لاس رسیدونکی لینک

 
چین، روس اؤ ایران د ایټمي وسلو په معامله بیجنګ کې مذاکرات کوي
تازه خبر

چین، روس اؤ ایران د ایټمي وسلو په معامله بیجنګ کې مذاکرات کوي


File Photo
File Photo

ټاکل شوې ده چې په چین کې به د روس او ایران سره د ایران د اټومي مسلې پر سر یوه مهمه غونډه راجوړه شي چې دواړه هېوادونه به خپل مرستیال خارجه وزیران دغه غونډه کې د ګډون لپاره بیجینګ ته واستوي.

په ۲۰۲۲ کال د اوکراین د جګړې له پیل راپدیخوا د ایران او روس اړیکې لا پیاوړې شوې دي اؤ دواړو هېوادونو د جنورۍ په میاشت کې د ستراتیژیکې همکارۍ تړون هم لاسلیک کړی و، او له چین سره هم ښې اړیکې لري.

د "رایټرز" خبري شبکې د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د چین مرستیال خارجه وزیر ما زاوکسو به د دې غونډې مشري وکړي.

د دې ناستې وروسته، به په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندو دروازو تر شا یوه غونډه په نیویارک کې ترسره کېږي، چې پکې به د ایران د یورانیمو د زېرمو د پراخوالي په اړه خبرې وشي، کومې چې د ایټمي وسلو د درجې تر کچې رسېدلي.

تېره اونۍ روسیې اعلان کړی و چې د دغه هېواد مرستیال خارجه وزیر سرګي ریابکوف له خپل ایراني سفیر کاظم جلالي سره لیدنه کې د ایران د اټومي پروګرام په مقابل کې د نړیوالې ټولنې په روانو هڅو خبرې اترې کړې دي.

دا پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شوی ؤ کله چې روس اعلان وکړ چې د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ له دریځ سره همغږی دی چې له ایران سره به خبرې وکړي.

تهران له اوږدې مودې راهیسې ددې خبرې نه انکار کوي چې ګواکې د اټومي وسلو په جوړولو ته کار کوي، خو د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې (آي اې اي اې) خبرداری ورکړی چې ایران په چټکۍ سره یورانیم ۶۰ سلنه غني کوي، چې دا کچه د وسلو جوړولو لپاره اړینې ۹۰ سلنې ته نزدې ده.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې له بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روس، او امریکا سره د "مشترک جامع عمل پلان" (JCPOA) تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې د ایران نه د اټومي پروګرام په بدل کې بندیزونه لرې کړل شوی وؤ.

خو واشنګټن د ټرمپ د واکمنۍ په لومړۍ دوره کال ۲۰۱۸م کې له دې تړونه ووت، او ایران هم له خپلو ژمنو څخه پر شا شو.

چین اعلان کړی چې د ایران د قانوني حقونو د خوندي کولو ملاتړ کوي او د ایران د اټومي خبرو د ژر تر ژره بیا پیلېدو غوښتنه کوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د مارچ په اوومه منلې وه چې له ایران سره په اېټمي تړون باندې خبرې اترې کول غواړي او د دې لپاره یې د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنايي ته یو خط لېږلی دی.

ټرمپ خامنايي ته د خط ذکر د امریکې له فاکس بزنس نیوز سره د تېرې جمعې په ورځ په نشر شوې مرکه کې کړی وو.

د ټرمپ د خط مقصد له تهران سره د نوي تړون غوښتنه ده او د ایران د ایټمي پروګرام د چټک پرمختګ مخه ونیسي او غواړي هغه ایټمي تړون بدل کړي چې هغه د خپلې لومړۍ دورې په وخت امریکا ترې ایستلې وه.

ټرمپ د جمعې په ورځ په اوول دفتر کې خبریالانو ته په مخامخ ډول د خط یادونه ونه کړه، خو هغه د ممکنه پوځي اقدام په اړه پټه اشاره وکړه او ویې ویل، "موږ له ایران سره په داسې حالت کې یو چې ډیر زر به یو څه پیښ شي. ډیر زر به پیښ شي."

سپینې ماڼۍ د ایراني صدر د څرګندونو په غبرګون یو ځل بیا ویلي چې د ښاغلي ټرمپ دریځ لا هم دا دی چې ایران یا باید اتفاق وکړي او یا به یې پر ضد پوځي اقدام وشي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز وي او اې فارسي څانګې ته وویل، "په ټینګار سره وایو صدر ټرمپ په واضح توګه ویلي چې د ایران لپاره دوه لارې شته دي: پوځي یا اتفاق".

د ایران له مذهبي مشر آیت الله علي خامنایي وروسته د دې هېواد صدر مسعود پزشکیان هم د امریکې د صدر ډنلډ ټرمپ وړاندیز رد کړی او وایي له واشنګټن سره د ایټمي پروګرام پر سر خبرې نه کوي.

ښاغلي پزشکیان د مارچ په 11مه له یو شمېر ایراني صنعتکارانو او سوداګرو سره په خبرو کې د امریکې صدر ته په خطاب کې وویل، "څه چې کوې ویې کړه".

تر پزشکیان وړاندې د ایران روحاني مشر، ایات الله علي خامنه اي هم د ښاغلي ټرمپ د خبرو بلنه رد کړې وه ځکه د هغه په قول په خبرو اترو کې د داسې شیانو غوښتنه شوې وه چې ایران ته د منلو وړ نه ده.

ایراني چارواکو د ایټومي پروګرام پر سر د ښاغلي ټرمپ بلنې ته بیلا بیل غبرګونونه ښودلي خو تر دې دمه روښانه شوې نه ده چې د ټرمپ په خط کې څه غوښتنه شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي مِشن تېره ورځ وویل، له امریکې سره مذاکرات امکان لري خو وایي په دې شرط چې دا خبرې یواځې په دې هدف وي چې ایا د ایران ایټمي پروګرام د پوځي اهدافو لپاره کارول کیږي که نه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر په خپل بیان کې د امریکې یا بل هیواد له نوم اخیستو پرته ویلي، که د خبرو اترو هدف د ایران ایټمي له پروګرامه د پوځي ګټې اخیستو د اندیښنو په هکله وي، دا هیواد به پرې غور وکړي خو که د خبرو مقصد د ایران "سوله ایز" ایټمي پروګرام ختمول وي، دا ډول خبرې "هیڅ امکان" نه لري.

د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنایي په فرورۍ میاشت کې هم د خپل هیواد د ایټمي پروګرام په اړه له امریکې سره د خبرو امکان رد کړی وو او ټینګار یې کړی وو چې خبرې به د ایران ستونځې هوارې نه کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG