سياسي ګوندونو او د پښتون قامي جرګې غړو د خېبر په جمرود سیمه کې د ملک پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو علي وزیر، ملک نصيراحمد، عبدالصمد لالا او نورو فعالانو د ګرفتارۍ په ضد احتجاجي غونډه کړې ده.
غونډې ته وينا کونکو ویلي،د پښتنو مشرانو او ځوانانو د نيول کېدو په ضد به تل غږ پورته کوي او د راخلاصولو لپاره به یې خپلې سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي.
د خېبر سيمې په جمرود باب خېبر کې د راجوړې شوې احتجاجي غونډې په مهال د سياسي ګوندونو غړو او قامي مشرانو له حکومت غوښتنه کړې چې ملک نصيراحمد، علي وزير، عبدالصمد لالا او نور نيول شوي تنان دې زر ترزره خوشي کړی شي او په هغوی جوړې شوې مقدمې دې بېرته واخستل شي.
پوليسو د ملک نصير احمد، علي وزير، عبدالصمد لالا او نورو تنانو په ضد د پښتونخوا په بېلابېلو تاڼو کې مقدمې درج کړي او هغوي د یوې اوږدې مودې راهسې په قېد کې پراته دي.
احتجاجي غونډې ته پخپله وینا کې پخواني سینیټر مشتاق احمد خان ویلي، ریاست د خپلو وګړو لپاره د مور درجه لري خو زه د رياست د واکدارانو، پېښور او اسلام اباد د حکمرانانو نه دا تپو س کوم چې دا رياست د پښتون لپاره هم د مور غېږه ده؟
هغه وویل "زما رياست ادم خور دی، پښتون خور دی او ادم خوري او پښتون خوري نه منم او په دې خپله خاوره د ژوند د حق غوښتنه کوؤ"
د ښاغلي مشتاق احمد وینا وه، نن د ملک نصير کوکي خېل، عبدالصمد لالا او علي وزير د پاره غږ اوچتوؤ او د رياست د ظلم خلاف به د هغوي سره څنګ په څنګ ولاړ يو.
د پښتون قامي جرګې غړي وروسته له هغې د پښتونخوا د بېلابېلو سیمو نه نيول شوي چې تېر کال د اکتوبر په ۱۱مه په خېبر کې د پښتنو يوه لويه درې ورځنی جرګه راجوړه شوې وه.
د جرګې په پرېکړو کې يوه دا هم وه که چيرې د ۸۰ کسيزې کمېټۍ غړي ونيولی شي نو ټول پښتانه به د دې پرضد راوځي او احتجاجونه به کوي.
احتجاجي غونډې ته وينا کونکو ووېل پښتانه په خپله خاوره امن غواړي، پوځي عمليات نه مني، د پښتنو پورته کول دې ودرول شي او د پښتنو مشرانو په ضد دې جوړې شوې د دروغو مقدمې بېرته واخستل شي.
د پښتون قامي جرګې وياند ملک برکت اپریدي ډيوه سره خبرو کې وویل،په ملک نصیر اپریدي تقريبا څه يوولس د دروغو مقدمې درج کړل شوې دي او صوبه په صوبه، ضلعه په ضلعه او تاڼه په تاڼه يې ګرځوي.
"دا ډېر د سپکاوي چلن ورسره روان دی او ددې په ضد مونږ نن دا احتجاجي غونډه وکړه او دې ته په زرګونو پښتانه راغلي وؤ او مونږ سره يې ژمنه وکړه او په سختی سره يې د علي وزير، نصير احمد، عبدالصمد لالا، مصطفا پشتين او نورو تنانو د دروغو په مقدمو کې د نیول کېدو عمل وغندلو"
د خېبرپښتونخوا حکومت د پښتون قامي جرګې د غړو په ضد د درج شوؤ مقدمو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو اؤ فعالانو د نيول کېدو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
احتجاج کونکو بيا بيا دغه خبره تکرار کړه چې د مشرانو او نورو فعالانو د راخلاصېدو پورې به د احتجاجونو لړۍ دوامداره ساتي او دې لپاره به خپله مبارزه کې چټکتيا راولي
Forum