د اسرايل پوځ يوه څيړنه کې په ګوته کړې چې حماس په اووم اکتوبر 2023م د اسرايل په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ وژونکی برید کړی، د اسرايل زورور پوځ د دغه وسله والې ډلې سمه ارزونه نه وه کړې او وړتيا یې ورله کمه حساب کړې وه.
د اې پي خبري ادارې ترمخه، د زيارت، پنجشنبې په ورځ خپور شوي رپورټ کې د اسرايل په وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو باندې فشار سېوا کېدی شي چې د حملې نه وړاندې د سیاسي فيصله سازۍ د جاج اخستو دپاره دې د پلټنو پيل وکړي.
په اسرايل کې په پراخه کچه د فيصله سازۍ د پلټنو غوښتنه کيږي.
د خبر ترمخه، ډېری اسرايليان ګڼي چې د اووم اکتوبر حملې په اړه ناکامي د پوځ نه نوره پرمخ هم ده، او د حملې نه مخکينو کلونو کې د نېتن ياهو ناکامه سټراټيجي ګڼي.
د حملې نه وړاندې د نېتن ياهو پاليسۍ کې د قطر د فلسطين علاقې نه د نغدو پيسو لېږلو اجازت ورکول، او د حماس سیال، په نړيواله کچه منل شوې فلسطيني اتارټي د پامه غورځول شامل وو.
نېتن ياهو په دغه لړ کې زمه واري نه ده منلې او ويلي يې دي د جګړې وروسته به د سختو پوښتنو ځوابونه اووايي.
د حماس د حملو وروسته پيل شوې جګړه کې دا وخت جنګ بندي ده او د شپږو اوونيو پورې جګړه ودرېدلې ده.
د اسرایل په وزیراعظم د پلټنو دپاره د اووم اکتوبر حمله کې د وژل شوو 1200 کسانو د کورنيو او 250 يرغمل شوو د خپلوانو لخوا فشار دی، خو د دې باجود هم نېتن ياهو د پلټنو د کمېشن د غوښتنې مخالفت دی.
د پوځي پلټنو مهمې نتيجې
د پوځي پلټنو مهمه نتيجه دا ده چې د سيمې طاقتوره پوځ د حماس ارادې سمې نه وې پېژندلي، توان یې ورله کم ګڼلی او د اووم اکتوبر په ورځ د يهوديانو د غټې رخصتۍ په سهار د حملې دپاره په بشپړ ډول تيار نه وو.
پوځي پلټنې د نتيجو نه وړاندې د چارواکو او څيړونکو لخوا وړاندې کړل شوو نتيجو سره سمون خوري.
په رپورټ کې ویل شوي، یوه بنیادي غلط فهمي دا وه چې حماس د اسرايل سره جګړې په ځای په سیمه واکمنۍ کې ډېره دلچسپي لري.
حماس په 2007 کې د فلسطيني ادارې څخه د غزې واک تروړلی وو.
د اسرايل پوځ د خپل توان اندازه سمه نه وه لګولې
د اسرایل د پوځي منصوبه سازو خيال وو، حماس د اتوو سرحدي ځايونو څخه په اسرايل ځمکنۍ حمله کولی شي خو د چارواکو په وينا د حماس سره د حملو دپاره د 60 نه زياتې لارې وې.
چارواکو ويلي، د اووم اکتوبر د حملې وروسته د استخباراتو د معلوماتو نه څرګنديږي چې حماس سره له دې وړاندې درې ځله د حملو موقعه وه خو د نامعلومه وجوهاتو له کبله یې نه وه کړې.
ويل شوي، د حملې نه څو ساعته وړاندې هم ځینې اشارې ترلاسه شوې چې يو څه غلط کېدو والا دي، په دغو اشارو کې د حماس د جنګیالو خپلې موبايلې د اسرايل سم کارډونو ته اړول شامل وو.
يو اسرايلي پوځي چارواکي ويلي، د استخباراتو نه معلوميږي چې د اووم اکتوبر د حملې مرکزي کردار يحيا سنوار د 2017م کال راهسې د حملې منصوبه پيل کړې وه.
د اسرايل پوځ د رخصت په اخره کې پوره چوکس نه وو، د حماس جنګيالو د څارنې کېمرې خرابې کړي او په پوله د لسګونو په شمېره کې پوځيان یې د مخې لري کړي وو.
د حملې وروسته په لومړو درېو ساعتونو کې د حماس جنګيالي په سرحدي علاقو کې د مېلې ځای ته د کم مزاحمت سره رسېدلي او کاروايي یې کړې وه.
د چارواکو په وينا په دغه وخت کې حماس 251 کسان يرغمال کړي او زيات یې وژلي وو، په دغه ګډوډۍ کې د خپلو خلک ترمنځ د ډزو د پېښو هم ويل شوي خو چارواکو یې د دغو پېښو شمېره نه ده ويلې.
د اې پي ترمخه، د پوځي کمانډرانو د ګل، دوشنبې په ورځ خبرو کې، چې د زیارت په ورځ مطبوعاتو سره شريکې کړل شوي، د پوځ مشر [چيف اف سټاف] لفټننټ جنرل هرزي حلوي ويلي، هغه د پوځ د ناکامۍ زمه واري په سر اخلي.
هغه ویلي، "زه په په اووم اکتوبر د پوځ مشر وم، او زه خپله زمه واري قبلوم. او زه ستاسو د ټولو د زمه وارۍ بوج هم په سر اخلم".
نوموړي د جنورۍ په میاشت کې استعفا ورکړې او راتلونکې اوونۍ به مستعفي کيږي.
ويل شوي، د اسرايل د پوځ ځينې لوړ پوړي چارواکي د اووم اکتوبر د پېښې په سر د وړاندې نه مستعفي شوي دي.
د اسرايل او حماس ترمنځ روانه جګړه کې د امريکې، مصر او قطر په مينځګړيتوب د 15 مياشتو جګړې وروسته جنګ بندي شوې ده.
د اسرایلي چارواکو په وينا د حماس د اووم اکتوبر په حمله کې د 1200 پورې کسان وژل شوي او نزدې 251 يرغمال شوي وو، په دغو کې ډېر د جنګ بندۍ په لومړي پړاو کې د حماس او اسرايل ترمنځ د بنديانو په تبادله کې خوشي کړل شوي دي.
د اووم اکتوبر د حملې په ځواب کې د اسرايل په حملو کې، د فلسطين د صحت محکمې ترمخه د 48,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي، د يوې اندازې ترمخه د جګړې له امله د غزې نزدې 90 فيصده سيمې خلک بې کوره شوې، او وژل شوو کې د نيمې نه زيات ماشومان او ښځې يادول کيږي.
خو د اسرایل پوځ دعوه کوي، په حملو او پوځي عملياتو کې یې د حماس په زرګونو وسله وال وژلي دي، خو په دغې اړه یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د دې خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي
Forum