لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې او د مېکسیکو په سرحد د غېرقانوني کډوالو د ګرفتاریو شمېره دا میاشت کمه وه
تازه خبر

د امریکې او د مېکسیکو په سرحد د غېرقانوني کډوالو د ګرفتاریو شمېره دا میاشت کمه وه


د امریکې د حکومت د شمېرو ترمخه د ۲۰۲۴ د فېبرورۍ په میاشت کې په جنوبي سرحد ۱۴۱۰۰۰ غېرقانوني کډوال او د جنورۍ په میاشت کې ۲۹۰۰۰ غېر قانوني کسان نیول شوي وو.
د امریکې د حکومت د شمېرو ترمخه د ۲۰۲۴ د فېبرورۍ په میاشت کې په جنوبي سرحد ۱۴۱۰۰۰ غېرقانوني کډوال او د جنورۍ په میاشت کې ۲۹۰۰۰ غېر قانوني کسان نیول شوي وو.

د امریکې او د مېکسیکو په سرحد د غېرقانوني کډوالو د ګرفتاریو شمېره د فېبرورۍ په میاشت کې تر رېکارډ کچې پورې کمه وه. د دې خبرې تصدیق د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي، ډي اېچ اېس، او دوو نورو سرچینو روېټرز خبري ادارې ته کړې دی.

د ډي اېچ اېس ترجمانې ټرېشیا مېکلالېن وویل د امریکې د سرحد د تحفظ ځواک يواېس بارډر پېټرول دلاسه د امریکې په جنوبي سرحد د غېرقانوني کډوالو د ګرفتاريو شمېره به دا میاشت ۸۵۰۰ ته ورسېږي. دوو نورو سرچینو وویل د ګرفتاریو دغه شمېره به تر رېکارډ ټر حده پورې کمه وي.

د ريپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ په ۲۰ جنورۍ د صدارت دویمه دوره د شروع کولو راهسې يې د غېرقانوني کډوالو خلاف اقدامات شروع کړي دي.

د غېرقانوني کډوالو خلاف د ټرمپ په اقداماتو کې په سرحد کډوالو ته په پناه ورکولو مکمله پابندي لګول شوې ده او په سرحد امنیت د ښه کولو دپاره پوځ د مرستې دپاره طلب کړی شوی دی.

د شهري حقونو تنظیم امېرېکن سېول لېبرټيز یونین دا میاشت د ټرمپ حکومت د امیګرېشن د تګلارو په سر مقدمه شروع کړې وه او دا دریځ يې خپل کړی و چې کډوالو ته په پناه پابندي د امریکې د قانون او د نړیوالو معاهدو خلاف ورزي کوي.

ټرمپ د مېکسیکو او د مرکزي امریکې د ځینو ملکونو سره معاهدې کړې چې د امریکې نه ډيپورټ شويو کډوالو ته ته به ځای ورکوي او ځینې کډوال يې په ګوانټامو بی کې حراستي مرکز ته لېږلي دي.

د یو اېس بارډر پېټرول د کال ۲۰۰۰ راهسې په سرحد د ګرفتاریو شمېره رېکارډ کوي. په پوله د ګرفتارۍ تر ټولو کمه شمېره د کال ۲۰۱۷ د اپرېل په میاشت کې وه چې د ټرمپ د حکومت په وړمبۍ دوره کې ۱۱۱۲۷ نیول شوي وو.

په کال ۲۰۱۷ کې د ټرمپ د صدارت څلور کلنه وړمبۍ دوره د شروع کېدو وروسته په سرحډ د ګرفتاریو شمېره کمه شوې وه خو د دې وروسته ګرفتارۍ بیا زیاتې شوې وې.

د امریکې د حکومت د شمېرو ترمخه د ۲۰۲۴ د فېبرورۍ په میاشت کې په جنوبي سرحد ۱۴۱۰۰۰ غېرقانوني کډوال او د جنورۍ په میاشت کې ۲۹۰۰۰ غېر قانوني کسان نیول شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG