د فاکس برنس نیوز سره د ټرمپ مرکه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ریکارډ شوي او د اتوار، یکشنبې، په ورځ به په مکمله توګه نشر کېږي. په مرکه کې هغه ویل خامنايي ته يې خط پرون لېږلی، چې ښښي دا به د شورو، چهارشنبې، ورځ وه
تېره ورځ د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آي اې) مشر جان رټکلیف ویلي وؤ چې واشنګټن دا وخت له کیف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول ودرولي دي
په کال ۲۰۱۸ ې ټرمپ امریکې د دغې معاهدې نه بهر کړه. هغه دغه معاهده خراب ترینه لوظنامه بللې ده. ټرمپ په داسې حال کې خامنايي ته د خط لیکلو خبره کړې چې هغه او اسرایل دواړو لوظ کړی چې ایران به اېټمي وسله ترلاسه کولو نه ته پرېږدي
صدر ټرمپ د نهې په شپه د کانګریس ګډې غونډې ته د وینا په مهال د کابل هوایي ډګر په ځانمرګي برید کې د ککړ ترهګر شریف الله د نیول کېدو اعلان کړی ؤ اؤ د هغه نیونه کې د پاکستان په همکارۍ کولو د اسلام اباد مننه کړې وه
د زیارت، پنجشنبې، په ماسخوتن، ټرمپ یو صدارتي امر دستخط کړو چې ترمخه به سټرېټيجېک بېټ کواېن رېزرو یا د بېټ کواېن ذخیره جوړول کېږي. سی کس وویل د دې ګام دلاې د انتخابي کېمپېن وعده پوره کړی شوه
د خارجه محکمې د ویاندې له دې څرګندونو وړاندې اوړمه ورځ د امریکې د ملي امنیت سلا کار هم د پاکستان مرستیال وزیراعظم اؤ خارجه وزیر اسحاق ډار سره ټيلي فوني تماس نیولی ؤ اؤ د ملزم شریف الله په نیونه کې د پاکستان په همکارۍ کولو یې ورته د صدر ټرمپ د مننې پېغام رسولی ؤ
د امریکې د انصاف محکمې ويلي، د چین د 12 وګړو ضد یې د حکومت د مخالفينو، خبري ادارو، امریکايي ايجنسيانو او پوهنتونونو هدف کولو، او د هغوی د سايبر جاسوسۍ ضد کمپېن چلولو په سر مقدمه درج کړې او فرد جرم پرې لګولی دی.
صدر ټرمپ چې د وایټ هاوس په اوول آفیس کې خبرې کولې، د یو خبریال دې پوښتنې ته چې د قیامت راوستلو نه یې مقصد څه دی، وویل: "تاسو ته به یې پته ولګي."
ټرمپ د زیارت په ورځ دا هم وویل چې هغه به "شاید په آینده یوه نیمه میاشت کې" په سعودي عرب کې د روس صدر ولاډیمیر پوټین سره وګوري.
تر اوسه معلومه نده چې کله آینده میاشت کې د تجارتي ټېکسونو په حوالې سره د صدر ټرمپ لخوا مېکسیکو ته ورکړی شوی مهلت پای ته ورسېږي، بیا به څه کیږي.
نور کتل
No media source currently available