د دواڼو مشرانو تر منځ ټاګل شوی مطبوعاتي کانفرنس هم و نکړل شو. د امریکا د ځینو ټېلېوېزیونو پردې ښيي چې ښاغلي زېلېنسکي امریکا سره په معدنو باندې د ممکنه تړون لاس لیک کولو بغیر د وايټ هاوس نه لاړو
د غېرقانوني کډوالو خلاف د ټرمپ په اقداماتو کې په سرحد کډوالو ته په پناه ورکولو مکمله پابندي لګول شوې ده او په سرحد امنیت د ښه کولو دپاره پوځ د مرستې دپاره طلب کړی شوی دی
امریکې او یوکرېن په وروستیو ورځو کې د معدنیاتو په معاهده خبرې اترې کړي دي. د معاهدې ترمخه به امریکا په یوکرېن کې په پراځه کچه نایابو معدنیاتو ته لاس رسی ولري. یوکرېن د معدنیاتو په بدل کې د امریکې نه د امنیت یا د سېکیورټي ضمانتونه غوښتل چې مګر نه ورکول کېږي
کېري لېک چې دېرش کاله خبریاله پاته شوې ده، په ډسمبر میاشت کې د صدر ټرمپ لخوا د وایس آف امریکه مشرۍ ته ونومل شوه.
سټارمر چې په وایټ هاوس کې یې د صدر ټرمپ سره ملاقات کولو، وویل چې په اوکراین کې د امن قايم کېدل صرف د ټرمپ په وجه ممکنه کېدلی شي.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه به آینده هفته کې، هماغسې چې اول یې ویلي و، د کېنېډا او مېکسیکو نه په راتلونکو درامداتو باندې ۲۵ فیصده تعرفې یا تجارتي ټېکسونه ولګوي.
ټرمپ وویل: "مونږ به د تجارت یوه عالي لوظنامه ولرو. مونږ به داسې یوې تجارتي لوظنامې ته ورسېږو چې دواړو ملکونو ته ډېره غوره وي، او همدا اوس چې خبرې کوم، مونږ ورباندې کار کوو."
اوکراین چې تر اوسه هم د روس په مقابله کې ولاړ پاته دی، لویه وجه یې د امریکا غټه پیمانه پوځي مرستې وې چې د مخکېني صدر جو بایډن له خوا اوکراین ته ورکړل شوې.
نور کتل
No media source currently available