لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نه منځنۍ ايشيا ته تجارت کم شوی


د پاکستان نه د منځنۍ ايشيا پينځو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان، کرغزستان اوترکمانستان ته درامدات په دې وروستيو کې راټيټ شوي دي.

مطبوعاتي راپورونه وايي، دغو پينځو هېوادونو له خوا پاکستان ته په تېره موده کې برامدات زيات شوي او ټولو نه زيات برامدات قازقستان نه کېږي.

اقتصاد پوهان او سوداګر وايي د منځنۍ ايشيا هېوادونو سره د پاکستان له خوا دوه اړخيزه تجارت د افغانستان د لارې کېږي او دا وخت افغانستان کې واکمنو طالبانو سره د پاکستان اړيکې ښې نه دي.

پوهان وايي د منځنۍ ايشيا هېوادونو سره سوداګري مخ په وړاندې بوتلل د افغانستان سره اړیکو او رابطو پورې تړلې ده.

اقتصاد پوهه او سوداګر زاهدالله شينواری وايي، داسې يو غېريقيني شان صورتحال جوړ شوی دی.

"او کوم مونږ ګورو چې پاکستان له اړخه افغانستان سره هيڅ سنجيده خبرې اترې نه دي روانې او نه په دې اړه څه غونډې يا نورې هلې ځلې کيږې چې تاثير يې نېغ په نېغه په تجارت غورځېږي".

هغه زیاته کړه، "د پاکستان د لاسه دغه مارکيټ روان دی وځي او افغانستان مارکيټ هم او افغانستان د لارې چې کوم تجارت منځنيو ايشيايي هېوادونو سره کېدل هغه هم لاندې راروان دی".

ډان ورځپاڼه کې خپور شوي يو خبر کې ويل شوي د منځنۍ ايشيا هېوادونو ته د پاکستان له اړخه د ۲۰۲۴ کال د جولايۍ نه تر دسمبر مياشت پورې ۰۲.۱۷ فيصده صادرات د تېرکال هم دې مودې نه راکم شوي دي.

دغه خبر زياتوي تېرکال دغو پينځو هېوادونو ته د صادراتو کچه ۱۰۹ ميلينه ډالرو نه زياته وه او اوس دغه کچه ۹۰ ميلينه ډالر ته راښکته شوې ده.

سوداګر وايي د تجارت راټيټېدو يو لوی علت دا هم دی چې دغو هېوادونو نه پاکستان ته راتلونکو تجارتي پلاو ته خرابې امنيت وضعې د لاسه پښتونخوا ته تلو اجازه نه ورکولی کېږي.

د نعيم الرحمان په نوم سوداګر وايي، "زمونږ مرکزي بېنک خپلو بېنکونو ته يوه اعلاميه جاري کړې چې که تاسو ته د منځنيو ايشيايي هېوادونو نه په قانوني توګه پيسې او ټي ټي راشي نو تاسو ته اجازه نشته چې دغو ملکونو سره د افغانستان د لارې تجارت وکړئ".

ډان ورځپاڼې په خپل خبر کې ويلي د منځنۍ ايشيا هېوادونو له خوا په تېرو شپږو مياشتو کې پاکستان ته درامدات ۱۳۶ ميلينه ډالرو ته رسېدلي کوم چې تېر کال په دې موده کې ۱۲۷ ملينه ډالره وو.

اقتصاد پوهان وايي پاکستان له خوا دغو پينځو هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارت راښکته کېدو تاثير د پښتونخوا په سوداګرو او صنعتونو کېږي.

اقتصاد پوهه او سوداګر زاهدالله شينواری وايي، افغانستان خو ځان د پينځو يا شپږو اربو ډالرو مارکيټ دی او دې سره منځنۍ ايشيا هېوادونو مارکيټ څه حد نشته او دا ۴۰ اربه ډالر ته هم تلی شي.

خو نوموړي وویل، پاکستان په دغه لړ کې کومه سنجيدګي نه ښکاره کوي، او نه ورسره فکر شته، تاوان ورته اوړي خو زيات تاوان یې خېبرپښتونخوا او د دغه صوبې تجارت ته رسي.

د پاکستان او منځنۍ ايشيا هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه تجارت کچه دا وخت د ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ ميلينه ډالرو پورې ده او پاکستان له خوا کپړا، دوايي، سبزيانې، مېوې او نورو توکي لېږل کیږي، او هغې غاړي نه پاکستان ته تار، خوراکي مواد، کېمېکل، سب سټون او نور توکي راوړلی کېږي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG