لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د سرکاري هسپتالـونو ډاکټرانو بيا د احتجاجونو ګواښ کړى


KPK Doctors Protest, File Photo
KPK Doctors Protest, File Photo

د خېبرپښتونخوا د حکومتي روغتونونو ډاکټران وايي که د خېبر پښتونخوا نوى حکومت يې خبره وانه وري نو يو ځل بيا به په احتجاج لاس پورې کړي.

د صوبې ډاکټران وايي د کلونو راهسې ستونزو سره مخ دي او غواړي د پاکستان تحريک انصاف ګوند صوبايي حکومت يې غوښتنې ومني او د ستونزو حل يې راوباسي. دوي وايي په خېبرپښتونخوا کې تېرلنډمهاله حکومت ورسره د ستونزو د هواري ژمنې کړې وې خو لا هم نه دي عملي کړل شوې.

د ډاکټرانو د اتحاديې غړى عبدالمنان وي او اى ډيوه ته وايي، دا ځل دوي د تحريک انصاف د حکومت نه ډېرې تمې لري او خلکو دا ځل ورته رائ هم ورکړې ده. د نوموړي په وينا، زمونږ د غوښتنو څخه يوه مهمه غوښتنه دا ده چې د پبلک سروس کمېشن نوکرۍ دې زرترزره اعلان کړي شي. هغه وويل په روغتونو کې دننه په وارډونو کې د تېر لنډمهاله حکومت په موده کې برتيانې نه دي شوي او نورې ستونزې هم شته نو بايد هغه هم هوارې کړل شي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند پخواني حکومت په کال ۲۰۲۰ کې د ډاکټرانو خوندي کولو په لړ کې اسمبلۍ نه د قانون منظوري اخستې وه خو ډاکټران وايي دغه قانون په سمه توګه عملي شوى نه دى. د ډاکټرانو په وينا لا تر اوسه د ډاکټرانو د تحفظ په اړوند قواعد او ضوابط نه دي جوړ کړى شوي.

د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر زبېر ظاهر وايي، تېر لنډمهاله حکومت دوي سره د تنخاګانو زياتولو لوظ کړى و خو تر دې دمه په هغې عمل ونه شو. ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د ډاکټرانو د خوندیتوب په اړه چې کوم سيکورټي اېکټ يا قانون جوړ شوى دى تر اوسه د هغې وخت رولز يا قواعد او ضوابط نه دي جوړ شوي نو هغه دې هم جوړ کړى شي.

د هغه وينا وه چې ډاکټرانو سره وروستۍ لاره د احتجاج ده خو بيا هم مونږ اول د حکومت سره ناسته کوؤ او دغه هڅه به مو وي چې حکومت کې ناست خلکو باندې خپلې خبرې ومنو. "نو که په دې هم ونه شوه نو بيا چې کومه جمهوري لاره ده او هغه د احتجاج ده نو بيا به مونږ هغه خپلوؤ "

د خېبرپښتوخوا د ډاکټرانو د اتحاديې غړي وايي تېر لنډمهاله يا نګران حکومت هغوئ سره ژمنه کړې وه چې د تربيت اخستونکو ډاکټرانو يا ټي ايم اوز په تنخواګانو کې به ۳۰ فيصده اضافه کوي خو فقط لس فيصده يې زياته کړې ده.

د صحت محکمې يو اعلا چارواکي وي او اې ډيوه ته ويلي حکومت به د ياد قانون د عملي کولو ترڅنګ د ډاکټرانو نورې ستونزې هم حل کوي. ډاکټر فضل منان وايي ،مونږ به دې حکومت نه دغه غوښتنه کوؤ چې د تربيت اخستونکو ډاکټرانو په تنخاګانو کې دې د مرکز او پنجاب برابر اضافه وکړل شي.

هغه وايي "بله دا چې دوي برتي شوي دي خو هسې يو عارضي غوندې ۵،۰۰۰ روپۍ يې ورله ايښودي دي نو مونږ دا غوښتنه کوؤ چې د دوي نوکريانې دې پخې کړل شي او تنخواګانې دې ورکړى شي"

ډاکټران زیاتوي د قانون نه عملي کېدو د لاسه هغوي په روغتونونو کې په ازاده توګه کار نه شي کولى او تېر کال هم ګڼ شمېر ډاکټران د تشدد ښکار شوي وو.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG