لاس رسیدونکی لینک

 
د جبوتي او یمن په سمندر کې د کډوالو څلور کشتۍ چپه شوي، 186کسان پکې لادرکه دي
تازه خبر

د جبوتي او یمن په سمندر کې د کډوالو څلور کشتۍ چپه شوي، 186کسان پکې لادرکه دي


په ناقانونه توګه د وطن پرېښودونکو کسانو څلور کشتۍ د جبوتي او یمن په سمندر کې ډوبې شوي، چې له امله یې لږ تر لږه دوه تنه مړه شوي او له 186 څخه زیات کسان لا درکه دي.

د نړیوال خبري اژانس اې ایف پي د راپور له مخې، د کډوالو نړیوال سازمان (آي او ایم) په یوه بیان کې ویلي چې تېره شپه د جبوتي او یمن سمندري غاړو ته څېرمه 4 کشتۍ ډوبې شوې، چې له امله یې له 186 څخه زیات کډوال لا درکه دي.

د کشتۍ د ډوبېدو پېښه د پنجشنبې په شپه ناوخته په هغه لاره شوې، چې ایتوپیايي وګړي یې خلیجي هېوادونو کې د کار موندلو په غرض یا د شخړو څخه د تېښتې په هیله کاروي.

د آي او ایم د کنټري چیف آف مشن عبدالستور ایسوییف په وینا، دوه کشتۍ د یمن سمندري غاړو ته نژدې ډوبې شوې، چې یوه کې لږ تر لږه 30 کسان او بله کې نژدې 150 کسان سپاره وو.

نوموړي اې ایف پي ته ویلي"موږ د 186 کسانو په اړه خبرې کوو، چې بدبختانه سمندر کې ډوب شوي"

هغه زیاته کړې، چې په کشتۍ کې سپاره کسان زیاتره د ایتوپیا کډوال وو، خو باور دی چې د عملې 5 غړي یمني وګړي وو، او په دواړو کشتیو کې لږ تر لږه 57 ښځې هم وې.

عبدالستور ایسوییف ویلي، "موږ له چارواکو سره په ګډه کار کوو ترڅو معلومه کړو چې آیا ژوندي پاتې کسان پیدا کولی شو، خو وېرېږم چې ښايي داسې و نه شي."

هغه زیاته کړې، چې د جبوتي په سمندري غاړو کې د تندو بادونو له امله نورې 2 کشتۍ هم چپه شوې دي.

نوموړي پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، اې ایف پي ته ویلي، "ویل کېږي چې یو یا دوه کډوال مړه شوي، خو نور کسان ژغورل شوي".

هغه ویلي، د آي او ایم کارکوونکي په جبوتي کې له ژغورل شویو کسانو سره مرسته کوي، او دا چې له ایتوپیا او جبوتي څخه یمن ته د تلونکو کسانو شمېر، بدبختانه نه راکمیږي.

تر دې وړاندې په لسمه فرورۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د ليبيا شمال لويديځ زاويه ښار کې د مرسا ډيلا بندر سره نزدې یوه کشتۍ ډوبه شوې چې پکې د پاکستانيانو په ګډون 65 کسان سواره وو.

همدغه شان په کال 2023م کې د یونان سره نزدې په بحیره روم کې یوه کشتۍ چپه شوې وه، د 400 نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې نزدې 800 کډوال سواره وو د هغوي له جملې څخه یوازې 104 کسان ژوندي ژغورل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG