لاس رسیدونکی لینک

 
امریکې د سېلورو او د سټیل په درامداتو ۲۵ فیصد نوي ټېکسونه ولګول
تازه خبر

امریکې د سېلورو او د سټیل په درامداتو ۲۵ فیصد نوي ټېکسونه ولګول


د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د دې ګام نه به امریکې ته د ارجنټاین، اسټرېلیا، برازیل، برطانيي، کېنېډې، جاپان، مېکسیکو، ساوت کوریا او د یورپين یونین درامدات متاثره شي
د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د دې ګام نه به امریکې ته د ارجنټاین، اسټرېلیا، برازیل، برطانيي، کېنېډې، جاپان، مېکسیکو، ساوت کوریا او د یورپين یونین درامدات متاثره شي

امریکې د شورو، چهارشنبې، په ورځ ملک ته د سېلورو او د سټیل په هر ډول درامداتو ۲۵ فیصد نوي ټېکسونه ولګول او ځینو اتحادي ملکونو ته په دې لړ کې مخکې ورکړی شوي استثناګانې يې ختمې کړې.

د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د دې ګام نه به امریکې ته د ارجنټاین، اسټرېلیا، برازیل، برطانيي، کېنېډې، جاپان، مېکسیکو، ساوت کوریا او د یورپين یونین درامدات متاثره شي.

په درامداتو د نوي ټېکسونو په اعلامیه کې ټرمپ وویل د سټیل په درامداتو کې عدم توازن د امریکې د قومي امنیت دپاره خطر و.د امریکايي اقدام په جواب کې یورپین یونین د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د اپرېل د میاشت نه به د امریکې د ۲۸ بېلین ډالرو مالیت په درامداتو ټېکسونه ولګوي.

د یورپین کمېشن صدرې اورسوله وان ټرلاین په یو بیان کې وویل مذاکراتو دپاره تیار دي، په دې خبره یقین کوي چې په داسې حال کې چې دنیا د سیاسي او د اقتصادي غېر یقينیو نه ډکه ده دا خبره زمونږ په اقتصادي مفاد کې نه ده چې په خپلو اقتصادونو د ټېکسونو بار واچوي.

د اسټرېلیا وزیر اعظم اېنټني البنیز امریکايي اقدام ناجایزه وبللو خو د جوابي اقدام امکان یې رد کړو.

ټرمپ تېره هفته د کېنېډې او د مېکسیکو سره د ټېکسونو جنګ شروع کړو او د دواړو ملکونو په درامداتو يې د ۲۵ فیصد ټېکسونو اعلان وکړو خو بیا يې د یوې میاشت دپاره وځنډول.

ټرمپ وايي په کېنېډا دباو اچوي چې امریکې ته د غېر قانوني نشۍ توکیو او په خصوصي توګه د فېنټېنل د سمګلېنګ مخه ونیسي.

د کېنېډې د انټاریو صوبې چارواکو اعلان کړی و چې د امریکايي اقدام په جواب کې به یو اشاریه درې مېلین امریکايي صارفینو ته په بجلۍ به ۲۵ فیصد ټېکس ولګوي خو دې خبرې د ټرمپ غصه راوپاروله او هغه وویل چې د کېنېډې په سټیل به ټېکس زیات کړي. د نهې، سه شنبې، په ورځ د دواړو ملکونو چارواکې مذاکرات وکړل او اونټاریو په بجلۍ د ټېکس لګولو او امریکا د کېنېډې په سټیل د ټېکس د زیاتولو نه په شا شوه.

په درامداتو د ټېکسونو په اړه د ټرمپ د تګلارې په سبب د امريکې سټاک مارکېټونه غورځېدلي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG