لاس رسیدونکی لینک

 
جي سېون د روس اؤ اوکراین د جګړې په ختمولو غونډه کوي
تازه خبر

جي سېون د روس اؤ اوکراین د جګړې په ختمولو غونډه کوي


U.S. Secretary of State Marco Rubio arrives at the Manoir Richelieu ahead of the G7 foreign ministers meeting in La Malbaie, Quebec, Canada, March 12, 2025.
U.S. Secretary of State Marco Rubio arrives at the Manoir Richelieu ahead of the G7 foreign ministers meeting in La Malbaie, Quebec, Canada, March 12, 2025.

د نړۍ د سترو صنعتي هیوادونو جي سېون ډلې د بهرنیو چارو وزیران د څو ورځنیو مذاکراتو لپاره په کېوبېک، کینیډا کې سره راټولیږي، اؤ په دې مذاکراتو کې به په ځانګړې توګه د روس اؤ اوکراین د جګړې په ختمولو او د اوکراین د ملاتړ په موضوعاتو بحث وشي.

دا مذاکرات په داسې وخت کې کیږي چې امریکې اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو اؤ اؤ امنیتي همکار د بیا پېلولو پرېکړه کړې ده، دا فېصله د سعوي عرب په جده ښار کې د امریکې اؤ اوکراین د لوړ پوړو چارواکو تر منځ له لېدنې وروسته شوې ده.

اوکراین د نهې په ورځ اعلان وکړ چې چمتو دی د امریکا له خوا وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی لنډمهاله اوربند ومني، خو وایي دې لپاره به اړینه وي چې کرېملېن یې منظوري ورکړي.

د روسیې ځواب ته انتظار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شورو په ورځ د کاناډا پر لور د تګ پر مهال خبریالانو ته وویل چې امریکا به د روسیې سره د سولې پر دې تړون د خبرو لپاره "یو نه بلکې څو چینلونه" خلاص وساتي.

هغه وي او اې ته وویل: "اوس موږ ټول د روسیې ځواب ته انتظار کوو، او هغوی ته په کلکه وایو چې ټولې جګړې دې پای ته ورسوي، ترڅو دایمي سولې ته د رسېدو لپاره یوه پروسه پیل شي."

روبیو زیاته کړه چې که روسیه د اوربند سره موافقه وکړي، نو بیا به د دواړو خواوو لپاره د منلو وړ څارونکي هم وټاکل شي، ترڅو د وړو وسلو د احتمالي ډزو څارنه وکړي.

د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې، د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ وویل: "اوس خبره د روسیې په لاس کې ده. هیله ده چې موږ له روسیې اوربند ترلاسه کړو. که دا وشي، نو زه فکر کوم چې د دې وینې بهېدنې د ختمېدو ۸۰ فیصده لار به مو وهلې وي."

په کییف کې د اوکراین صدر ولادیمیر زېلېنسکي وویل چې اوربند به دواړو غاړو ته دا موقع ورکړي چې د جګړې د ختمولو لپاره یو تفصیلي پلان جوړ کړي، چې پکې د اوکراین د امنیت ضمانتونه هم شامل وي.

د جرمني چانسلر اولاف شولز هم د دې ۳۰ ورځني اوربند ملاتړ کړی او د شورو په ورځ یې په ټولنیزه رسنۍ ایکس ولیکل چې دا "د اوکراین لپاره د انصاف پر بنیاد د سولې پر لور یو مهم او سم ګام" دی.

هغه وویل "موږ د اوکراین او امریکا سره ولاړ یو او د جدې د خبرو ملاتړ کوو. اوس فیصله د پوټین په لاس کې ده."

د کرېملېن ویاند دیمتري پېسکوف د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې روسیه د دې وړاندیز په اړه د امریکا د رسمي وضاحت انتظار کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، چې په جده کې یې د امریکايي پلاوي مشري کوله، ویلي دي چې هغه به " راتلونکو ورځو کې" د خپل روسي سیال سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو عمومي مشر مارک روټه نن د زیارت په ورځ سپینې ماڼۍ ته سفر کوي چې دا هم د سولې د پروسې د پرمختګ یوه برخه ګڼل کېږي.

د معدني وسایلو معامله؟

د امریکا صدر ټرمپ اشاره ورکړې چې اوکراین ته د پوځي مرستو دوام ورکول ښايي د دې شرط سره وتړل شي چې امریکا ته د اوکراین معدني وسایلو ته لاسرسی ورکړل شي.

اوکراین د یورانیم، لیتیم او ټېټانیوم په شمول د نایابه معدني وسایلو لویې زېرمې لري، چې امریکا یې د خپل اقتصاد او ملي دفاع لپاره ضروري ګڼي.

د نهې د ورځې د خبرو اترو وروسته، د امریکا او اوکراین ګډ بیان کې وویل شول چې دواړه خواوې ژمنې دي چې "د اوکراین د مهمو معدني وسایلو د پراختیا لپاره به ژر تر ژره یو جامع تړون" وکړي، ترڅو د اوکراین اقتصاد پراخه شي او د اوږدمهاله امنیت ضمانت ضمانت ته یې لاره هواره شي .

دا تړون تمه کېده چې د فبرورۍ په ۲۸مه د ټرمپ او زېلېنسکي تر منځ لاسلیک شي، خو د دواړو مشرانو تر منځ د سپینې ماڼۍ په ملاقات کې د اختلافاتو له کبله وځنډېد.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG