لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي افغان طالبانو ته د پاکستان د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د ګډې مبارزې وړاندیز ګتور بولي


د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر ویاندې زهرا بلوچ تېره ورځ په خپل اوونيز پریس برېفنګ کې د افغانستان په کندهار ولایت کې د ترهګرۍ د ترسره شوي برید نه وروسته ويلي وؤ ترهګري د افغانستان اؤ پاکستان ګډه ستونزه او اندېښنه ده او د دې په ضد ګډې هلې ځلې پکار دي.

څېړونکي وايي د پاکستان له خوا په داسې وخت کې د ګډې تګلارې جوړولو بيان مثبت دی او دواړو هېوادونه چې دا مهال د ترهګرۍ د ستونزې سره مخ دي په ګډو هڅو دې ستونزې سره مقابله کولی شي.

څيړونکي وایي د ترهګرۍ په ستونزه د قابو موندلو لپاره د پاکستان او افغانستان چاروکي باید له یو بل سره کښېني اؤ په یوه داسې ګډه تګلاره جوړولو غور وکړي چې په عملي کېدو یې د دواړو هیوادونو ولسونه له ترهګرۍ خلاصون موندلی شي.

خو دوی وايي د پاکستان امنيتي ادارې باید یوازې په افغانستان تورونه ونه لګوي بلکې پخپله هم ورته د خپل هیواد دننه د ترهګرۍ مخه نیول پکار ده.

په پېښور کې د یو پاکستاني ټي وي چینل سیمه ییز مشر اؤ خبریال ښاغلی طارق وحید وایي، دا پيښې ثابتوي چې د ترهګرو نېټورک يا شبکه لا هم شته.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وایي کله چې د ترهګرۍ يوه پيښه کېږي نو د هغې تر شا پوره پلاننګ او ډله موجود وي او دا انفرادي کار نه وي.

هغه وایي "اول به مونږ ته خپل کور سمول وي او بيا که له پولې هغې غاړې نه ترهګرو سره څه مرسته کېږي نو بيا به مونږ په ګاونډي او نورو هېوادونو باندې تور لګولی شو"

د پاکستان دبهرنيو چارو د دفتر وياندې خبري غونډې ته يو ځل بيا دا خبره تکرار کړې چې پاکستان غواړي له افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ مسله د خبرو اترو د لارې هواره کړي .

څيړونکي وايي مرکزي حکومت او پوځ کله هم دا نه غواړي چې ټي ټي پي سره نېغ په نېغه خبري اترې پېل کړي او د هغوي غوښتنې ومني.

د پېښورپوهنتون د جرنلزم د څانګې مشر ډاکټر فیض الله جان وایي په پاکستان کې د رامنځته شوي نوي مرکزي حکومت نه دا تمه نه شي لرل کیدای چې هغوي به د ترهګرو ډلو پرضد یو قاطع اقدام وکړي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "دا وخت چې د کومو ګوندونو حکومت په مرکز کې جوړ شو نو هغه پاکستان مسلم ليګ نواز او پاکستان پيپلز ګوند دی او دا دواړه ډلې په خپل ځان دا لېبل نه شي لګولی او نه يې زغملی شي چې ګني دوئ د ترهګرو د پاره ښه راي لري"

نوموړی وایي هغه فکر نه کوي چې يو ځل بيا به خبرې اترې په زړه لاره پېل شي ولې چې هلته هم ناکامۍ سره مخ شوې وې.

د پوځ مطبوعاتي ادارې آي اېس پي ار تېره اوونۍ په خپل يو بيان کې ويلي وؤ په پاکستان کې د ترهګرۍ دروانې چپې تر شا د افغانستان ملاتړ دی.

خو افغان طالبانو تل د پاکستان تورونه رد کړي او درځ لري چې پاکستان دې په خپل هېواد کې دننه ترهګرۍ مخه پخپله ونیسي .

خبریال علي اکبر وایي افغان طالبان پاکستان کې د ترهګرۍ په مخنیوي کې خپل کردار په بیلابیلو صورتونو کې لوبولی شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي افغان طالبانو باندې باید فشار راوړل شي چې د افغانستان د خاورې نه پاکستان ته د ترهګریزو بریدونو لپاره د راتلونکو وسله والو مخه ونیسي:

"هغوئ په دې خبره مجبوره کول پکار دD چې دا کسان (ترهګر) دلته راځي او مونږ ته زيان رسوي او تاسو (افغان طالبان) خپل کردار ولوبوئ او هغه کردار په مختلفو شکلونو کې کېدای شي."

نوموړی وایي اول افغان طالبان ټي ټي پي سره خبرې اترې کولی شي او بيا دې پاکستان هغوئ سره کېني او په سختئ سره دې دا خبره وکړي او که بيا يې هم حل راونه وځي نو بيا دې دواړه هېوادونه کېني او که له پولې هغې غاړې وي او که دې غاړې ته وي نو يوه ګډه تګلاره دې جوړه کړي کاروايي دې وکړي.

تېره اونۍ د پاکستان او افغانستان ترمينځ تاؤ تريخوالي وروسته له هغې نور هم زيات شو کله چې په شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کې د پوځ په يوه پوسته خونړی بريد وشو او دپاکستان د پوځ دوه لوړ پوړي افسران اوپينځه عسکر پکې ووژلی شول.

په شمالي وزیرستان کې د شوي برید نه یوه ورځ وروسته پاکستاني الوتکو د افغانستان په خاوره هوایي بریدونه وکړل اؤ دعوه یې وکړه چې دې بریدونو کې یې د ترهګرو ځالې په نښه کړې دي خو افغان طالبانو اؤ ټي ټي پي د پاکستان دعوې رد کړې وې او یلي یې وؤ چې د پاکستان بریدونونو کې ښځې اؤ ماشومان وژل شوي دی.

افغان طالبانو هم ډیورنډ کرښې ته څېرمه په کورمه پاړه چنار سيمه کې د پاکستان په پوځي ځایونو بریدونه کړي وؤ چې د مرګ ژوبلې رپورټونه هم پکې مخې ته راغلي وؤ.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG