د اسرايل پوځ يوه څيړنه کې په ګوته کړې چې حماس په اووم اکتوبر 2023م د اسرايل په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ وژونکی برید کړی، د اسرايل زورور پوځ د دغه وسله والې ډلې سمه ارزونه نه وه کړې او وړتيا یې ورله کمه حساب کړې وه.
کېري لېک چې دېرش کاله خبریاله پاته شوې ده، په ډسمبر میاشت کې د صدر ټرمپ لخوا د وایس آف امریکه مشرۍ ته ونومل شوه.
سټارمر چې په وایټ هاوس کې یې د صدر ټرمپ سره ملاقات کولو، وویل چې په اوکراین کې د امن قايم کېدل صرف د ټرمپ په وجه ممکنه کېدلی شي.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه به آینده هفته کې، هماغسې چې اول یې ویلي و، د کېنېډا او مېکسیکو نه په راتلونکو درامداتو باندې ۲۵ فیصده تعرفې یا تجارتي ټېکسونه ولګوي.
ټرمپ وویل: "مونږ به د تجارت یوه عالي لوظنامه ولرو. مونږ به داسې یوې تجارتي لوظنامې ته ورسېږو چې دواړو ملکونو ته ډېره غوره وي، او همدا اوس چې خبرې کوم، مونږ ورباندې کار کوو."
اوکراین چې تر اوسه هم د روس په مقابله کې ولاړ پاته دی، لویه وجه یې د امریکا غټه پیمانه پوځي مرستې وې چې د مخکېني صدر جو بایډن له خوا اوکراین ته ورکړل شوې.
په ټوله نړۍ کې جمهوریت، شهري ازادۍ او بشري حقونو ته په ورپېښو خطرو نظر لرونکي غېر دولتي نړیوال تنظیم فريډم هاوس په خپل کليز رپورټ کې ويلي، د جمهوري او شهري ازاديو په لحاظ پاکستان په جزوي توګه ازاد هېواد دی او پاکستان په نړيواله درجه بندۍ کې درې درجې نور لاندې راغلی دی.
پاکستان او روس د سه شنبې یا نهې په ورځ موافقه کړې ده چې د ترهګرۍ او مخدره موادو پر ضد مبارزه کې به خپلې دوه اړخیزه همکارۍ لا پسې پراخوي.
نور کتل
No media source currently available