ځکه چې په دې وخټ کې خبرو اترو هيڅ امکان په نظر نه راځي.

خبريال او څېړونکي رفعت الله اورکزي په دې اړه ډیوې ته وویل،

"کله چې تا کس کتلی نه وي او که هرڅومره هم ستا سره وسله وي، بولټ پروف جېکټ درسره وي نو ته له هغه نه شې ختا کېدی او دا ډېر ګران کار دی. دا پټ جنګ دی او ځکه پوليسو باندې بريدونه زيات شوي او په دې کې امنيتي ځواکونو بې احتياطي او لا پروايي ده چې هغوی ته څنګه پته نه لګي چې په دې ځای کې د ترهګرو خوندي ځايونه دي."

هغه وړاندې وویل،

"پاکستان يو مضبوط رياست دی او په دې کې زمونږ امنيتي ادارې ناکامه شوي چې تر اوسه يې د استخباراتي مالوماتو په اساس دا مالومه نه کړه چې دلته څومره ترهګرې ډلې دي او ځايونه يې چرته دي."

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور په خپله لومړۍ وينا کې ويلي و د ټولو نه اول به ترهګري ختموي، امنيت به په ځای کوي او له دې پرته پرمختګ نه شي کېدلی.

څېړونکي وايي که په امنيتي ادارو باندې بريدونه کېږې نو له دې سره حکومتي عملداري کمزورې کېږي او مرکزي او صوبايي دواړو حکومتونو باندې يې تاثير وي.

د پښتونخوا پوليسو پخوانۍ مشر سيد اخترعلي شاه وايي،

"يوازې پوليس دلته نه دی دوی سره پوځ هم دی، اېف سي ځواک هم دی او دوی تېرو شلو کالو راهسې استخباراتي مالومات شريکوي او اېپکس کميټۍ غونډه هم کېږي

نو زما په فکر په کوم ځای کې چې د دوی کمزوري ده هغه دا ده چې ښه استخبارات يا انټيليجنس به سېوا کوي او دا کار به دوی په خپل لاس کې اخلي."

دی زیاتوي، چې که امنیتي ځواکونه یواځې په دفاعي حالت کې وي نو بيا به په دوی بريدونه کېږې او که د دوی استخبارات ښه وي او دوی مخالف پسې ځي نو بيا به دوی زياته کاميابي مومي.

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې (سي ټي ډې) په خپل رپورټ کې ښيي روان کال جنورۍ، فبرورۍ او مارچ په مياشت کې ۱۳۱ ترهګریز بريدونه شوي چې په کې زياتره د پښتونخوا په جنوبي سيمو کې ترسره شوي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG