لاس رسیدونکی لینک

 
طالبان وايي، منير اکرم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ناسم تصوير وړاندې کړی
تازه خبر

طالبان وايي، منير اکرم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ناسم تصوير وړاندې کړی


افغانستان کې واکمنو طالبانو "په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي او نورو لوریو څرګندونې عقده‌مندانه بللي"، او دعوه یې کړې، "افغانستان یو امن هېواد دی او هېڅ خپل سري فعالیت ته پکې اجازه نه ورکول کېږي".

دغه څرګندونې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مرستيال حمدالله فطرت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د مندوب منیر اکرم د بيان په غبرګون کې کړي دي.

منير اکرم په لسم مارچ د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په غونډه کې ويلي وو، "د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي د 6000 جنګيالو سره په افغانستان کې فعاله غټه ترهګره ډله او د هلته نه د پاکستان په پوځ، ملکي وګړو او او ریاستي ادارو حملې کوي".

نوموړي دعوه کړې، "زمونږ سره داسې شواهد موجود دي، چې په کابل کې واکمنو طالبانو د ټي ټي پي سره د پولې د پورې غاړې نه ترهګرۍ کې په ځینو وختونو کې سهولت کاري هم کړې ده".

هغه دا هم ويلي، پاکستان د خپلې دفاع دپاره د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د قراردادونو لاندې هر ضروري اقدام کولی شي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کنټرول لاندې ملي رېډيو د طالبانو د مرستيال وياند غږيز پيغام خپور کړی دی.

هغه ويلي، "په ملګرو ملتونو کې زمونږ پرته غونډې ترسره کېدل زمونږ په زيان دي، په دغسې ناستو کې د پردو عېنکو د لارې د افغانستان قضاوت کيږي، متاسفانه په دغسې ناستو کې بېلابيل جهتونه د افغانستان سره خپلې عقدې پالي او هڅه کوي د افغانستان ناسم تصوير وړاندې کړي".

هغه دعوه کړې، "افغانستان کې هیڅ ډول خپلسري نشته او نه د فعاليت اجازه لري". حمدالله فطرت ويلي، "ملګري ملتونه بايد د افغانستان څوکۍ ومني، د افغانستان د خلکو حق ورکړي چې په دغو ډول غونډو کې سم قضاوت شي".

دا لومړی ځل نه دی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه داسې څرګندونې شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت بيا بيا دعوه کوي، د کله نه چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي.

خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

منیر اکرم تازه څرګندونې هم په داسې وخت کې کړي چې پاکستان کې په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG