په درامداتو د نوي ټېکسونو په اعلامیه کې ټرمپ وویل د سټیل په درامداتو کې عدم توازن د امریکې د قومي امنیت دپاره خطر و.د امریکايي اقدام په جواب کې یورپین یونین د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د اپرېل د میاشت نه به د امریکې د ۲۸ بېلین ډالرو مالیت په درامداتو ټېکسونه ولګوي
د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې د ګل، دوشنبې په ورځ نوی اېپ وړاندې کړی، کوم چې به په غېر قانونه توګه امریکا کې مېشتو بهرنيانو ته، د ممکنه ګرفتارۍ او بندي کېدو په ځای "په خپله د وتلو" لاره يا اجازت ورکوي.
د امریکې د انصاف محکمې ويلي، د چین د 12 وګړو ضد یې د حکومت د مخالفينو، خبري ادارو، امریکايي ايجنسيانو او پوهنتونونو هدف کولو، او د هغوی د سايبر جاسوسۍ ضد کمپېن چلولو په سر مقدمه درج کړې او فرد جرم پرې لګولی دی.
صدر ټرمپ چې د وایټ هاوس په اوول آفیس کې خبرې کولې، د یو خبریال دې پوښتنې ته چې د قیامت راوستلو نه یې مقصد څه دی، وویل: "تاسو ته به یې پته ولګي."
نور کتل
No media source currently available