د امریکې د انصاف محکمې ويلي، د چین د 12 وګړو ضد یې د حکومت د مخالفينو، خبري ادارو، امریکايي ايجنسيانو او پوهنتونونو هدف کولو، او د هغوی د سايبر جاسوسۍ ضد کمپېن چلولو په سر مقدمه درج کړې او فرد جرم پرې لګولی دی.
صدر ټرمپ چې د وایټ هاوس په اوول آفیس کې خبرې کولې، د یو خبریال دې پوښتنې ته چې د قیامت راوستلو نه یې مقصد څه دی، وویل: "تاسو ته به یې پته ولګي."
ټرمپ د زیارت په ورځ دا هم وویل چې هغه به "شاید په آینده یوه نیمه میاشت کې" په سعودي عرب کې د روس صدر ولاډیمیر پوټین سره وګوري.
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې، "د جمهوري ادارو کمزوره کېدلو سره څنګ تر څنګ، جنستي برابرۍ باندې هم اثر غورځېدلی دی."
تر اوسه معلومه نده چې کله آینده میاشت کې د تجارتي ټېکسونو په حوالې سره د صدر ټرمپ لخوا مېکسیکو ته ورکړی شوی مهلت پای ته ورسېږي، بیا به څه کیږي.
د زیارت په ورځ، د اېف بي آی مشر کاش پټېل وویل، واشنګټن دا عزم لري چې د سفارتکاري او استخباراتي هلو ځلو د طریقه، د یرغملانو او ناحقه بندیانو کېسونه ټوله پای ته ورسوي
د کال ۲۰۱۰ او د ۲۰۲۳ ترمنځ موده کې د ښځو دپاره سماجي تحفظ زیات شوی خو دوه بېلین ښځې اوس هم د دنیا په داسې سیمو کې اوسېږي چې په ټولنه کې يې حقونه محفوظ نه دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شورو په ورځ یو بیان جاري کړو چې پکې یې په هغو بهرنیو مقاماتو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړي چې امریکا ته د غیر قانوني کډوالۍ اسانتیا برابروي.
نور کتل
No media source currently available