په مشترکه اعلامیه کې وویل شوو چې یوکرېن رضامندي ښکاره کړه چې د امریکې په تجویز په سمدستي ډول د موقتي وخت دپاره د ۳۰ ورځو ډزبندي عملي کړي
په سوشل میډیا خپل پوسټ کې ټرمپ وویل که څوک د ترهګرۍ او د بې ګناه سړو، ښځو او د ماشومانو د قتل عام حمایت کوي نو د داسې تن "موجودګي زمونږ د قومي او د خارجه تګلارې د مفاداتو خلاف ده او دلته ستا په راتګ هرکلی نیشته. مونږ د امریکې د هر یو کالج او د یونېورسټۍ نه توقعو کوو چې په دې عمل وکړي."
د ګل، دوشنبې، په ورځ روبیو د سعودي عرب په ساحلي ښار جده کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ولیدل. د دې نه مخکې محمد بن سلمان زېلېنسکي سره جدا ملاقات کړی و
د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې د ګل، دوشنبې په ورځ نوی اېپ وړاندې کړی، کوم چې به په غېر قانونه توګه امریکا کې مېشتو بهرنيانو ته، د ممکنه ګرفتارۍ او بندي کېدو په ځای "په خپله د وتلو" لاره يا اجازت ورکوي.
ټرمپ تېره هفته د کېنېډې او د مېکسیکو په درامداتو د ۲۵ فیصد نوي ټېکس اعلان وکړو خو څو ورځې وروسته يې د اپرېل د دویمې نېټې پورې وځنډول او دا خبره يې غېر واضحه پرېښوده چې مخکې به څه کېږي
ماهران وائ پاکستان د انټرنبټ د لارې روزګارو کولو یا فری لانیسنګ لحاظ سره نړۍ کې څلورم غټ ملک دې او سټار لینک په دې لړ کې پرمختګ له مهم دې . خو تراوسه ده انڼرنيټ نه بی برخه پاتې شوې او خاص کر له په پاک افغان پوله پرتو جنګ ځپلو سیمو لپاره دا ده یو بدلون راویستونکې ګام زيري ثابت کیدې شی
روبيو وویل اراده لري چې د کانګرس سره په صلاح مشوره د یواېس ای ايي باقي پاتې ۱۸ فیصد پروګرامونه وساتل شي او انتظام به يې په زیات موثر انداز کې د سټېټ ډپارټمنټ د سرپرستۍ دلاندې کېږي
خلیل د یونېورسټۍ د انتظاميي سره د هغه طالب علمانو د مرکچي کردار ادا کړی و چې د احتجاج په توګه یې د یونېورسټۍ په مېدان خیمې لګولې وې او یونېورسټۍ غوښتل چې احتجاجی کېمپ دې ختم کړی شي. د دې کردار په سبب خلیل په یو څو هغو فعالانو کې شامل و چې نوم او شناخت يې معلوم و.
د واشنګټن پوليسو ويلي، د اتوار، يکشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ سره نزدې د سيکرټ سروس لخوا د يو تن ويشتو او ژوبلېدو د پېښې پلټنې کوي.
د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ د يرغمل شوو دپاره استازي اېډم بوهلر د اتوار، يکشنبې په ورځ ويلي، تېره اوونۍ د حماس ډلې سره په غزه کې د يرغمل شوو په اړه ليدنه ډېره ګټوره وه، او دغه ليدنه به په يوه اوونۍ کې د هغو خوشي کولو ته لاره جوړه کړي.
نور کتل
No media source currently available