لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي نه ګڼي چې پښتونخوا کې به د پي‌ ټي آي حکومت د ترهګرۍ مخه ونیسي


څېړونکي وايي د خېبرپښتونخوا د نوي حکومت د پاره ترټولو لويه ستونزه ترهګري ده او دوي دا نه ګڼي چې نوی حکومت به د ترهګريزو بريدونو په مخنيوي کې بریالی شي.

د څېړونکو وینا ده چې تېرو وختونو کې هم د پاکستان تحريک انصاف ګوند بيانيه او دريځ د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې شکمن او کمزوری پاتې شوی دی اؤ ویره شته چې د پي‌ ټي آي په نوي حکومت کې به صوبه کې ترهګري د قابو کېدو پر ځای نوره وده هم وکړي.

تېره ورځ د صوبې د وزیراعلا په توګه له غوره کېدو وروسته ښاغلي علي امین ګنډا پور اسمبلۍ ته پخپله وړومبۍ وینا کې ویلي وؤ چې حکومت به یې د ترهګرۍ مخه نیسي اؤ دې لړ کې به رغنده ګامونه پورته کوي.

څېړونکی او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته وایي، دپاکستان تحريک انصاف ګوند وروستی ريکارډ ډېر کمزوری پاتې شوی او د هغوئ دا دريځ هم هم دمنلو نه دی چې ګنې ترڅو پورې هغوي په حکومت کې وؤ نو د ترهګرۍ پېښې کمې شوې وې.

د نوموړي په خبره "نو بريدونه به ولې کمېږي چې تاسو مذاحمت نه کوئ او نه څه وايئ،ولې چې تاسو طالبانو ته پيسې ورکوئ او کله چې ستاسو حکومت و په خېبرپښتونخوا کې نو په سوات کې د پخواني وزير اعلا محمود خان د ورور په اړه داسې رپورټونه راتلل او تورونه پرې لګېدل چې طالبانو ته پيسې ورکوي".

ډاکټر عرفان اشرف وایي ،د پاکستان تحريک انصاف ګوند که څه هم په تېر وخت کې دلته حکومت ؤ نو دا هڅه يې کړې چې طالبان مرکزي دایرې ته راولي او د هغوي عملداري ومني او عمران خان په خپله دا څو وارې ويلي وؤ چې طالبانو ته دې په پېښور کې دفترونه ورکړل شي.

د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا ټاکل شوي وزيراعلا علي امين ګنډاپور په خپله وړومبۍ وينا کې ويلي وؤ،مونږ به ټولو نه وړومبۍ ترهګري ختموؤ، امنيت به په ځائ کوؤ ځکه چې له دې پرته پرمختګ نه شي کېدای.

څېړونکي وايي د پي ټي ايي ګوند سياسي تګلاره کله هم دا نه ده پاتې شوې چې د ترهګرۍ په مخې نیولو ملکي اقتصاد ښه کړی شي او د خلکو ستونزو ته پام راوګرځولی شي.

پېښورپوهنتون د صنفي علومو د څانګې استاذ ډاکټر درویش اپریدی وایي کله چې په افغانستان کې طالبانو د اشرف غني حکومت نسکور کړی ؤ نو دلته یې د تحریک انصاف د هغه وخت حکومت هرکلی کړی ؤ.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "بلکې دوئ خو په افغانستان کې چې طالبانو د اشرف غني حکومت وغورځولو نو د دغه ګام هرکلی يې کړی ؤ او په پاکستان کې يو مشر هم داسې نه و چې دې قبضې ته يې په ازاده توګه هرکلی ویلی ؤ خو يوازې عمران خان دا کار کړی ؤ".

هغه وایي عمران خان په افغانستان کې د طالبانو لخوا په اقتدار د قبضې هرکلی په داسې حال کې کړی ؤ چې هغه د پاکستان وزیراعظم ؤ اؤ دا ښیي چې دوئ د پاره ترهګري او طالبان هيڅ مسله نه ده او نه د دوئ ايجنډه دا ده .

نوموړی وایي که په وزيرستان او باجوړ کې د ترهګرۍ پېښې کېږې نو دوي د پاره دا لويه ستونزه نه ده.

په پاکستان تحریک انصاف ګوند اؤ دهغې په مشر عمران خان خپلو مخالفینو مدام طالبانو سره د خواخوږۍ تورونه لګولي دي اؤ هغه یې حتی د "طالبان خان" په نوم یاد کړی دی خو عمران خان اؤ ګوند یې مدام دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي هغوي د ملک ایین ته د غاړې اېښودو صورت کې طالبانو سره د مذاکراتو پلوي دي.

څېړونکي وايي خېبرپښتونخوا حکومت به په راروانو ورځو کې ټول وخت مرکزي حکومت سره په لانجو او سياسي کشالو کې تېروي او د امنيت ستونزې ته به هيڅ پام نه راګرځوي.

د ډاکټر عرفان اشرف په خبره"څومره پورې چې په دې سيمه کې داسې مضبوط حکومت رانه شي چې هغه رياستي پاليسو ته هم ودرېدی شي او د پولې د هغې غاړې حکومت په پاليسیو هم پوهېږي او د هغوئ د ولس په نبض هم لاس وي ، نو زما په فکرخو د ترهګرۍ ختمولو دعوې يو خواب کېدای شي".

په اسلام اباد کې د څېړنې او امنيتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې سي ار اېس اېس په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې تېر کال 2023م کې دپاکستان دننه د ترهګرۍ ۷۸۹ پيښې ترسره شوي چې په کې ترټولو زياتې پيښې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ترسره شوي دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG